یکشنبه, جنوري 23, 2022
Homeمقالېپنځوس هغه دلايل چې د تالیبانو نا پښتونولي ثابتوي!

پنځوس هغه دلايل چې د تالیبانو نا پښتونولي ثابتوي!

لیکوال: نقیب الله احمدزی

۱- د تالیبانو اکثريت نومونه، پښتنو ته ورته نه دي.

۲- د دوی اکثره يې د ظاهري قيافې له پلوه هم پښتانه نه ښکاري.

۳- د تالیبانو د تحریک نوم، جوړښت او نورې ځانګړنې هم پښتني نه دي.

۴- تالیبان پښتني فکر او باورونو نه هم تر زياته حده بې برخې او حتی په ضد یې دي.

۵- تالیبان د ټولو پښتنو برعکس، د پاکستان دښمنان نه، ډېر سکني وروڼه يې دي.

۶- تالیبان حتی د پښتنو ملایانو خلاف دېره، مېلمه او پښتني غرور نه لري.

۷- تالیبان نه خپله د پښتنو په شان وطن پال او ملت پال دي او نه د نورو دا عادت یې خوښیږي.

۸- تالیبان د زياتو پښتنو برعکس په جرګه او مرکې باور نه لري.

۹- تالیبان د ټولو پښتنو خلاف په خپل تاريخ باور نه لري، ورنه خبر هم نه دي او هرڅه ته د پاکستاني ملايانو له عینکو څخه ګوري.

۱۰- تالیبان د افغانستان په هويت، تاريخي وياړونو او روايتونو باور نه لري.

۱۱- تالیبان د پښتنو د فطرت خلاف کمزورو ته زورور او زورورو ته ډېر کمزروي او پريوتي دي.

۱۲- تالیبان د لوی افغانستان د داعیې نه يوازې پلویان نه دي، چې د « لوی پاکستان» هوس يې په زړه دی او افغانستان هم په خپله دې قبله کې ورکول غواړي.

۱۳- تالیبان د ملي ارزښتونو، ملي فکر، ملي غرور، ملي تاريخ او هر هغه څه سره چې ملي ماهيت لري، مخالفت لري.

۱۴- تالیبان هیڅ کومه ملي اجنډا، لیدلوری او تګلوری نه لري.

۱۵- تالیبانو د پښتنو ډېر ارزښتونه لکه: پګړۍ، واسکټ… سپک کړي او بدنامه کړي دي.

۱۶- تالیبانو د پښتنو د جرګې او مرکې مهم ځایونه « جومات، دېره» په بمونو الوزولي او ورته يې سپک کتلي دي.

۱۷- تالیبانو د پښتنو د ټولو اصولو په خلاف ښځو ته، چې د ناموس حیثیت لري، په سپکه کتلي، وژلي، اختطاف کړي او لاس یې ورباندې پورته کړی دی.

۱۸- تالیبانو د پښتنو د دښمنۍ اصول پايمال کړي او په غلکچي حملو، ملکي ځايونو او حتی ښځو، ماشومانو او حیواناتو څخه یې استفاده پکې کړې ده.

۱۹- تالیبانو د پښتنو جوړښتونو او د درناوي وړ خلکو ته هم سپک کتلي دي، خانان – ملکان یې وژلي او پښتانه یې بې مشره او بې اتفاقه کړي دي.

۲۰- تالیبان په پښتو ژبه او تقدس يې هم باور نه لري، عربي او اردو ورباندې مقدمه ګڼي.

۲۱- تالیبان د پښتنو د ډېر خاص خاصيت « په ژبه او قول د دریدو» خلاف دي او له پيله تر اوسه يې خپل قول نه دی ساتلی.

۲۲- پښتانه که مخروران هم شي، په غچ او دښمنۍ خپل تربور وژني، مګر د چا د پيسو او امتیاز لپاره دا سپک خوی نه کوي، خو تالیب بار- بار کړی او بيا يې هم کوي.

۲۳- پښتانه که هر څومره سره خلاف شي يو د کلي نه ووځي، خو له نرخه څخه نه وځي، خو تالیب که په کلي کې هم وي، نرخ یې د سره نه مني.

۲۴- پښتانه په ژوند مېن خلک دي، خو تالیبان ځانمرګي بریدونه کوي او دا يې د پښتنو سره يو له عمده توپيرونو څخه دی.

۲۵- پښتون ملا اسلام د چندې، معاش او وظيفې ډوډۍ لپاره نه پالي، خو تالیب په اسلام باور نه لري، د همدې شيانو په خاطر د مسلمانۍ په پوله منډې رامنډې وهي.

۲۶- پښتون ملا په خټګرۍ، بزګرۍ او بله غريبۍ نه شرميږي، چا ته لاس نه نيسي، غرور لري، چې تاليب نه کسب او کار او نه پښتني غرور لري.

۲۷- پښتنو ته غلامي مرګ دی، خو تالیب د پاکستان او ټولې دنيا په غلامۍ شرميږي نه، افتخار هم کوي.

۲۸- تاليب په ژوند کې د میرویس نېکه، احمد شاه بابا او نورو ملي اتلانو نوم نه دی اخیستی، په اصولو یې باور نه لري او ټول افتخارات يې په سمیع الحق، فضل الرحمن، حسين احمد، عبدالعزيز او نورو پاکستاني ملايانو کې خلاصه کيږي.

۲۹- پښتانه په اخلاقي لحاظ کله هم په همجنس بازۍ نه دي تورن شوي او نه هغه بد عمل سابقه پکې لري، خو د تالیبانو ټول جنسي هوس په هماغه شرمونکي او غیر انساني او غیر اسلامي معامله کې خلاصه کيږي.

۳۰- پښتانه ملایان هيڅ وخت په اخلاقي مفاسدو او بدنامۍ نه دي تورن شوي، ځانګړی اجتماعي مقام لري، خو د تالیبانو هر څووم کس لکه مولانا عبدالعزیز هماغسې کوي او هماغسې شوی.

۳۱- پښتون ملا د‌ دین تقدس د سياست په ناولتياوو نه دی ناولی کړی، خو تاليب دین وسيله کړی او پاکستان ته يې د افغانستان د سپارلو لپاره تل کار ورڅخه اخيستی دی.

۳۲- پښتانه د خپلو مېرمنو، خویندو، میندو خاص درناوی لري، باور ورباندې کوي، ځکه يې ګودر او بنډارونو ته تل پريښي، خو تاليب چې ناولی دی، هم په خپله مېرمنه، لور و خور بې اعتباره دی او هم یې په نورو اعتبار نه راځي.

۳۳- د پښتانه چې څوک ډېر بد راشي د « بې پښتو» په نوم ورسره راشه- درشه پريږدي، يا يې په جرګه کې پړ کړي او له کلي شړي، خو تاليب ته چې څوک باج نه ورکوي د کفر ټاپه ورباندې لګوي او وژني یې.

۳۴- پښتانه جومات، هديرې، جنازې، دېرې او نورو ارزښتونو ته خاص درناوی کوي، خو تالیب لویه برخه وژنې او چاودنې همدلته کړي دي.

۳۵- پښتانه مستانه خلک دي، ملا یې هم رباب و منګي مجلس بد نه مني او که مخامخ نه وي ورته ناست، د څنګ کوټه کې یې اوري، خو تالیب نه په ټپې، نه بګتۍ او نه پښتون فولکلور باور یا آشنايي ورسره لري.

۳۶- د پښتنو جهاد او غزا په شورا ولاړ وي، خو تاليب د دې ارزښتونو هم سخت مخالف دی.

۳۷- پښتانه د افغانستان په يووالي باورمند دي، نورو قومونو ته یې غېږه خلاصه او اخلاص پریمانه دی، خو تاليب د قومي تناظر په اساس نه، د پاکستاني پنجابيانو په تقليد نورو قومونو سره تبعيض کوي او د افغانستان پاشتليا ته لمن وهي.

۳۸- پښتانه د پاکستان زيږيدو نه مخکې د هندوستان ښه ملګري وو، په ادبياتو کې یې هم ياد کړی، خو تالیبانو ته د دې او هغې دنیا دواړو جنت پاکستان دی.

۳۹- پښتانه دښمن ته هم په درناوي قایل دي، خو تالیبان په عادي اختلاف خلکو ته ناموسي کنځلې کوي، تورونه ورباندې لګوي او ذره زغم پکې نه ليدل کيږي.

۴۰- پښتانه له ډېرو دښمنيو وروسته هم چې سوله او جرګه وکړي، بيا يې دښمن ته زړه کې ذره هم بد نه وي، خو تاليب هيڅ زغم او انعطاف نه لري، په جوړه او قول یې باور نشته.

۴۱- پښتانه په ملګرۍ کې خاص نوم لري، خو تاليب بیخي په دې نوم څه نه پېژني، د قاچاق، غلا او جاسوسۍ د پيسو په وېش يې هر يوه خپل پریمانه ملګري وژلي دي.

۴۲- اتڼ، ولسي لوبې، اس ځغلول، په منډه ځغاسته او صحت مندي د پښتنو نورې عامې ځانګړنې دي، خو تاليب دې ځانګړنو سره هم نابلده او هم دښمن دی.

۴۳- د ټالیب او پښتون لهجه او د خبرو بڼه هم ډېر فرق لري، تاليب نه په متل، نه په ټوکو او ټپو او نه د پښتنو د خبرو په نورو ځانګړنو باور او خبر لري.

۴۴- تالیب په ژوند هم یو ځل د « پښتونستان» نوم نه دی اخيستی، خو پښتنو ته دا يو لوی ارزښت دی.

۴۵- په پښتنو کې ډوډۍ او دسترخوان، مېلمه پالنه او ځواني ډېر مروج اصطلاحات دي، چې تاليب ورسره هیڅ علاقه نه لري او نه یې دېره، جرګه او ‌مېلمه چا ته معلوم دی.

۴۶- تالیب د ژوند په اړه هم پښتون فکر او ليدلوری نه لري، کور نه ليرې در به دره د مدرسې په کوټه کې لوييږي، زړيږي او يا چيرته وژل کیږي، نه يې ژوند او نه یې مرګ د پښتانه دی.

۴۷- تالیب د پښتنو خلاف زړور، نارينه او ډانګ پېيلی موجود نه دی.

۴۸- د تالیبانو په اړه پښتنو کې مشهوره ده چې نه يې د زيږيدو شيريني چا خورلې او نه یې د مرګ خیرات.

۴۹- تالیب د پښتنو خلاف ژوند پرسته، مستانه او شاهانه نه دی، لباس یې سپین خو سترګې یې خړې دي، نه د پښتنو جرګه کې کيناستی شي او نه يې مرکه کې ځای شوی او کیدای شي.

۵۰- پر تاليب د پښتنو په جامه کې پانګونه او د پښتنو په استازيتوب را میدان ته کول یې د پښتنو د هویت، فرهنګ او ارزښتونو خلاف د پنجابي استعمار يوه بې شرمانه دسيسه ده، خو کاميابه به نه شي.

2 COMMENTS

  1. واقعا ښه مقایسه موکړې . ټالب دروغجن ، بې وفا ، خیرات خور ، د پردیو اجنت ، او د خوارجوپه ډله کې راځي .

  2. لیونی په کلی پسی خندل او کلی په په لیونی پسی.
    څلویښت کاله تیرسول او دلیکونکو هغه خرک او درک.
    افسوس چه یو انساندوسته کس خپل وخت او دنور په پورته لیکنه ضایع کوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب