جمعه, جنوري 21, 2022
Home+تالب پېژندنه/ سُراب سپر 

تالب پېژندنه/ سُراب سپر 

د تالبانو مذهب؛

هره مذهبي ډله چې د واک کوښښ کوي هغه د خپل اداري او سیاسي ټینګښت لپاره هرو مرو یو داخلي فرهنګ لري او د فرهنګ د ننه مذهب هم راځي او دغه مذهب یې د فرهنګ، کړو وړو، ویناوو، نړۍلید او دریځونو لویه برخه جوړوي. تالب په ښکاره ځان سني بولي او وایي د شیعه مذهبو لپاره هم زغم لري خو سني ډلې آن هغه افراطي یې داسې ندي لکه تالبان او نه هم د ډېرو کړنو او فتواوو سرچینه یې له حنفي فقې اخیستل شوې.

د اسلام دین د ننه د فقې لویه ساحه کې دوه لوی تقسیمات لرو؛ یوه کوچنی فقه یا فقۀ اصغر او بله لویه فقه یا فقۀ اکبر. فقه اکبر په حجم کمه راځي او کم موضوعات شاملوي خو لوی موضوعات او کلیات شاملوي لکه د خدای عبادت، توحید، او عقیدوي مسایل. فقه اصغر بیا جزیات څیړي لکه حدود پلي کول، اسلامي حکومت بڼه، چال چلند، اخلاق، قضاوت، دنیوي معاملات او د انسانانو تر منځ معاملات او نور جزییات …

تالبان په فقه اکبر کې چې عملي بڼه یې کمه او تیوريکي یې زیاته ده سني ځان بولي؛ خو د امام ابوحنیفه برخلاف چې د تکفیر سرسخت مخالف و، دوی د تکفیر په چارو او کارولو کې مخکښ او پوره تکړه دي. په فقه اصغر کې هم خپله جلا لاره لري او پر فتوای حقانیه تر ډېره تکیه دي که څه هم دا برخه یې هم له قبیلوي رسومو اخیستې او پر مذهب یې تکیه یوازې تر ظاهره ده.

که تاسو د دوی کړنې وګورئ یا نظرونه یې واورئ نو دوی د عامو سُني افغانانو په شان نه دي. دوی ډېر افراطي دي او په ډېرو مسایلو کې آن تر صحابۀوو او پیغمبر هم ځانونه متقي او لوړفکره بولي لکه د ښځو زدکړې یا د ښځو بیعت یا رایه کارول چې دوی یې نه مني، د اسلام په زور حاکمول په اسلامي ټولنه کې، جنګ ته بهانې غوښتل نسبت سولې ته، د وړو شیانو لویول او د لویو واړه کول لکه د یوې ډوډۍ غلا نه کوي او وچه یې خوري؛ خو سل مسلمانان جومات کې په بم او ځانمرګي وژلای شي او دوی ته دلته د انسان ارزښت له وچې ډوډۍ هم کم دی. په اسلامي تیرو ډلو کې او یا جاري ډلو کې هېڅ یوه یې د تالب غوندې نه ده بغېر له خوارجو او د دوی مذهبي او فرهنګي بڼه کټ مټ خوارجو ته نژدې ده.

خوارجو یو صحابه له خپلې حامله مېرمنې سره ګډ په لاره ونېو بیا یې وعده ورسره وکړه چې نه به یې وژني او کله چې یې په لاره روان کړ لاره کې خرماوې له ونې راپرېوتې وې چې یوه له خوارجو یوه لاس کې راپورته کړه خو تر خولې یې نه وه رسولې چې بل خوارج د تورې په لاستي لاس ته ووهه چې آیا ته د یو چا د باغ مېوه بې لدې چې بیه ورکړې په حرامه خورې؟ لومړي یوه هم خرما وغورځوله. بیا یو کښت باندې راغلل چې یو خوګ هلته ګرځېده، دوی وویل دا حرام دی او ساتل یې ګناه ده نو خوګ یې واوژه او څښتن ته یې بیه ورکړه چې غاړې یې خلاصې شي. صحابه ورته وویل چې تاسې چې دومره باتقوا یاست هرو مرو به ما سره هم د خېر معامله کوئ خو کله چې دوی صحابي او مېرمن یې تر یوه ځایه ورسول نو هلته یې صحابي او مېرمن یې د یو بل تر مخ د وعدې برخلاف ووژل او د اول یې د حامله مېرمنې بچی په ګېډه کې ورته په توره ووهه او واوژه. دا وه د دوی تقوا! او کټ مټ همدا ډول د کابل لوګر په لویه لاره دوی وچه ډوډۍ په لاس سړک ته راووتل او د اردو یو سرتیری یې شخصي لباس کې بې وسلې له مېرمنې سره کښته کړ او اسیر او مظلوم سرتیری یې د مېرمنې تر مخ په مرمیو غلبېل کړ.

کلتوري جوړښت؛

تالیب په عام ډول پښتون دی او د پښتنو د ننه هم د یو خاص سمت او قبیلو وګړي پکې رهبرۍ ته لاسرسی لري چې نورزي او پوپلزي دي. د کندهار سره تړلي دا قومونه له ځنډه د نورو قومونو سره اختلافات لري او له بلې خوا له تمدن او مډرن پښتونوالۍ هم لیرې پاتې دي. د دوی ځینې غړي اوس هم ګرد لمنداره او اوږده کمیسونه آغوندي کوم چې د سلو کالونو راهیسې نورو پښتنو رالنډ کړي دي. د دوی دغه قبیلوي ذهنیت دومره زورور دی چې اسلام کې د ښځو د میراث او ودولو حقوق هم د زړې پښتونوالۍ پر اساس ردوي او هېڅ تالب مشر خپلې خور یا لور ته یو جریب میراث یا لس زره افغانۍ شتمني نده ورکړې.

زن ستیزي یا د ښځو حقوق تروړل د دغې ډلې نه یوازې یو هویت دی بلکې ویاړ ورته حسابیږي. دوی تل د ښځو په ځپلو ځان ته ویاړ ګټي. د دوی قبیلوي لیدلوری دین ته هم دغسې ورګډ شوی چې تر پیغمبر هم د ښځو مسئله کې دوه لویشتې متقي ځان بولي.

د ښځو د زدکړو منع کول، سینګار او آن مخ ښکاره کول یې بد ګڼل او د سزا وړ بلل، د ښځو له کاره ګوښې کول تر ډېره دیني انګېزه نلري بلکې قبیلوي انګیزه لري له همدې امله په تاجیک او پښتون دواړو کې تالب په ښار کې بیخي کم پلویان لري او اکثریت یې د تاجیکانو او یا پښتنو قبیلوي بشري کتلې دي او هغه قومونه چې قبیلوي دودونه یې سست دي او ماډرن شوي هلته تالب وده او نفوذ هم نه لري.

معنوي شتمنۍ؛

د تالب معنويات تل ګډوډ دي ځینې برخه یې له اسلام او ځینې له قبیلویت او آن نشنلیزم اخیستل شوي دي. لکه د اسلام ټینګول او مشر ته امیر المومنین ویل؛ خو بیا دا امیر المومنین د افغانستان تر جغرافیې رامحدودول.

مادي شتمنۍ؛

مادي شتمنیو کې تالب هیڅ نلري چې د ده کلتور بیان کړي بلکې همیشه پر نورو متکي دی. تالب هیڅکله د خاص لباس او لوښو یا نورو باقاعده پیروي هم نده کړې. د تالب یو بل مادي اړخ د فرهنګ، احتیاج دی یعنې تالب تل اړ دی، هغه داسې کسب نه زدۀکوي چې د بل اړتیاوې پوره کړي بلکې له اوله په سوال رالوی دی نو هغه ټولنه د مادیاتو برخه کې د ځان پوروړې بولي.

د تالیب ټولنیزه ارواشننه؛

ټولنیزه ارواشننه د وګړو یوې ډلې اروایي حالت په کل کې څیړي او پر هر فرد نه اطلاق کیږي استثناءات به خامخا لري؛ خو دا چې ماهیت توپیر نلري نو په کل کې څېړل کیدی شي.

د ملا او تالب ټولنیز حیثیت؛

په ټولنه کې د تالب مقام تر بل هر وګړي ټیټ دی، په پښتني ټولنه کې ډم، غوبه او ملا ته په یوه سترګه کتل کیږي یعنې دوی خاص کسبونه لري هغه کوي او ولس هم ورته اجوره، مزد یا معاش ټاکي. له ډېر پخوا راهیسې پښتنو کې دا درې کاسبانو سره نه څوک دوستي کوي، نه ورسره خپلولي کوي او نه یې په سیالانو شمیري آن تر دې چې په ښځو ستر هم ترې ځکه نه کوي چې سیال یې نه ګڼي. په دې ډول ملا د ټولنې ټیټ قشر دی چې له اقتصادي اړخه هم د شپې ځای، ډوډۍ، کالي، مزد، خیرات، صدقه، سرسایه او نور نور همدا کلی او ښار ورکوي چې البته دلته ملا تر ډېر حقیر او غریب انسان هم حقیر دی ځکه که کوم کور د یتیمانو هم وي بیا هم ملا ته خیر خیرات ورکوي، مزد ورکوي او ډوډۍ ورته صدقه کې راباسي. دا د ملا او تالب ټولنیز مقام دی او د همدې ټیټ مقام له امله یې د کلي هېڅ وګړی واک نه مني.

البته دا ځای د تاریخ یو پړاو غوندې و او اوس اتیا سلنه تېر شوی ځکه ملا اوس د دین په نوم رایه، بیعت، حکومت او آن لښکر جوړولو ته مخه کړې او غواړي د پښتني ټولنې دا جوړښت سرچپه کړي، ځان یې مشر او نور ټول کشران کړي.

د اوسیدو جوړښت او مدرسه؛

ملا او تالب د اوسیدو، پاللو، زدۀکړو او فعالیتونو لپاره یو ځای لري هماغه ډول چې پښتانه د کلیو حجرې او شخصي حجرې لري دغسې ملا او تالب مدرسه لري؛ خو توپیر یې دا دی چې ملا او تالب دا مدرسه د قوم څخه په چندو، وظیفو او خیراتونو راټولولو چلوي.

د دیني مدرسو پیل په هند، افغانستان او پاکستان کې انګرېزانو کړی دی البته دا مډرنه بڼه یې، پخوانۍ بڼه یې داسې وه چې د وخت د ټولو مروجو علومو لوستل به همدلته وو؛، د استادانو معاش شاهانو ورکاوه او سیاست ته نه داخلیدل؛ خو هغه وخت هم ځینو استادانو خپل پلویان لرل او عقیدت به یې ورته لاره لکه د ایران د ننه د حسن الصباح ډلې استادانو چې نفوذ کړی و. همدغسې د پښتنو د ننه ترې میدان پیرانو وړی و چې مریدان یې لرل؛ خو وروسته انګرېز د مدرسې نوی جوړښت راجوړ کړ او دا طوق یې د پښتون قوم غاړې ته ورواچاوه چې تر ټولو ځیرک ترین تاکتیک دی، مدرسه پیسې، خیرات، چندې، ډوډۍ او آن بشري سرچینې یا وګړي له قام او قوم اخلي؛ خو بېرته همدا قوم غیرسیاسي کول هم کوي لکه انګرېز چې ترې سلګونه کاله په هند وړوکي لویه وچه کې واخیست او له خپل تګ وروسته یې دا میراث پاکستان ته نقل کړ چې هغوی د غیرسیاسي کولو میشن تبلیغیانو ته وسپاره او د قامي یا ملي یا دموکراتیک سیاست د ورانولو او جانشین کیدلو لپاره یې مدرسې ته پام وکړ. د دغو مدرسو د ځنځیري تشکیل اړوند خان عبدالوالي خان په خپل کتاب “رښتیا، رښتیا دي” کې د انګلستان د استخباراتو خپاره کړي اسناد راخیستي چې لویو ملایانو ۱۵ روپۍ او وړو ته تر ۵ ورکول کیدې او هر لوی ملا لاندې به نورو وړو ملایانو کار کاوه چې مزدونه هم همدغه لوی ملا یا مشر ملا ورته وېشل. درانه لوستونکي دا ثبوتونه کولای شي د خان عبدالولي خان همدغه کتاب کې مستند وګوري البته یادؤنه کوم چې انګلستان هر ۳۰ کاله وروسته خپل اکثریت استخباراتي اسناد عوامو ته وړاندې کوي البته هغه اسناد مستثناء دي چې ډېر لوړ محرمیت لري.

د تالب ټولیز اروایي حالت،

د مدرسې د ننه تالب د ځوانو هلکانو منځ کې لوییږي، مخالف جنس نه ویني، مشران یې پر سر واکداران دي، د شپې یوځای ویدیږي، دیني او ادبي کتابونه یې د ګلستان سعدي او منیة غوندې شهوتناک دي او د همجنس بازۍ د صفتونو بیتونه هم لري نو دلته تالب پر همجنس بازۍ اخته کیږي، کشرانو باندې یې لویان تیری کوي او دا کشران بیا لویوالي کې نور کشران رانیسي چې دا د غچ سلسله اوږدیږي اوږدیږي، دوی تل ځان حقیر احساسوي او د نورو حقیرولو څخه خوند اخلي چې لوی شمېر یې سادیزم باندې اخته دي او دیني مازوخیزم هم ورسره تړلی وي چې د یو ډېر کړکیچن رواني حالت پر لوري ځي او پکې روان وي…

له بل لوري تالب له وړوکوالي په سوال ډوډۍ راټولولو ته لیږي او دلته که څوک څه ورکړي نو مفت خور عادت کیږي او فکر کوي ټولنه د ده پوروړې ده او که نه یې ورکوي نو عزت النفس یې ژوبل کیږي او د بېوسۍ احساس کوي چې همدا تمې او حقارتونه یې داسې ژوبلوي چې نور ورته د هیچا عزت، عزت نښکاري ځکه دوی په وړوکوالي کې عزت ندی لیدلی، چا په درنښت ورته ندي کتلي او دا عقده اوس لاشعور کې ورسره پخه شوې. له همدې امله د دغه ټولي لومړنی ګوزار پر هغه چا وي چې تر دوی ښه اغوندي، ښه خوري، ښه ګرځي او عزت ورکول کیږي خصوصا که دا سیالان یې عصري تعلیم ولري نو فکر کوي دوی سره ظلم شوی دی او باید د امویانو او عباسیانو دورو غوندې تر ټولو ډېر عزت د دوی وای.

هنر، له هنر څخه یوازې خطاطي لري نور هر هنر چې یو انسان نرموي له دوی لیرې ساتل کیږي او حرام بلل کیږي چې پایله کې دوی انساني عواطف بیخي کم لري او افراطي ډلو ته همداسې جنګیالي پکار دي.

شعر، د شعر سره د دغه ډلې مینه بیخي ډېره ده، شعرونه یې وطني او اسلامي انګیزې لري، ولولې لري؛ خو حماسي بڼه یې مطلق اکثریت جوړوي او مینې یا عواطفو ته پکې ډېره کمه پاملرنه کیږي. دوی د ترنم، دیکلمې او نعتونو یا ترانو لپاره کمپوزونه له سندرو هم غلا کوي؛ خو موسیقي نه پریدي چې د دوی ترانو، شعرونو او یا دیکلمو کې وغږیږي. شعرونه یې اکثریت په غچ اخیستنې ولاړ دي او ډېره برخه له عربي کلماتو او ترکیباتو مشتمل دي.

د تالب سیاسي جوړښت،

د تالب سیاسي جوړښت مذهبي سیاسي تحریک دی چې د نورو مذهبي سیاسي تحریکونو غوندې د عام مذهبي سازمانونو پرځای د فرد نه بلکې د ټولنیزې اصلاح او اختیاري اصلاح پرځای پر جبري اصلاح باور لري. د دیوبند او حقانیې فتوا پر اساس ټاکنو ته مشروعیت ورکوي؛ خو اړینه یې نه ګڼي چې یو لوی علت یې دا دی چې مذهبي سیاسي تحریکونو له عربي نړۍ پرته هرځای یې ټاکنو کې نده ګټلې ځکه دوی خلکو ته د دنیوي او واقعي حللارو پرځای د خیالي او له مرګه وروسته نعمتونو وعدې ورکوي او بیا غواړي هم د دغه دنیا واک. دغه تضاد یې د رایو د کموالي سبب ګرځي او ګرځیدلی، هر کس شعوراً یا غیرشعوراً چې حکومت ټاکي نو تمه لري چې د زدۀکړو، کار او ډوډۍ غم به ورته خوري، نه د جنتونو او ثوابونو. له بلې خوا دوی (مذهبي سیاسي تحریکونه) د مسؤلیت پیټی پر خلکو ور اړوي وایي چې که ژوند ارام او ښه شو نو د دوی تدبیر دی او علت یې دا دی چې خلکو دیني علماوو ته واک ورکړی دی که خراب شو نو وایي خلکو او اعمالو ته یې خدای په غوسه شوی دی.

سیاسي داعیه یې بیا د نورو مذهبي تحریکونو خلاف تر خاصې جغرافیې محدوده ده او اسلام ته په سرحد قایل دي، البته حقا.ني ډله یې د نړیوال ترورېزم سره د اړیکو له امله داعیه یې نړیوال اسلام دی او هرځای چې اسلامي بنسټپال دي ورسره اړیکې او همکارۍ لري. جنسیتي نابرابري؛ د ښځو ونډه پکې د نورو مذهبي تحریکونو غوندې په نشت حساب ده او دوی هم د ټول سیاسي او ټولنیزو محدودیتونو نیمایي یې د قبیلوي او وروسته پاتې ذهنیت له امله پر جونو او ښځو دي.

عمر؛ د تالب د سیاست او جریان مخینه یې کمه ده او سیاسي تجربه یې کمه ده او د سیاسي پالیسیو لارښود او ډیسک یا مېز هم نه لري.

کادرونه؛ هر سیاسي تحریک که مذهبي وي که غیر مذهبي هغه کادرونه حتما روزي آن که د جنګ په حال کې هم وي؛ خو دوی کادرونه نلري، تشکیل یې نلري، پروسه یې نلري او آن د رهبرۍ غړي یې یا بېسواده دي یا هم یوازې دیني ابتدایي زدۀکړې لري، ډېرو ته یې خپلې سیاسي موخې هم ندي معلومې او وخت په وخت یوازې ورته دیکته کیږي چې د سیاست دا ډول یې له سیاسي تحریک څخه ډېر یوې شبه نظامي ډلې ته ورته کوي ځکه دوی یوازې جنګیالي لري چې اکثریت یې له د مدرسې تالبانو او ملایانو راجوړ دي.

دغه لېکنه نوره هم اوږدیدلی شي او هره برخه یې سره د تاریخي ثبوتونو او پخو سرچینو لیکل کیدای شي؛ خو د اوس لپاره یوازې د تالب لنډه پیژندګلوي وشوه. ټولو افغان سیاستوالو او په ځانګړي ډول د تالب ضد ټولو کسانو ته پکار ده چې اول د تالب ماهیت او هویت وپیژني تر څو هم خپله ورسره کلکه، منظمه، منطقي او با هدفه مبارزه وکولای شي او هم یې نورو ته وروپیژني.
په مننې.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب