جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبژبه او لیکدودپه پښتو لیکدود کې د لیکوالو ښکاره تېروتنې/ احسان الله مومند

په پښتو لیکدود کې د لیکوالو ښکاره تېروتنې/ احسان الله مومند

په اصل کې زه ځان دومره نه بولم؛ ځکه دا د ژبپوهانو او لویو لیکوالانو کار دی چې په دې اړه یو څه ولیکي؛ خو بیا هم د یوه لومړنی زدکړیال په توګه هڅه کوم چې په دې اړه د یو څه لیکلو زیار وګڼم.

ځینې ښاغلي لیکوال د ځنې او ځینې کلیمو ترمنځ توپیرنه کوي؛ په داسې حال کې، چې دا دوه بېلابېلې کلمې او بېلابېلې معناوې لري.

دا، چې ځنې د څخه معنا لري دا باید ځینې ونه لیکل شي؛ ځکه ځینې د بعضې او نورو په معنا دی.

لکه :

احمد ځنې(څخه) مې کتاب واخیست.

ځینې په دې اند دي چې د افغانستان راتلونکی اوس رواښانه دی(یعنی بعضې کسان په دې اند دي، چې…).

همداشان ځینې لیکوالانو په خپلو لیکنو کې د فواصلو یا فاصلو مراعت نه کوي چې دا په اصل کې د لوستو پر مهال لوستنه ستونزمنوي؛ په ځانګړي توګه هغو کسانو ته، چې پښتو یې مورنۍ ژبه نه وي.

د فاصلو د نه مراعت بېلګه:

  درنګه عکسونو چاپځای، چې که دا معنا کړو؛ د دمه لرونکیو عکسونو چاپځای او یا هم د اوږده انځورنو چاپځای معنا لري. اصلي معنا یې داسې ده، چې د رنګه یا څلور رنګونو عکس چاپځای.

باید د (د) ارتباطي توری، چې دلته له کلمې سره راغلی بېل او رنګه  کلمه بېله ولیکل شي. همداسې نورې ډېرې کلمې دي، چې که بېل- بېل ونه لیکل شي دا ډول ستونزې او تېروتنې منځته راوړلای شي. همدا شان ځینې لیکوال د ځمکې کلمه په(ز) لیکي، چې دا په اصل کې باید(ځ)ولیکل شي؛ په دې اړه ما یوه ورځ له استاد رفیع څخه وپوښتل هغه راته وویل، چې: د ځمکې کلمه په سانسکریت کې د جماکا په نامه راغلې ده؛ (په پښتو ژبه کې د (ج) توری په د (ځ) په توري بدلولای شو، نه (ز) نو، ځکه په همدې اساس باید په (ځ)ولیکل شي نه په (ز) او یا دې ته ورته ځینې لیکوال د (ی)توری، چې په پښتو کې د کارولو پېنځه بڼې لري: (ی،ي،ې،ئ او ۍ).

  • لومړی بې ټکو(ی) چې دا نرمه او په اصطلاح سپک زور لري او د مفردې(ی) په نامه یادېږي. لکه: لرګی، سړی، منګی، بچی، زګړی، خړکی او داسې نور.
  • دوه یم درنده، ثقیله یا دوه ټـکولرونکې (ي) دا ډول (ي) درنده او ثقیله لوستل کېږي او په اصطلاح دروند زور لري. لکه: سړي، لرګي، منګي، بچي، خړکي او داسې نور.
  • درېیمه اوږده یا دوه لاندې باندې ټکي لرونکې(ې) چې اوږده لوستل کېږي.

لکه: ادې، شېدې، خاورې، ایرې، شګې، مستې او دا سې نورو نومونو ته کارول کېږي.ِ

  • څلورمه همزه لرونکې(ئ) چې په امریه فعلونو کې کاریږي. د استاد آقا محمد ګړندي په وینا؛ وخورئ، وڅښئ، حساب مه منئ. دغه راز ورته جمعه امریه هم ویلی شو. لکه: خورئ، کرئ، وهئ، ګورئ او داسې نور.
  • پنځمه ښځینه یا لکۍ لرونکې(ۍ) چې دا بڼه (ۍ)  یوازې د ښځینه نومونو له پاره کارېږي او بس؛ خو ځینې لیکوال دا نه مراعتوي، چې په پایله کې تېروتنه رامنځته کېږي. ځینې محترم لیکوال  دا بیا په خپل زړه کاروي کله ناکله لکۍ داره(ۍ) چې ښځینه (ی) ده همزه دارې(ئ)زورکۍ والې په ځای د کار وړ ګڼي ، چې دا باید د جمعې مخاطب پر وخت وکارول شي نه د ښځینه(ۍ) په ځای، چې دا په اصل کې ښکاره تېروتنې رامنځته کوي.

د پېنځه ګونه یاګانو پخپل ځای کارول د پښتو ژبې زړه راکښونکي ځانګړنه ده؛ ځکه څنګه، چې ویل کیږي همغسې لیکل کیږي هم.  معنا دا، چې که یو څوک په پښتو ژبه خبرې وکړای شي له شک پرته ، چې هغه په پښتو ژبه لیکل هم کولی شي.

زما په اند که محترم لیکوال پورتني ټکي په نظر کې ونیسي د دوی لیکنې به لوستونکي ډېر، خوندورې او روانې ولوستل شي چې  له یوې خوا به پرې ژبه غني او د ژبو مینه والو ته به په زده کړې کې آسانتاوې را منځ ته کړي چې زما په اند پایله به یې ژبې ته یو ښه خدمت وي.

په فرهنګي مینه او درناوي

5 COMMENTS

  1. !مومند صاحب او دی تاند وزینی ویب پاڼی چلونکو او لوستونکوته سلامونه او نیکی چاری
    واقعآ چی مومند صاحب ډیره ښکلی او مهمه لیکنه ده کړی چی نه یوازی لیکوالو ته بلکی دی ټولنی عادی وګړو ته یی هم پوه لازمی ده. له بده مرغه په افغانستان کی دپښتو ژبی ادبیاتو ته لژ پاملرنه شووی او اکثریت پښتنو په دری ژبه زده کړی کړی چی یو له دغه جمله نه زه هم یم، په خپله پلارنی او مورنی ژبه پښتو خبری کووی شمه خو لیکنی می له اشتبهاتو نه ډکی ووی ، خصوصآ دغه دیا ګانو (ی) ډولونوکی اکثره رانه تیر وتنه کیژی چی کیدای شی دغه لنډه لیکنه یی ښه مثال ووسی. بریالی او خوشحاله ووسی په راتلونکی کی ستاسو دداسی ښو لیکنو په هیله
    په درناوی
    میرویس له لبنان نه

  2. ښاغلیه وروره مومنده۰
    که په بې ټکيو( ی) ګانو او په ماته ګوډه پښتو څوک څه ولیکي هم دخوشالۍ خبره ده ځکه چه مونږ په پردي هیواد کې چه هغلته په اردو او پارسو ژبو زده کړه کېده،او مونږ چه په پارسۍ کې زده کړه کوله حتی دخپلې مورنۍ ژبې حق مونه لاره چه خبرې په وکړو که به مو لږ ږغ پورته کړنو راته ویل کیدل:(اي دغه پغې تانه بانین بازده خانه بګوئن)،او که به مواه ځانه دفاع کوله نو هغ وخت ووچه (اوغان خر تبله بخر…،اوغان تبرغان…،اوغانه ګفتم راشه چپلي ده پایش باشه،ادې ده به ده سنګه بیګي سګه دهِ اوداسې نور مزخرفات) نودلته که به مو داوغان په حیث له ځانه اووطنه ننګه وکړه بیا :څوک غروته خیژي او څوک خرآسان راته جوړوي اوزه پکار ده چه خپل غږ پورته نه کړم ځکه څه شرم ده ۰

    • ستاسو له نیکو تبصرو مننه او ټولو ته سلامونه او نیکې چارې! او آغلې خالده خالد زه وایم چې په اصل کې تصمیم د بری لومړی ګام دی که مو تصمیم غوښتلی وي په خپل هدف او مرام کې به بریالي وو او بس د افغان مومند د پښتې په ځواب کې باید ووایم چې د پښتو ژبه دا ځانګړتیا لري چې هغه په اکثرو ژبو کې نشته مثلاً په پښتو چې څنګه خبرې کېږي په بڼه یا شکل لیکل هم کېږي. لکه اوبه موږ هم وایو او هم یې په همدې ډول لیکو خو په دري کې بیا وایی چې او وایي او په لیکو کې آب لیکل کېږي او همداسې نور نو بهتره ده چې مومند هم په همدې ډول ولیکل شي نه مهمند
      په فرهنګي مینه او درناوي

  3. د تاند مشرتابه له وېب پاڼې او ښاغلي احسان الله مومند څخه ډېره مننه په رېښتیا هم چې د پښتو (ی) ګانې مو په ډېر اسان فورمول سره تشریح کړي، محترم مومند صیب که داچې مومند یو ستر قام دی او د مومند د کلیمې لیکل ځینې په دې ډول لیکي مهمند دا سمه ده که مومند؟
    په درنښت او درناوي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب