پنجشنبه, جون 24, 2021
Homeادبکره کتنهد نعیمه غني د شعر ریڼاوی/ شریف الله دوست سرواني

د نعیمه غني د شعر ریڼاوی/ شریف الله دوست سرواني

د ښځینه شعري نړۍ ریڼاوی(تفسیر) او ویاخ (تعبیر) څه اسانه کار نه دی، ښځینه زړونو ته عاطفي ، رواني او هنري لار موندل او هغه کي سترګي غړول او جاج اخیستل ستونزمنه چاره ده ، موږ وینو چي ښځه دزړونو د نړۍ په لمنلار( قلمرو) کي اوس هم منزوي ژوند کوي او افغان مېرمني خو بیا په خواشینوونکي محرومیت او محکومیت کي ژوند کوي، نه يې څوک شخصیت په رسمیت پېژني او نه يې هم حقوق العبد ته څوک په ارزښت او درنښت قایل دي.

تر یو ځایه دښځو دشعر سم ریڼاوی او تعبیر هله شونی وي چي کله دژبي په ارواپوهنه پوه سو ژبه او رواني حالت و پېژنو ؛ له آره دا یوه نوې څانګه ده چي دژبپوهني او ارواپوهني څخه جوړه ده او دنده يې دژبي او تفکر تر منځ اړیکي څېړل دي د (چامسکي) په وینا هر مضمون د ” ژورجوړښت” په توګه مناسب ژبنی ” مخ جوړښت تولیدوي ” .

موږ تل لګیا یو او وایو چي شعر هغه وینا ده چي عواطف او احساسات په غلبلو راولي.

ښار ، سیمي او کلي کي انسانان یوله بل سره په خبرو بوخت وي خو معلومه ده چي هر ډول وینا اغېزمن حالت له ځان سره نه لري بلکه هغه کلام ، وینا او شعر عواطف او احساسات را ویښوي چي په الفاظو کي يې رواني اغېز شتون ولري په هنري ادب کي هر لحظه دا هم اړینه نه ده چي شعري حقیقت دي عقل ته نږدې وي ، یو شعر کېدای سي دچاپېریال سره سمون او پرتلنه ونه لري خو کېدای سي چي د عاطفې سره سمون ولري او معقول وي ، دې شننه او ځیرنه کي د (نعیمې غني خور) د شعر ریڼاوی کوو.

مخکنۍ خبري ته ځو پوښتنه پیداکیږي چي په کومو حالاتو کي مخاطب تر اغېز لاندي راځي ؟

هغه شعر کي چي دلوستونکي ، اوریدونکي ، پنځوونکي او الفاظو تر منځ یو رواني کیفیت او مرموز تړاو شتون و لري دې ته دژبي ارواپوهنه وايي.

کله چي موږ ښه وینا کوو مثبت غبرګون وینو او که منفي وینا کوو پژواک او ازانګه يې حتمي ده چي منفي راوزي ، دې منځ کي اغېزمن محسوسات او ناملموسات سته چي هغه ته نفسي او رواني هنریت وایو هغه دشاعرې(نعیمې)  په وینا اغېز يې ډبري زړونه اوبه کوي ، زموږ پښتنه شاعره نعیمه غني خور دخپلو شعري الفاظو سره مله او تله رواني کیفیتونه ملګري کړي دي او هڅه کوي چي له دې لاري دښځو درواني آه! له درده ټولنوال او نړیوال اګاه کړي تر څو که يې مرستي ته نه  رادانګي حق دې هم نه ورڅخه اخلي نو ږغ کوي او وايي : ای – ای تا ته وایم:

د سپوږمۍ په خوله سندري که يې واورې

خاموشي بلاخبري که یې واورې

کاڼي زړه به دي اوبه زما کیسه کړي

اي! دزړه دسر خبرې که يې واورې

په پورته دوو بیتونو کي شاعره تر موږ پوري دالفاظو او شعري کلام په مټ یو مرموز رواني او نفسي درد راسپاري هغه چي دخپل ژوندانه دحالاتو عصبي او ذهني رښتنې انځور اخیستنه(تصویربرداري) يې کړې ده.

کله چي دشاعرې د الفاظو په منظومه لفافه کي وګورو یو ستومانه رواني پیغام پکي ثبت دی چي هر شېبه د ښځینه وجود وینه ځبېښي او وچوي ځان او روان يې کمزوری کوي له پښو يې اچوي ژر یې باید درملنه وسي.

ننګولی وجدان :

وجدان یوه انساني اصطلاح ده چي ختیځ او لویدیځ پوهانو یې وضاحت کړی او خپله ټولیزه رایه یې ښودلې ده ، پوهان وایي: وجدان ترعقل لوړ شی دی ،هغه چي په ټوله کي دانساني حواسو دپایلو دادراک ساتنه کوي او دابلاغ په وخت او حالت کي خپله دنده سرته  سوي ، شاعر باید د وجدان هنداره له نفساني ککړتیا څخه وساتي ، هنري وجدانونه باید سپېڅلي وساتل سي (سمویل سمایلز) زیاتوي: ” زموږ وجدان (ممیزه ځواک) موږ ته چیغي وهي چي تاسو خپلواک یاست – تاسو خپلواک یاست ! دا خپلواکي موږ ته بل چا نه ده راکړې بلکي زموږ خپله ده زموږ خپله خوښه ده چي هغه په ښي لاس را اخلو که په کیڼ زموږ خوښه چي هر ډول کار ترې اخلو…خو که ګناه کوو زموږ وجدان موږ ته نارې وهي چي کمبخته ودرېږه اوس هم ودرېږه – ودریږه !!!)(سمایلز،۱۳۸۷،۲۲)

موږ وینو چي زموږ دشاعرې دژوند کتلاک بېلابیلي پاڼي لري یو ځای دپاڼ او پړانګ تر منځ راځي او خپله وراخطايي دشعر په ژبه انځوروي ، په خپل عاجزانه شعري کلام کي د ښځینه زړونو شرحه بیانوي ، شاعره مو د الفاظو په رواني رنګ او ننګ نارینه وجدانونه ننګوي ، خواست او زارۍ کوي چي د ښځو دعلم او پوهي ژبه مه غوڅوی ، لار ورکي اوښکي یې ور پاکي کړئ… پام !!! دا یو ساده کلیواله پېغله ده د عصر دکاذبو رڼاګانو او لار ورکۍ څخه يې را وګرځئ او و يې ژغورۍ:

تورو نه ژبه داظهار ورکه ده

اوښکي تم سوي ورنه لار ورکه ده

یوه ساده یو کلیواله پیغله

په رڼا ګانو کي دښار ورکه ده

شاعره مو ټیکنه(عدل) او سما(انصاف) له پامه نه غورځوي ، که له نورو خپل حق غواړي ، تر څنګ يې پر خپلو ښځینه نیمګړتیاوو هم د بلاغت پرده نه غوړوي ، پر خپل ښځینه جنس د ملامتۍ عبرتناک ږغونه هم کوي.

مینه او کرکه :

مینه او کرکه له همدې نړۍ څخه کسب او زده کیږي زموږ شاعره هم له همدې اکر(حالت) سره مخ ده ، مینه او کرکه یې په خپل شعري بڼ کي ازمویلې ده.

هګ ملر(۱۸۰۲-۱۸۵۹ز) هم دا تجربه راښیي او وايي : ” ما یوازي یوې ښوونځۍ کي زده کړه کړې چي هغه ښوونځۍ همدا نړۍ ده.”

نعیمه خور، دا ډول بېلګي په خپل نړۍ او لړۍ په آزاد او قافیه وال فورمونو کي را اخلي خپلواکه بېلګه:

پریږده

همداسي یخ وهلی ښه دی

پریږده

چي ټول عمر کنګل ونیسي

ښه دی چي هیلي ترې نه کډه وکړي

زموږ د زړونو موسم

همداسي ژمی ښه دی

امپدوکلس (۴۳۵م.ز) زیاتوي : ” مینه او کرکه بشپړ فرمان چلول دي چي ټول شیان یې تر کانون او قانون لاندي راځي موږ پوهیږو او وینو چي کرکه بېلتون راولي او مینه پیوستون ، کرکه چي جدي نوم يې دښمني ده جګړې او ناخوالي زېږوي ، مینه چي د دوستۍ په نوم هم پېژنو د سولي لارښوونکې ده ، دکرکي عام اوتام هڅه داده چي د ژوند له کانون(مرکز) څخه مو بې برخي کړي ، خو مینه د ژوند مرکز دی او موږ ته هره شېبه د خوښیو زیری راکوي (ټوماس ،۱۳۸۴،۵) ، شاعره که څه هم دفورم په لحاظ په خپله شعري بیدیا کي څه ګوښي او نګوښي ، خو فطري استعداد يې دشعر شاپېرۍ له فکري پروسې سره تدویر او تدوین کوي چي لاندي بېلکه يې شهوده ده:

اوښکې مي مه پاکوه

زړه مې له غمونو ډک دی

کینه يې راسره ویې ژاړه

دوست مي پکار دی

دستمال راسره شته

د درد عجیبه ژوندۍ بېلګه ، دزړه آه ! او آزار… ، د غمونو ډک زړه ، شاعره غواړي غم پر زړونو وویشي سپک يې کړي ، خو دې ته یوه لار سته چي پر کایناتو باور وکړي ، ایمان پرې ولري ګام په کلکي عقېدې پورته کړي ، اړینه نه ده چي دستونزو دحل ورستۍ موخه لمس کړي یوازي یو بریالی ګام هم دنورو بریالیتوبونو زیری له ځای سره راوړي.

(هانري فورډ) په ډېره هیښتیا ویلي دي : ” که په بري کي کوم راز وي هغه دمقابل لوري دفکر معلومولو کشف او دهغه او خپل لید زاويي څخه دشیانو لیدل دي ” موږ باید شاعرې ته وګورو چي هغې څنګه فکر کړی د خپل لید زاویي څخه يې شیان څه ډول لیدلی دی. پّ ټوله کي شاعر باید په جزئیاتو کي هم دومره ډوب نه سي چي کُلیات یې هېر سي.

ښځینه نالوستوب:

دلوستې او نالوستې تر منځ بس همدومره توپیر دی لکه لوستی چي د ورځي یون کوي او نالوستی د شپې ، موږ په افغاني ټولنه کي وینو چي د ښځو لپاره ښوونه – روزنه او عامه پوهاوی تل دوحشت تر فشار لاندي دي دښځو پر وړاندي دانسانیت او شفقت پر ځای دخشونت او وحشت رواج ریښې ټینګي کړي دي ، پوښتنه داده چي تر څه وخته به ښځي د نارینه دتاوتریخوالي پر رنځ زغم کوي ، پړه يې نېغه نارینه وو ته متوجه ده که په دې لاره کي دنارینه عقل قهر ته سر ټیټ کړي دښځوحقونو ته په درنښت پام وکړي انصاف راڅرګندیږي ، ښځو ته هم خپل حق پر خپل وخت او ځای ور رسیږي ، بې شمېره بېلګي لرو چي ډیری ښځو دکورنۍ له خوا دنرم چلند مخ هم نه دی لیدلی، زړه يې ځوریږي ، ځان يې رټېږي ، فکر يې قتل کیږي ، هیلي يې تر ایرو لاندي کیږي ، ښوونځۍ يې سوځیږي دا ناله او فریاد ښځي په یو فرصت کي د نثر او نظم په وسله او وسیله څرګندوي چي مېرمن غني هم یو له دوی څخه ده، بېلګه:

لکه دزړه دنیا نالوستی کتاب

چیرته بیا دوې سترګي نالوستی کتاب

چا ښوونځۍ او چا يې فکر وران کړ

کوم چا په زور ترینه اخیستی کتاب

نه په تفسیر نه په تعبیر يې پوهه

په څو جلتو کي مي نغښتی کتاب

غني تخیل :

تخیل دخپل ماهیت له مخي دتفکیر یو ډول بلل سوی دی او ” تفکیر په شعور کي د مطالعه کېدونکي شي د ځانګړنو او ستاینو تجریدول او دلازیاتي پېژندني له اړخه يې په ټاکلو ډلو ترکیب کول دي “دغه ډول تفکیر ته مجرد تفکیر یا منطقي تفکیر وايي چي د تفکیر بنسټیزه ستن (پایه) تجرید دی او په خپله ” تجرید د انسان یو منطقي عمل او مغزي فعالیت دی چي دشیانو او ښکارندو د یوې ډلي دعامو او ګډو ځانګړنو پاکول ، را ایستل او بېلول د هم هغي ډلي د هر فرد له ټولو فرعي عواملو او اړوندو ځانګړونو څخه عبارت دی . ” (الهام،۱۳۶۴،۶۹)

تخیل هم دشعوري ارواپوهنیزي پروسې له اړخه او دپوړیو د رامنځته کېدو ، دبهیر دسپړلو له مخي دماهیت له نظره تفکیر دی خو دا تفکیر منطقي او عقلاني نه دی بلکي غیري تعقیلي دی.

نو کله چي په شعر او هنري ادبیاتو کي له تخیل څخه ږغیږو ، ناخبره احساس کوو چي دحاضري نړۍ ها خوا یون کوو، لیري ، راتلونکی،مرموز حال ، تېر وختونه ، عجیب او غریب ځایونه ، هغه چي ټول زموږ په نظر کې حیرانوکي او کله هم هغه څه چي د باور وړ نه وي فکر کوو.

دا ډول افسانوي ځواک د انسان له ځانګړونو څخه دی چي داختراعاتو ، ابداعاتو ، هنري او ادبي پنځونو څخه شمېرل کیږي.

(ژول رون) دا باور لري: ” هغه موضوع چي یوڅوک یې تصور کوي نور کولای سي هغه په واقعیت او حقیقت واړوي ، همدا موضوع په خپله دتخیل د ځواک ارزښت را ښيي .”

ځیني وختونه به تاسي په یو ځای کي ارام کړی وي، افکار به مو دمرغه په څېر الوتني کوي او دخیالي نړۍ په اسمان کي به ها خوا دې خوا ګرځي راګرځي ، الوتني به کوي ، کله هم شونې وي دا زماني حالت داسي وانګېرو چي دوګړو تر منځ ناست یو ، یا یوې خوا ته سفر کوو او یا هم په کوم کار بوخت یو ، دا تجربه د ټولو انسانو لپاره څرګندویه او پېژندویه ده ، هره ورځ ور سره مخ کیږو چي دې ډول تخیل ته ارواپوهان فعال تخیل وايي.

داسي حالت کي که څه هم انسان د دې اراده لري چي له هغه څخه خلاصون ومومي خو تر ډېره بیا دې ته مایل او تمایل ښيي چي ذهن له دې تخیلي  مرغه سره څو شېبې پاته سي؛ دیادولو ده چي د دې ډول تخیل شتون د روغتیا لپاره ګټور هم بلل سوي ، ځکه په سختو او نا ارامه وختونو کي کولای سو د دې دروني مرغه په مټ له ستونزو او غمونو څخه تېښته وکړو ، فرصت  پیدا کړو ، تر څو ذهن مو ستومانه نه سي، خو که چیري دا کار له اندازې زیات تکرار سي، دانسان زیات وخت ونیسي انسان ناتوانه کوي او د دې پرځای چي د ستونزو سره مبارزه وکړو بې ځایه له ستونزو څخه تیښتي ته لاره اواریږي او له رواني ناروغیو سره لاس او ګریوان کیږو.

کله چي مو زړه خوب وړی وي ، ځان وینو چي بېله ارادي زمان او مکان څخه دیوه غښتلي خیالي مرغه په منګلو کي هري خواته الوتنه کوو او ځیني وختونه دخوب په دې خیالي څپو کي داسي ځای ته هم ځو چي روان مو ستړی او ناکراره وي ، خو څه مو په وس کي نه وي پوره ځکه زموږ اراده په اسارت کي وي ، داسي یو خیالي حالت کي زموږ شاعره هم رواني بوختیا لري، بېلګه:

زه د دښتي لور دلمر له ذاته پېغله

غر او سیند مي دوه همزولي راته ګران دي

دوی له مانه مستي اخلي زه له دوی نه

هر سهار چي پل دژوند په سینه کښیږدم

د لمر ذات ، دغر او سیند ساری (همزولی) کېدل ، دژوند پر سینه پل ایښودل ، ټول یو ډول خیالي انځورونه دي چي زموږ شاعره يې په خورا شاعرانه او ماهرانه ډول اوډنه کړې ده، هغه چي هر لفظ یې دسړي په زړه غاښ لګوي ، ذهن مو تخنوي او دا یوازي دیوه برلاسي شاعر په توان وي.

تاسو ته به دا سوال پیدا وي چي دشاعرې شعر د نه منلو تخیل کار کړی دی ، ځواب يې داسي مومو چي په شعر کي دعقل څخه لیريوالی په دې مانا نه دی چي شعر بې اړیکي ، بې مفهومه یا له فکر او واقعیت څخه خالي دی ، تخیل دعقل منني له ځنځیرونو څخه خپلواک دی ، لوستونکي هم باید څه انصاف وکړي او هر شعر د عقل او منطق د هټۍ پر ترازو ونه تلي… (خندا)  ، عاطفي او ذهني مطابقتونه ته هم پام وسي.

دې ته ورته موږ باید له یو بل ډول تخیل سره هم اشنا سو چي هغه ته ارواپوهان (فعال تخیل) وايي ، هغه چي دشکل ګیریو او لاسته راوړلو وړ ګرځي ، دانسان په ژوند کي تحول راوړي (ویلیام بلیکا) داسي بېلګه ورکوي : ” که هر کله وکولای سو د تخیل څخه په هغه اندازه ګټه پورته کړو ، هغه چي دلیدونکي ځواک څخه ترې ګټه اخلو هر کار شونی دی ” )(کارینګي ،۱۳۸۹،۵۴) ، شاعره مو دا ډول فعال تخیل هم په پراخه پېمانه کاروي ، هغه چي پنځګوني حواس يې ټول دیوې میني لپاره په کار اچولي او وړاندي ځي:

په پنځو واړو حواسو مینه حس کړم

لیونۍ جذبه مي کاږي قدمونه

رسېدل زموږه دواړو ګډ ارمان دی

ځم چي بیا ور سره نوي کړم لوظونه

دا ډول تخیل دشوني حالت پیغام راکوي زموږ دشاعري پورتنۍ شعري رواني ټوټه د [ویلیام] تعریف هم مني او په ټلیز ډول شاعر اړ دی چي په خواګاه توګه له دا ډول فعال تخیلاتو څخه ګټه واخلي ، په مټ يې دخپل روان ، عاطفې غوښتونکی او زیږونکی پیغام تر مخاطبانو( لوستونکو او اوریدونکو) پوري ورسوي.

خو سامویل ټایلو کولریج (۱۸۳۴-۱۷۷۲ز)  بیا بل ډول نظر را سره شریکوي، تخیل دطبعیت دپیوند په توګه را پېژني: ” تخیل هغه ځواک دی چي ذهن او طبعیت یو له بل سره پیوندوي .”

دې برخه کي( انیشټاین ) څه جدي غوندي ښکاري او ” تخیل تر علم هم اړین ګڼي”

انسان کولای سي د خپل تخیل په ځواک راتلونکي وخت ته یون وکړي په شننو او پلټنو لاس پوري کړي نوی ژوند او غوره ژوند جوړ کړي او د راتلونکو خطرونو څخه ځان وژغوري ، دا کار شاعران په شعر کي تجربه کوي ، زموږ نعیمې خور چي ځان ازمویلی ، بېلګه یې ستاسو مخي ته ږدو :

د ماتو زړونو د درزا لپاره

د کوم ښایست دتجلا لپاره

سپرلیه بیا راغلې په خیر راشې !

ښايي زما لپاره !!!

تلقین پوه (امیل کووه) ډېر وړاندي ځي وايي : “دتخنیکي ځواک او ارادې په مخامختیا سره تخیل پر اداره بریالی دی .”

پوهیږو چي همدا تخیل په تجسم اوړي او هر تجسم په اراده کیږي ، معلومه سوه چي تخیل لومړی ، اراده دوهم بیا عمل پیل کیږي تر څو تخیل په تجسم واړوو.

اغلې نعیمه غني خپل فطري ژور تخیل لري ، شاعري يې دستایلو او لمانځلو ده ، شعر يې د پختیا په لور چټک ګامونه اخلي ، دشعر تن يې په ښځینه حجاب پټ او ښځینه زیور پسوللی دی ، شعر يې دومره حیاناک چي ځیني الفاظ يې له نا محرم نارینه څخه مخ پټوي ، بریالیتوب يې په برخه ، تخت او بخت يې مل .

نعیمې خور پتمنه اوسې !

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب