چهارشنبه, سپتمبر 22, 2021
Home+د هنر په باب زما ځینې تجربې او تصور/ استاد شپون

د هنر په باب زما ځینې تجربې او تصور/ استاد شپون

چا خلیفه هارون الرشید پوښتلی و چې دا دومره ستر او بې سروساما نه اسلامي نړۍ څنګه له بغداد نه کنټرولوې؟ د هغه ځواب دا و چې د حکومتوالۍ سیاست د داسې مزي مثال لري چې یو سر یې د اسلامي امت او بل یې د خلیفه لاس کې وي. که زه ووینم چې زما کوم حکمران ناړامي کوي نو زه مزی همدومره ورسستوم چې د هغه سیاله وشي او مزی نور نه ورکاږي،چې مزی لږ سست شو نو زه لکه کب نیوونکی ورته قابو یم، راکش کوم یې، خو دومره نه چې کنجک مات شي،بلکه هماغومره چې ماهی جال کې ګیر شي.

منلی صیب رښتیا وايي چې د لیکوال او لیکنې تړاو همداسې دی. کله کله د کیسې نه د سامری سخی جوړ شي، ته به وایې هغه دی ژوندی شو، لیکوال ځان پسې کش کوي.

فردوسي ، له مجبورې ورځې د شاهنامې اتل ته وايي: منت ساختم رستم داستان+ وګرنه یلې بودي در سیستان.

همدا خبره بیا عوام پاړسک په بې ادبه لهجه کوي، از … ما رستم شدي+ آخر بما دشمن شدي. خو زما عاجز نظر دا دی چې لیکوال کله کله له خپل اتل او کرکټر نه داسې یو ښامار جوړوي چې بیا لکه موسی خپله امسا هم نشي اوچتولی.

د فلم یاغی کېدل ډېر کله د سقاو د زوی په شان، چې د پېړیو پاچایي یې ړنګه کړه، ټوله لیکنه بابیزه کولی شي . زه یې له تجربې وایم . ته به یې یو پلو بیایې، دا به لکه ځیلي خر بلې خواته زور وهي.

منلي صیب د /ښایستو/ په نامه ناول سره ېما د جنجال کیسه تېره کړه، خو دا حال مې لا چاته نه دی ویلی چې د هر ناول سره ېما جنجال وي . هر ناول چې پیل کوم نو وایم دا پېرته خپل شاهکار لیکم، خو چې چاپ شي بیا بل شی شي. اوس په یوه بل باندې کار کوم خو وېرېږم چې دا به هم قلم خدای خوار کړی را له خراپ کړي.

د دې جنجال یو مثال به د یوه بل ناول،/شین ټاغي/ ورکړم. هلته د روسانو په وخت کې زما اتل د مجاهدو خواخوږی، خو په یوې مشهورې پرچمۍ بلا ور پېښ شوی و.د مجاهد لاس پرې بر و، خو څو وارې مې چې د هغې د وژلو تابیه نیوله، قلم نه پرېښودم. سل عذرونه مې راوړل، دلیلونه مې وتراشل ، په څلورو مذهبو مې مرګ ته برابره کړه، خو قلم ویل ، مه دې شه. بېغمه د داستان تر آخره مسته ښېرازه ګرځېده. تر دې حده په دې ناول خپه وم، تر دې حده شرمېدم، چې پس له چاپه مې د یارانو سره خط کتابت او تلفون بس کړل ، د ځانه سره مې ویل چې کم اکله، یو څه نېشتوکې نوم دې چې د لیکوالۍ ګټلی و هغه دې هم په دې ناول، چې ما ناولی باله، د خاورو سره برابر کړ. د هغې د جبیرې د پاره مې څو نور ناولونه ولیکل خو چې اوس اورم هېڅ یو یې د شین ټاغي کدر په لوستونکو ګران نه دی. اوس نه پوهېږم چې زما مثال د هارون الرشید دی که مې د قلم . دا کشمکش اوس د دې بل، رب دې وروستی کړي، ناول په لیکلو کې هم روان دی،خو چې زه خپل بخت ته ګورم ، وایم دا به هم را له بېخونده کړي .

قلم مې هسې له نا چارې ورځې یاد کړ، کمپیوټر هم همدا نخرې کوي او د یوه هم ګناه نشته، بلکه هلته یوه بږوه د سیوري په شان راته بوڅه ناسته ده ، هغه وخت را ببره شي چې زه لیکلو ته دد شم.

زه یې د کمپيوټر د عصر په ګاڼو پسولل غواړم ، طرحه، اډانه، تلوسه ، غوټه ، لیدلوری یې سموم خو دا بلا د بلخي مولینا خبره کوي: قافیه اندېشم و دلدار من+ ګویدم مندېش جزدیدار من.

ایمل جان پسرلي راسره په یوه مرکه کې هڅه کوله چې دا راباندې ومني چې زما د ناولونو پېښې تصادفي دي. ما ورته ویل چې تصادفي نه بلکه تخیلي دي، هره پېښه چې په کې راغلې، ناشوونې نه ده، شوونې ده خو که څوک یې حتمیت غواړي د داستان په ژانر کې نه، د ژورنالزم کې دې ورپسې ګرځي.رښتوني هنر ته واقعیت نه بلکه حقثقت زیات مهم دی د هنر یوه ښکلا په دې کې ده چې پېښې داسې سره وپېري چې که په ورځني ژوند کې پېښې شي د چا پام نه ور اوړي. مازې پیرل هم نه ، بلکه لید، نتیجه ګیري، پیغام، هر څه یې ور بدل کړي . چې څوک یې لولي حیران ورته پاتې شي، یا وايي «هو والله، چې بېدو همدا شی زما په زړه کې لر بر ګرځېده خو را ایستی مې نه شو»

اوس مې یې نوم هېر دی، کوم کره کتونکي ویلي چې هسې خو د داستان موضوعات د ګوتو په شمار دي، غم ، خوشالي، کامیابي، ناکامي،ظلم ،عدالت، مېړانه، ډار، جفا، وفا،مینه، کرکه، زور ،کمزوري او شل دېرش نور. د هغه په نظرد خیالي کیسو لیکوال هغې غڼې ته ورته دی چې له ګېډې تارونه خړي خو موږ فکر کوو چې د هوا نه یې قپ کړي. د غڼې په ګېډه کې هماغِه شیان دي چې خوړلي او هضم کړي یې دي. د داستان لیکوال هم همداسې دی لیکوال ته چې خلک جادو ګر وايي مانا یې دا نه ده چې له نه شي نه شی جوړوي، بلکه له شتو شیانو ، له شتو ارزښتونو نوی شی یا ارزښت یا تصویر سازوي .

زما خپله تجربه: چې داستان لیکم نو نه شپه ګورم نه ورځ، داسې وخت نا وخته پرې لګیا یم چې درسته کورنۍ، بلکه خپلوان را سره په تکلیف وو، خو اوس یې لاسونه را نه پرېوللي دي، نه مې د غم ښادۍ محفلونو ته وربولی ، نه مې د زېږدنې کالیزه نیسي. چې د مړۍ ټایم راشي، را غږ کړي،«ډوډۍ تیاره ده» نور د کلي کوره وتلی یم. دغه ځینې مقالې، لکه همدا یوه، هغه وخت لیکم چې د اصلي پروژې نه څه تفریح واخلم یا مې د چا خبره شعر بند شي. دا بندش په دې نوي ناول کې زیات پېښېږي. داسې ښکاري چې زما او د بږوې مناسبات ډېر خراپ شوي دي. چې زه لیکم، بږوه یې ډیليت کړي، چې هغه را ته فرمايي داستان را نه بېواکه کېږي. بس لکه چې پاتې کالونه په همدې اخ و ډب کې تېر شي. اوس وایم شاهکار په توپه وله، هغه مې نصیب نه شو، خوچې لږ تر لږه مې په دې وروستي ناول کې لوستونکي یو څه عذر کړي وای.

یوه ګونګ، او تر دې دمه نا ویل شوی احساس ته په ژبه کې د داسې یوه اڼډول پیدا کول چې نور نو ګویا شي د هنر یو پرېکنده خصوصیت دی. چې دا ګونګی دې ګویا کړنو بیا داسې خبرې او عمل ورباندې وکړه چې نوې وي، مانا د تخیل قوت ورسیخ کړه. بیا یې هره خبره او کړه وارزوه، چې مالومه شي چې دا ګونګی ستا په دې دومره خوارۍ ارزېده او که هسې د سعدي خبره :سخن ګفت و دشمن بدانست و دوست+ که در مصر نادانتر ازوی هموست. ګویا دا تصویر په کښلو ارزېده؟ نوی و؟ که بل چا هم کښلی و؟ او که نوی و نو آیا د ژوند، کوم تیاره ګوټکی یې رڼا کړ؟د کومې پېښې یا فرد یا ټولنې کومه داسې څېره یا خاطره یې ژوندۍ کړه چې پایښت ولري؟

نو د منلي صیب د خوشال پورې تړلې مقوله هم په ځای ده چې شعر حیض الرجال دی. ېما په نظر د هنر کرېډت په ظاهره کې هنرمن ته رسېږي خو د حیض د شواخون داستان یې دومره په آسانه د ویلو نه دی. لوستونکی یا کتونکی یې مازې خوند اخلي ، په دې پسې سر نه خوږوي چې هنرمن ورسره څومره زاره چاودون ګاللی.


د ارواښاد استاد شپون دا لیکنه لومړی پلا د ۲۰۱۴ د جولای په ۲۴ په تاند کې خپره شوې وه.

2 COMMENTS

  1. محترم شپون صاحب سلامونه اواحترمات وړاندی کوم اودکمکي اخترډیري مبارکۍ درته وایم، ستاسو دلیکنو سخت لیوال یم ،لټه کوم چه ستا نوی لیکنه پیدا کړم اوویی لولم ، ستاسو شین تاغی ناول خو لوی بدلون راوست اوډیرمعیارات اوابتکارت پکښي دي ، موږستاسو داوږده اوخوشحاله ژوند غوښتونکي یو،
    په ډیره درناوی
    ولي شاه طبیب

  2. Shpoon saheb, Taso de yawa maktab bansat kekhodo. hata zamog ratlonky naslona ba ham staso larawyan wi de nawal aw dastan likalo po parkha ke……

    Po dranakht

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب