شنبه, جنوري 22, 2022
Homeادبله پیاوړي فلسفي، شاعر او لیکوال پروفېسر راز محمد راز سره مرکه

له پیاوړي فلسفي، شاعر او لیکوال پروفېسر راز محمد راز سره مرکه

مرکه کوونکی: احمد شاه اعظمي،  کال: ۲۰۰۲

((پروفېسر راز محمد راز (۱۹۵۱م – ۲۰۱۳م) يو داسې شاعر، فلسفي، ليکوال او ښوونکی و چې د فکر ژورتيا ته يې رسېدل د يو شمېر کسانو لپاره اسان کار نه دی او له همدې کبله ځېنو خلکو ته د هغه په تخليقاتو کې ستونزې پيدا کيږي. دا ستونزې ځينې وخت فکري او ځيني وخت بيا عقيدوي وي. د راز په فکر “شاعري يا تخليق بايد د يو ځانګړي دور، عقيدې، ژبې يا کلتور په چوکاټونو کې را ايسار نه شي بلکې شاعري د احساساتو، جمالياتو او عاطفې نوم دی او دا يوه افاقي پديده ده چې د نړۍ هر انسان ته خطاب کوي. “

په همدې خاطر افاقي شاعري يا تخليق هيڅکله نه مري ځکه چې د نړۍ د هر دور انسان يې خپل ګڼي. دا ډول شاعري د خندا او ژړا غوندې وي چې د نړۍ هر وګړی ورسره اشنا وي او له تجربې يې تېر شوی وي. د پښتو شعر او ادب په نړۍ کې که څه هم بې شمېره شاعران تېر شوي دي خو په فني لحاظ ژوندي شاعران د ګوتو په شمار دي. د بېلګې په ډول د رحمان او خوشحال په دور کې نور يوشمېر شاعران هم موجو وو خو د هغوی شاعري افاقي بڼه نه درلوده نو ځکه له خپل دور وروسته يې سفر ونکړای شو. همدا ډول د انګريزي ژبې شاعران ميلټن، شېکسپيېر، کيټس او ايلييټس سلګونه کلونه وروسته اوس هم ژوندي دي. د فارسي ژبې شاعران رومي، حافظ، بېدل او سعدي اوس هم ځکه لوستل کيږي چې په شعر کې يې افاقيت شته. بلخوا د  اردو ژبې غالب، اقبال او فېض او ځينې نور شاعران د اردو ژبې د نصاب برخه ګرځېدلي دي.

راز له کلونو راهيسې روانه دوديزه پښتو شاعري له نوو فلسفيانه افکارو او ترکيباتو سره اشنا کړه. دا هغه افکار وو چې افاقي بڼه يې درلوده او تر يو ځانګړي دور، عقيدې او مفکورې پوري محدود نه وو. نوموړی که څه هم په مسلکي توګه د تاريخ پروفېسر و خو پر پښتو او نړیوال شعر او ادب سربېره يې د فلسفې، تصوف او نفسیاتو ژوره مطالعه درلوده چې له همدې کبله يې د اظهار ژبه ډېره غني ده.

کله چې په ۱۹۹۹م کال کې د پروفېسر راز د پښتو شعرونو لومړۍ ټولګه “د صلیب په دایرو کي مات وزري زاڼي ژاړي” چاپ شوه نو يو شمېر بحثونه را وټوکېدل. د هغوی د سپيناوي لپاره په ۲۰۰۲م کال کې په پښین کي د نوموړي کورته ورغلم اوله ده سره مې د زړه خواله وکړه چې ستاسو پام ورته راګرځوم. له دې وړاندې دا مرکه د “پالنه” (پالنې) مجلې د ۲۰۰۳م کال په لومړۍ ګڼه کې چاپ شوې ده.

پروفېسر راز “د صلیب په دایرو کي مات وزري زاڼي ژاړي” په نوم د پښتو شعرونو ټولګه، د “دي هولي سینرز” په نوم د اردو ناول، “عاشو لمر او باران اوري” او “کابل ړنګ دی مینې ژاړي” په نوم د پښتو ناولونه، د “اوشيېنیک ګاډیس” په نوم د نثري نظمونو ټولګه، او د “کاسمیک سېکسولیزم” په نوم یې په پښتو ژبه د فلسفې، تصوف او جمالیاتو په اړه کتابونه د ده په ژوند کې چاپ شوه او “خزان زما په اوښکو ژاړي” شعري ټولګه یې تر مرګ وروسته چاپ شوه.

پروفېسر راز د ۲۰۱۳م کال د جون پر ۲۳مه نېټه په ۶۲ کلنۍ کې له سرطان ناروغۍ مړ شو.))

پوښتنه: تر هر څه وړاندې دا راته ووایاست چې په شعر ویلو مو کله پیل وکړ او هغه کوم عوامل وو چې شعر ویلو ته یې ستاسو احساسات راوپارول؟

ځواب: ما چې کله په کراچي پوهنتون کې سبق وایه نو هغه وخت زما له پښتو ادب سره پېژندګلوي نه وه او نه هم ما شعر لیکه. کله چې زه له کراچي پوهنتون څخه خپل ښار(پښین) ته راستون شوم نو بیا دلته د عبدالباري اسیر او نورو داسې خلکو په شناخت سره پښتو شعر ته تشویق شوم. دا د ۱۹۷۷م کال خبره ده. لومړني شعرونه ما په هم هغه زمانه کې لیکلي دي او دا چې څه عوامل وو نو هغه زړه خبره ده. ښایي ما له هغه ځای (کراچي پوهنتون) څخه څه داسي احساسات راوړي وو چې هغوی  په لفظونو کي خپل یو اظهار غوښت او دلته حالات راته مساعد شول. بیا نو په هغه حواله باندې ما لومړني شعرونه لیکلي وو او د هغه وخت یو شعر مې تر اوسه په یاد دی چې خلګو هم ډېر خوښ کړ چې:

څــوک د چــا له غمه نه مري دروغ وایي

ماته ګورﺉ ستاسو وړاندې یو ثبوت یم

پوښتنه: ایا شاعري د څښتن له اړخه یو قدرتي ورکړه ده او یا که په ښه زیار سره انسان کولای شي چې شعر ولیکي؟

ځواب: زه دا God gifted یا د څښتن له اړخه یوه تحفه ګڼم. زما په فکر په زیار سره شاعري ممکن نه ده.

پوښتنه: شعرڅه ته وایي؟ د شعرتعریف تاسو څنګه کوﺉ؟

ځواب: د انسان د احساساتو او جذباتو انځورګري چې موږ په لفظونو سره کوو، نو دې ته شعر وایم او شعر په بنیادي توګه له جمالیاتو سره تړلی بولم او د جمالیاتو بیا ځان ته یوه فلسفه ده چې هغه تقريباً هر چاته معلومه ده.

پوښتنه: د شعرلپاره ستاسو په اند خیالات مهم رول لوبوي یا توري (لفظونه)؟ منظور مې دا دی چې اغېزناکه شعر باید د ښکلو لفظونو په چوکاټ کي راحصار شي یا که د زرینو خیالاتو په جامو پټ شي او دا چې د یو ښه شعر خاصه باید څه وي؟

ځواب: زما په فکر د شعر لپاره د دې دواړو ضرورت دی. شعر خو په بنیادي توګه د خیال او احساس سره تعلق لري. دا نور بیا کسبي شیان دي او هغه په ښه تورو (لفظونو) ادا کول د شاعر یو بل ښه کمال دی.

پوښتنه: تاسو شعر څنګه لیکئ؟ يعني د شعر لیکلو پر وخت تاسو څه احساس کوﺉ او هغه څنګه شېبه وي چي تاسو و ارزوي چې شعر ولیکئ؟

ځواب: زه د شعر لپاره دا ډول تیاری نه نیسم چې تر مخه ورته کښېنم یا هغه ته مځکه ټاکم یا ردیف اوقافیې ورته ټاکم او بیا پر هغه باندې شاعري کوم بلکې دا یو داخلي هڅونه او خواهش وي چې ما دې ته مجبوره کړي چې زه یو شی ولیکم. زما په اند شاعري د انسان په ټول وجود سره کیږي.  په دې کي د هغه د قلبي احساساتو او نورو ټولنیزو حالاتو او واقعاتو په نتیجه کي بیا شعر لیکل کیږي. يو وخت به داسي کېدل چې کله زما د شاعرۍ اولنۍ شپې وې، سر ته به مې قلم اوکاغذ ایښي وو، بیده به وم او کله چې به راویښ شوم نو په ذهن کې به مي شعر يا مصرعه و او بیا به مې پر کاغذ ولیکه.

پوښتنه: په شاعري کې مو له چا اغېز اخيستی؟

ځواب:زه فکرنه کوم چي د پښتو شاعرۍ په حواله پر ما د یو چا اثرات شته. په کلاسیک شاعري کي تر یو حده زما کاظم خان شیدا خوښ دی خو زه بېرته هم دا وایم چي زما د شاعرۍ مزاج خپل ځان ته یو انفرادیت لري او د پښتو له شاعري څخه بېل یو انحرافي مزاج لري نو ښایي زه داسې و نه وایم چې پر ما د چا اثرات زیات پراته دي.

پوښتنه: ستاسو په شاعري کی د فلسفې او تصوف څرک هم تر سترګو کېږي. د دې دواړو علومو تعریف تاسو څنګه کوئ او دغه دواړه شعر ته څه ځلا وربخښي؟

ځواب: خبره خو دا ده چي ډېر ګران سوال دې په ډېر اسانه انداز وکړی. هسې د فلسفې اصطلاحي او لغوي معناوې چې دي، هغه خو پر خپل ځای، هغه په انګريزي کې چې وایي :

The love of wisdom is called philosophy يعني له تعقل سره مینه یا ژوند ته چې تل د عقل په چوکاټو کې ګورې نو دا يو ډول فلسفه ده. د ژوند پر مسایلو چې کله تاسو د عقل په رڼا کې خبرې کوئ نو دا فلسفه ده. اوس چې بیا د فلسفې خپل کوم وسعتونه یا scope دی، هغه پرخپل ځای دی. له طبعي دنیا څخه تر مابعدالطبیعاتي دنیا پورې دا یو حقیقت دی چې له شاعرۍ سره د فلسفې یو ډېر زیات تعلق پیدا شوی دی. په پښتو ادب کې که لږ وي خو په نړیوال ادب کې زیات بریښي. بلخوا د تصوف اثرات د پښتو پر شاعري او په ځانګړې توګه زما پر شاعرۍ تر يو حده شته، خو زما په شاعري کې د تصوف او فلسفې دواړو اثرات ښکاریږي او زه بیا پخپله داسې وایم چې د تصوف، شاعري او فلسفې مسایل له يو بل سره مشترک هم دي. په تصوف کې موږ  پر مابعدالطبیعات باندې خبره کوو او په فلسفه کې هم موږ  پر مابعدالطبیعات باندې خبره کوو، په طبعي حواله هم خبره کوو او د شاعري په حواله هم په دغو مسايلو خبره کوو. ښایي په واضح توګه به زه درته و نه وایم چې د تصوف په حواله زه د کوم School of thought یا مکتب فکر سره تعلق لرم او ما څه داسې شعوري ټاکنه هم نه ده ورته کړې چې د وحدت الوجود له مکتب سره تړلی یم او که د وحدت الشهود له مکتب سره.

پوښتنه: تاسو په خپل کتاب کې یوځای لیکلي دي چې “زه وخدای او کاینات یو مثلث یو”. ځينې خلک دا وايي چې تاسو په خپله هم د کاینات جز یا برخه یاست نو بیا ځان ولې له کاینات څخه بېل ګڼئ او د مثلت جوړولو هڅه کوﺉ؟

ځواب: دا پرخپل ځای یو پېچلی او مشکل سوال دی. زه د دې په حواله د شاعرانه احساس د مثلث خبره کوم نو د دې لپاره خو بیا ډېر تفصیل په کار دی. دلته چې ځینې خلګ دا فهموي چې مثلث د درو زاویو د مساوات خبره ده، داسې نه ده. په دې باندې خو یوعام لوستونکی هم پوهېږي چې زه یو مخلوق یم اوکاینات هم یو مخلوق دی او خدای خالق دی، خو دلته زه د احساس پر سطح باندې، د مینې د وحدتونو په حواله باندې، هغه د oneness یا یووالی په حواله باندې، يعني له خدای سره د انسان د تعلق په حواله باندې خبره کوم. انسان په کاینات کې ژوندی دی، په زمان ومکان کې ژوند کوي او دغه دواړه تخلیق دي. که څوک په ژور نظر سره زما د شاعرۍ جاج واخلي نو هغه ته بیا معلومیږي چې زه د مینې د ارتقایي مراحلو خبره کوم، له یو انسان سره مینه، د یو انسان له ټولو انسانانو سره مینه، د یو انسان له کاینات سره مینه، له هغه سره د ده رشتې او اړیکې او بیا هغه د سپينوزا خبره ده چې The intellectual love of God ، له خدای سره د تعقل پر بنیاد باندې چې مینه پیدا کیږي، په دغو حوالو سره زه د یووالي خبره کوم چې د انسان مینه له یو انسان سره، انسان و انسانیت ته نږدې کوي او د انسانیت په مینې سره چې هغه ټول انسانان په یو زمان او مکان کې اوسيږي نو په فلسفیانه نظر چې د هغه کومه ارتقا کیږي او بیا چې هغه د دې کایناتو تحلیلي او تجزیاتي جاج اخلي نو د کایناتو له عناصرو سره یې داسې رشته پیدا کیږي لکه د کور له وګړو سره. په دغه نظم کې په پای کې هغه یو شعردی چې:

لمر مې پلار، مځکه مې مور، ستوري مې وروڼه

سپوږمۍ خــور راتــه ځــلیږي په ګــرېوان کې

دا د احساس پر سطح باندې خبرې دي او د دې کاینات پر ماهیت چې موږ غور کوو نو بیا له خدای سره د تعقل پر بنیاد باندې د انسان مینه پیدا کیږي. دلته دا خبره داسې نه ده لکه ځینې خلګ چې یې فهموي چې دا خو نو د خدای او انسان او کاینات د یووالي خبره ده لکه د مثلث درې زاویې چې برابري وي، داسې نه ده.

پوښتنه: ځينو خلکو ته ستاسو په کتاب کې فکري ستونزې ورپېښيږي او ځينې بیا د نظر اختلاف ورسره لري. ستاسو په فکر مشکل په څه کې دی؟

ځواب: په اصل کي خبره داسې ده چې زه په مغالطو کې نه یم او زما د شاعري چې کوم مزاج دی، هغه څه انحرافي غوندې خو ضرور دی لکه څنګه چې تاسو وړاندې هم پوښتنه وکړه چې په هغه کې څه د فلسفې څرک هم شته لاکن زما د ژوند د پس منظر په حواله او زما د شخصیت د پس منظر په حواله دا شیان په خپله منځ ته راغلي دي، پر دې باندي خبره شوې ده. ځینې خلک زما د شاعري په حواله مشکلات محسوسوي او یو ځای او بل ځای خبره کیږي خو په تحریري توګه څوک پر دې باندې خبره نه کوي یعني له دې څخه ډډه کوي چي څه پر ولیکي. لاکن زه په خپله فکر نه کوم چې زما په شاعري کې څه مشکل شته. که چيري ځينو خلکو ته مشکل ورپېښيږي نو د هغه سوب دا دی چې زما د شاعري موضوعات يا اسلوب دوی ته نوي ښکاري، نو هغه انحرافي رویې خلکو ته یو مشکل پېښ کړی دی. لاکن کوم خلک چې بیا په پوهیږي یا کوم خلک چې ماته نږدې دي، چې هغه زما د شخصیت او زما د شاعري په پس منظر خبر دي نو هغوی ته څه مسله نشته. په دې اړه اجمل خټک صاحب ماته زما د شاعري په حواله په یوه خط کې لیکلي و چي “ستا شاعري هغه شاعري ده چې په هغه پورې ما خپل فکر وپېژندی، ما خپل ځان وپېژندی، که د ټولنې خلک نه پوهیږي نو په دې باندي خپل زړه مه ماتوه” او بل پروفېسر فیض محمد شهزاد چې کومه خبره ورباندي کړې او درې څلور مضمونونه یې ورباندي لیکلي دي، نو زما په فکر هغه د خلکو مشکل تر ډېره حده سان کړی دی بلکې هغه خو دې ته یو نوی مکتب فکر وایي او د منطقي انسیت یا affinity logical په حواله يې یو نوی نوم ورکړی دی، یا اوس په نږدې وختو کې چې محمود ایاز پر دې باندي کومه خبره کړې ده نو محمود ایاز هغه ته د  divine comedy (الهي مزاح) په مقابل کې divine tragedy (الهي المیه) ویلې ده، نو زما په فکر داسې خلک چې هغه خپل ځان ته د پوهېدلو وړتیا يا اپروچ ولري نو په پوهیږي. ډېرځوانان هلکان په پوهیږي خو ځینې خلک بیا زما دا خیال دی چې په شعوري توګه په دې کې په څه حوالو باندې د څه مشکلاتو پېښولو کوښښ کوي خو پر دې باندې خبره روانه ده. د (عبدالجليل) وجدي صاحب خبره هم دا وه چې هغه کله زما پر کتاب باندې خبره کوله چې تاسو یې باید څه تشریحات ولیکئ، نو ما ورته وویل، وجدي صاحب! شاعر خو شاعری کوي، تشریحات نه لیکي، دا خو د زمانې دنورو خلکو کار دی چي هغه به پر دې باندي خبره کوي. اوس په دې کې دوې خبرې دي. زما د شاعرۍ په حواله چي زه لږ خبره ورباندي وکړم. اوس داسې موضوعات لکه “زه وخدای او کاینات یو مثلث یو” په هغه کې خلکو ته څه مشکل ورمعلومیږي یا زما چې کوم اوږد نظم دی “دوه وګړي درې صلیبه” چې په هغه کې د یوېideal  (مثالي) مینې د لټون په حواله د درېیو ژوندیو د لټون روداد لیکل شوی دی، نو خلک په دې کې ورک دي. څوک وایي دا اوګان دی، څوک وایي دا تناسخ دی، څوک وایي دا څه شی دی، حال دا چې د هغه په حقیقت باندې څوک د ځان خبرولو کوښښ هم نه کوي. زموږ د سیمي یو مشهوره لیکوال دی، ده یو وخت راته وویل چې ستا خو ډېره ښه شاعري ده او ډېره نوې شاعري ده او دا په پښتو شاعري کي دا،دا او دا ده، ډېر صفتونه یې وکړل. ما ورته وویل، په دې نظم کې څه وایه، دوه وګړي درې صلیبه. نو ده راته وویل، یاره! ما ونه لوست، ځکه ماته څه د عقیدې مسله پکې معلومېده. نو چې په یوه ټولنه کې صورتحال داسې وي نو هغه نوې خبره هيڅکله نه قبلوي، نو په دې حواله باندې خلکو ته ښايي څه ستونزې وي خو زه دا نه منم چې زما شاعري دومره ستونزمنه ده چې هغه خپل ابلاغ نه کوي. فرضاً زه وایم “څوک د چا له غمه نه مري دروغ وایي” زما په خیال په دې کې خو هیڅ مشکل نشته. بس دا یوه خبره ده چې مشهوره شوه چې مشکله شاعري ده نو ځکه خلکو ته اوس مشکله معلومیږي.

پوښتنه: لکه تاسو چې مخکې ذکر وکړ، ستاسو د شاعري په حواله ځيني خلک له عقيدوي ستونزو سره هم مخامخ دي. تاسو څه ځواب ورکوﺉ؟

ځواب: په اصل کې خبره داسې ده چې ځینې موضوعات وي چې هغه ځینې وخت خلکو ته څه پوښتنې پیدا کوي، خو که څوک تنقیدي نظر ولري نو هغه خلک بیا په دا ستونزه باندې پوهیږي. زما شاعري به خلګو ته ځینې وخت پوښتنې پیدا کوي، فرضاً یو شعر چې ما د خپل کتاب تړون (انتساب) هم ورباندې کړی دی:

تـا تـه ځـکه زمــا د غـم اندازه نـــه شي

تا د خدای مینه لیدلې نه ده خدایه

نو اوس دا چې “زه و خدای او کاینات یومثلث یو” یا “دوه وګړي درې صلیبه” یا په هغه کتاب کې نور داسې نظمونه شته په کوم کې چې زه له خدای سره په ډېر اخلاص او په ډېر ډاډه زړه خبرې کوم، له دې څخه ځينې خلک دا فهموي چې زما په عقیده کې څه مسله ده. دا داسي نه ده. په اصل کې ستونزه دا ده چې که ځینو موضوعاتو ته د شاعري د کلیت په تناظر کې وکتل شي نو دا پوښتنې بیا پرځای نه پاته کيږي. ما د خپل کتاب په سریزه کې دا خبره کړې ده چې بې دلیله د خدای د منلو عقیده پر خپل ځان په خپله د صداقت دلیل لري. یا بېرته دغه خبرو ته چې ځینې پوښتنې دي، که هغوی ته تاسو زما د شاعري د کلیت په تناظر کي وګورﺉ نو بیا دا مشکل خلکو ته نه پېښیږي. خو خبره دا ده چې خلګ پوهیږی، ډېر خلک به پوهیږي. زه په دې مغالطه کې نه یم چې زما په شاعري څوک نه پوهیږي خو زه دا وایم چې ځينې خلک بيا د پوهولو کوښښ هم نه کوي. بلکې زه دا یوه پوښتنه تکرارومه چې زه خپله شاعري او عقیده له يو بل څخه جلا (بېل) ګڼم. زه وایم شاعري ته باید د عقیدو په چوکاټ کې ونه کتل شي. شاعري باید د جمالیاتو او فلسفې په کاڼو وتلل شي، پرځای د دې چې ته شاعري د مذهب په کاڼي تلې، نو بیا که موږ داسي وکړو چې مذهب د فلسفې په کاڼي تلو نو دا به هم جایز نه وي. زه وایم شاعري باید د جمالیاتو او فلسفې په حواله وتلل شي چې د دې جمالیاتي ارزښت څه دی، د وجودیت په حواله یا د اظهاریت په حواله یا دنورو فلسفو په حواله. فرضاً  که زه یوه خبره وکړم چې یوسړی پښتون دی خو مسلمان نه دی او شاعري کوي، بیا به د هغه شاعري تاسو په کومه پيمانه تلئ؟ زموږ په شاعري کې ډېر لوی لوی خلک شته چې د عقیدې په حواله زموږ خلک نیوکې ورباندې کوي نو بیا به د هغه شاعري تاسو په کومه حواله تلئ؟ که تاسو په عقیده باندې شاعري تلئ نو بیا به خلکو ته دا اجازت ورکوﺉ چې هغه بيا مذهب د فلسفې په کاڼي وتلي، نو زه خپله د دې شي په حق کې نه یم . زه وایم شاعري، شاعري ده او مذهب او عقیده پر خپل ځای باندې دي. زه چې شاعري کوم نو خپل ابایي مسلک مخ ته نه ږدم، زما پښتو او پښتنې عنعنات مخ ته نه ږدم. زه شاعري کوم خو د اظهاریت په حواله، زه شاعري د اظهار یوه مجبوري بولم. زه اظهارکوم، ما چې اظهار وکړ، ترهغه وروسته بیا د چا په پيمانه چې هر څه خیږي، دا زما ستونزه نه ده دا د خلکو ستونزه ده.

پوښتنه: دلته تاسو د مذهب ذکر وکړ. د خدای په هکله ستاسو څه تصور دی؟

ځواب: دلته دوې خبرې دي. یو خو هغه خدای دی چې زما عقیده ده او زما د مور و پلار د عقیدې خدای دی، دا زما یو تاریخي مجبوري ده. فرضاً زه مسلمان یم، دا زما تاریخي مجبوري ده، زه پښتون یم دا زما تاریخي مجبوري ده، زه راز محمد یم دا زما تاریخي مجبوري ده او په دې کي زما لاس نشته. خو د یو تخلیق کار په حیث او د یو شاعر په حیث زه دا وایم چې له هغه  قایم بالذات خدای سره بايد خپلې نوې رشتې پخپله ولټوې، خپل ځان ولټوې. د ژوند چې کوم تناظر دی، په هغه کې د انسان د ژوند په تناظر کې زه له خدای سره خپل ذاتي تعلقات چې لرم، که څه هم ځینو خلکو ته به دا خبره ډېره بده څرګنده شي، زه وایم له خدای سره خپل ذاتي تعلق هغه د (اردو ژبې شاعر) جون ایلیا خبره ده چې “ته ما غافل مه ګڼه چې داسې ناست یم، زه تا د خپل فکر پر بنسټ باندې بېرته لټومه خدایه، بیا به زه تا منمه خدایه”، په دې حواله باندې زما چې کوم خدای دی، هغه قایم بالذات خدای چې د ټول کاینات خدای دی، زه به داسې ووایم چې هغه زما خپل دریافت کړی خدای دی او له هغه سره زما ډيرې نږدې بلکې داسې به ووایم چي له هغه سره زما د مینې او زما د وینې ځانګړې رشتې دی. زما خدای زما د ژوند برخه ده او زما د ژوند په ستونزو کې زماسره راګډ خدای دی.

پوښتنه: که څه هم تاسو مخکې لږ ذکر وکړ خو دلته به د نور وضاحت لپاره پوښتنه وکړم چې تاسو د شعر په ژبه د کومې نظريې يا عقیدې خورونه کوﺉ؟

ځواب: د دې خبرې خو باید چې لږ څه وضاحت وشي چې زه د شعر په حواله له کوم نظر سره تړاو لرم خو زما خپل شخصي نظر دا دی چې زه کله شاعري کوم نو زه د شاعري په حواله باندې له مخکې پر خپل ځان کله هم پابندي نه ږدم او نه یې منم. زه ځان ته په دې حواله باندې هیڅ نظریات نه لرم. زه تخلیق کوم او په ازاد زړه سره یې کوم. زه چې کله تخلیق کوم نو زما مخ ته پښتو ټولنه نه وي. زه چې کله تخلیق کوم نو زما مخ ته زما ابایي مسلک نه وي. که په مذهبي حواله باندې خبره کوم یا د دنیا چې نورې کومې فلسفې دي، د وجودیت په حواله یا د اظهاریت په حواله، زما په مخ کې هیڅ شی نه وي. زه یوازې تخلیق کوم. له تخلیق وروسته چې هغه په کومو چوکاټو کې راځي، دا بیا زما ستونزه نه وي.

پوښتنه: نو بيا په ټولنه کې د شاعر یا ليکوال دنده باید څه وي؟

ځواب: زه شاعري له جمالیاتو سره تړلې بولم خو د ټولنې چې کوم مسایل دي، شاعري باید پر هغه باندې هم خبره وکړي.

پوښتنه: اوس به لږ شاعري وسپړو. ستاسو په اند په نظم او غزل کې کوم یو ډېر د پاملرني او ارزښت وړ دی او کوم یو تاسو ته ګران (مشکل) بریښي؟

ځواب: دلته ځینې خلک له سره د غزل په حق کې نه دي او یوازې نظمونه لیکي، په خاصه توګه د اردو شاعري په حواله او ځینې خو بیا داسې خلک شته چې ګرسره د شاعري په حق کې نه دي. خو زه خپله داسي وایم، ښایي تاسو زما سره اتفاق ونه کړﺉ، زه وایم د شاعر چې کوم خیال دی هغه خپل ځان ته ژانر يا فورم هم په خپله ټاکي، دا چې هغه د غزل بڼه اختیاره کړي يا د نظم بڼه اختیاره کړي، دا په هغه خیال پورې اړه لري، هغه خیال خپل ځان ته دغه فورم ټاکي.

پوښتنه: په تېرو شویو پښتو شاعرانو کې مو کوم یو زړه ته ډېر در تېر دی او په څه خاطر؟

ځواب: د پښتو چې کومه معلومه شاعري ده، کوم چاپ شوي دېوانونه دي، که څه هم زه دا دعوه خو نه لرم چې زما پر پښتو کلاسیک ادب باندې ډېر ژور نظر دی خو چې کوم معروفه کسان دي په هغوی کې زموږ سره دوه مکاتب فکردي، يو د تصوف په حواله او بل چې زموږ عام جمالیاتي یا حماسي شاعري ده، په هغه حواله باندي. خو زما چې تر کومه حده مطالعه ده، ماته د پښتو په شاعرانو کې چې زیات اپیل چا کړی دی او زما چې زیات خوښ شوی دی، هغه کاظم خان شیدا دی.

پوښتنه: په اوسنيو شاعرانو کې د چا شعرونه ډېر اغېزناک درته بریښي او په څه سوب؟

ځواب: په دې کې دوې خبرې دي، یو شاعر معروف ډېر وي او یو شاعر بيا ښه شاعر وي، په دوی کې زه خپله فرق کوم. ځینې وخت ډېر ښه شاعران وي خو معروف نه وي او ځینې وخت بیا ډېر ښه شاعران نه وي خو ډېر معروف وي. خو په نوي دور کې شک نشته چې ډېر ښه شاعران شته، ځوانان شاعران را روان دي، ښه ښه لیکوالان را روان دي، ښه ښه دېوانونه یې را روان دي او زه په دې حواله باندې له هغوی څخه ډېر مطمین هم یم. خو ما ته داسې یو شاعر په نظر ډېر نه راځي چې هغه ځان ته یو نوی مکتب فکر ټاکلی وي. په پښتو شاعري کې چې کوم مکاتب فکر دي، د هغو تسلسل دی. په دې کې بيا ځینو خلکو څه انفرادیت ځان ته ضرور ګټلی دی.

پوښتنه: په نړیوال کچ له کوم ادیب یا شاعر څخه زيات متاثر یاست او په څه خاطر؟

ځواب: زموږ یوه مسله د ژبو مسله ده چې د ژبو په منځ کې پاته شوي یو. نه مو خپله ژبه هغسې زده کړه او نه مو په پردیو ژبو عبور درلودلی دی. نو تر کومه حده چې زموږ ماته ګوډه انګلیسي زده ده یا د اردو ژباړو په حواله باندې، نو ماته چې کوم دوه شاعران ډېر اهم معلوم شوي دي او ښایي پر ما باندي یې اثر هم شته نو هغه رابندرنات ټېګور او پېبلو نيرودا دي او ورسره د خلیل جبران پر ما اثرات دي.

پوښتنه: د نویو شاعرانو لپاره ستاسو پيغام څه دی؟ يعني دوی څنګه کولای شي چې ښه شاعري وکړي او شعرونه یې پر خلګو اغېز وکړي؟

ځواب: په نوي کهول کې چې ما یو شی لیدلی دی. په تاسف سره دا وایم چې هغوی ډېر زیار نه باسي. چې یوه غزل یې چاپ شوه يا یومضمون یې چاپ شو، نو د ده دا خیال وي چې زه کمال ته رسېدلی یم. ادب یوه مشغله خو نه ده، دا د ژوند یوه ډېره بنیادي وظیفه ده. څوک چې ځان له ادب سره تړي، نو په ژوند کې به وخت ورته ځانګړی او وقف کوي، نو دا خلک باید زیار وباسي، ډيري مطالعې وکړي، ډيرې مشاهدې وکړي او تر ټولو بنیادي خبره دا ده چې دوی باید د هغو معروفو خلکو تر غېر ضروري اغېز لاندې، چې تر دوی مخکې دي، را نه شي. یو نوي شاعر ته زه دا خبره کوم چې هغه باید خپل حقیقت ولټوي چې هغه په خپله څه دی، پرځای د دې چې راز محمد څه ویلي دي یا دروېش دراني صاحب څه ویلي دي یا عبدالباري جهاني څه ویلي دي یا پلاني څه ویلي دي. د هغوی په حواله باید دی خپل حقیقت وپېژني او قدرت چې دی له کومو صلاحیتونو سره پیدا کړی دی، هغه باید رابرسېره کړي.

پوښتنه: د ادب تعریف تاسوڅنګه کوﺉ؟ ادب څه ته وایي؟

ځواب: کله چې یو شاعر یا لیکوال په شعر یا په نثر کې د خپل خیال انځورګري کوي نو دې ته ادب وایم .

پوښتنه: ادب باید د ادب لپاره وپالل شي که ادب د ژوند لپاره؟

ځواب: زه په خپله د دې تقسیم قایل نه یم. پر دې باندي ما مخکې هم خبرې کړي دي، په خپلو ځینو مضامینو کې هم او په شاعري کې هم. زه ژوند یو وحدت ګڼم او ادب تر یوه حده د ژوند شارع هم ګڼم. خو بیرته هغه خبره تکراروم چې په بنیادي توګه ادب له جمالیاتو سره تړلی بولم، خو کوم چې ټولنیز مسایل دي، ادب په هغه کې یوه برخه لوبوي او باید چې په هغه کې خپله فریضه ادا هم کړي.

پوښتنه: ستاسو په اند نثر لیکل ډېر ګران کار دی يا که شعر؟

ځواب: که زه چيرې د خپل ځان په حواله خبره وکړم نو زه نثر هم لیکلای شم او شعر هم، خوځینوخلکو ته ښایي دا خبره ګرانه معلومیږي. د شعر او نثر د عمل ميدان له يو بل څخه جلا دی. شاعري عموماً له تخیل سره خپل تعلق ساتي او نثر باید له تحقیق سره زیات تعلق وساتي.

پوښتنه: ایا یو شاعر لیکوال او لیکوال شاعرجوړېدای شي؟

ځواب: زما د اخیال دی چې شاعر څوک جوړېدای نه شي که چيري قدرت شاعر نه وي پیدا کړی خو که شاعر چیري زيار وباسي نو زما په فکر هغه لیکوال جوړېدای شي.

پوښتنه: پښتو ادب ته د نثر زياته اړتیا ده او يا که د شعر؟

ځواب: زما دا خیال دی چې پښتو ادب ته د نثر زیاته اړتیا ده او په نثر کې په خاصه توګه د نفسیات او فلسفې او تحقیق په حواله او په خاصه توګه د معیاري ژباړې زیاته اړتیا ده.

پوښتنه: په پښتو شعر و ادب کې د ګرانو ټکو او سوچه پښتو تورو کارول تاسو څنګه ارزوﺉ؟ شعر باید په اسانه ژبه ولیکل شي او يا که په ګرانه او پېچلې ژبه؟

ځواب: نه، شعر خو باید په اسانه پښتو ولیکل شي. هغه د ټي اېس ایلیټ خبره ده چې وایي، “ادب باید د ولس په ژبه کې وي”، نو ادب که ابلاغ ونه لري د هغه مقصد بیا له منځه ځي. په دې حواله چې د جېمز جوایس کوم تحریر (ناول) دی، یولیسیس، نو د هغه د ابلاغ مسله خلکو ته جوړه ده، یا د پیکاسو د تجریدي ارټ په حواله، تاسو یو تصویر ته ګورﺉ ، تاسو ته هیڅ سر او پښې نه معلومیږي چې د دې مطلب څه دی. نو زما دا خیال دی چې ادب باید ابلاغ وکړي او په اسانه تورو (لفظونو) یې وکړي، ادب باید د ولسونو په ژبه وي.

پوښتنه: اوس مهال چې کوم کار پر پښتو ادب روان دی، ايا له هغه تاسو ډاډه یاست؟

ځواب: د پښتو چې کوم چوپړ وهل کیږي، په دې حواله زه ډېر ډاډه یم، خو د معیار په حواله بيا زه ډېر مایوسه یم. د پښتو ادب چې کله موږ له نړیوال ادب سره تقابلي جایزه اخلو نو د هغه د تخلیق هغه ارزښتناکه معیارنشته.

پوښتنه: د پښتو ادب د پرمختګ  لپاره باید د تخلیق کار پیاوړی کړل شي یا که د تحقیق په برخه کې زیار وایستل شي؟

ځواب: په دې حواله زه باید یوه بله خبره وکړم. زموږ د سیمې په حواله به یوه خبره وکړم. په دې خاوره کې چې موږ استوګنه کوو، اول خو باید چې پښتو زموږ د لیک لوست او ښوونځیو ژبه شي، زموږ د لېسو ژبه شي، تر هغه وروسته به بیا د تخلیق اوتحقیق خبره کوو او یوه ژبه تخلیق او تحقیق دواړو ته اړتیا لري، خو زموږ په ژبه کې تحقیق پر هغو اصولونو برابر نه دی. بلخوا زه دا خبره تکراروم چې د عظیم ادب لپاره ضروري ده چې د عظیم او لوی ادب ژباړي وشي چې خلک له هغه سره بلد شي، له هغه سره پېژندګلوي ولري، هغه ته نړیوال معیار باید چې څرګند شي. یوازې یو غزل لیکل یا یو مضمون لیکل کافي نه دی، یا نن چې زموږ په ټولنه کې یوه خبره روانه ده، تنقید خو هيڅ نشته. نو زه دا وايم چې تنقیدي تخلیق، تحقیق او ژباړې ډېري ضروري دي، بیا به پښتو د یو معیاري ادب منځ ته راځي چې کارونه وشي.

پوښتنه: پښتو ورځپاڼو، مجلو او پښتو خپرونو پښتو ژبې او ادب ته څومره چوپړ وهلی دی او ایا په دې اړه تاسو ډاډه یاست؟

ځواب: زه د دې ټولو ډېر په حق کې یم. ډېري ښه مجلې وځي، که څه هم د هغوی خپلې مسلې شته چې نه خرڅیږي. پښتو کتاب نه خرڅیږي، پښتو مجلې نه خرڅیږي، بیا هم پر خپل ځای باندې زه دا ډېر لوی کار ګڼم. په دې کې بیا په خاصه توګه د ځوانانو ونډه ډېره مهمه ده. نن سبا له کندهار څخه تر کوټې او بیا تر پېښور او کابل پورې چې کومې ښکلي پښتو مجلې وځي نو دغو پښتو ژبه کور کور ته رسولې ده او له دې څخه به په دا نږدې وختونو کې ډېره ښه نتیجه منځ ته راشي. د خپرونو په هکله به دا ووایم چې د افغانستان له (ثور) انقلابه چې دا کومې ستړې رامنځ ته شوي دي او د هغه په نتیجه کې چې بیا د نړيوال حيثيت کومي نشریاتي ادارې دي، که څه هم د هغوی خپل سیاسي ضرورتونه به هم وو، خو زما په فکر پښتو ته يې لوی خدمت کړی دی. پښتو ته نوي توري او نوي اصطلاحات راغلي دي او پښتو تقریباً یوه نړيواله ژبه ګرځېدلې ده او په ټوله یورپ کې بیا تر امریکا او نورو ځایونو پورې نوې مجلې او وېبپاڼې رامنځ ته شوي دي او له هغوی څخه موږ ته د پښتو ژبې پرمختګ په نظر راځي.

پوښتنه: پښتو او پښتونولي ته په کوم نظر ګورﺉ؟

ځواب: پښتو زموږ ژبه هم ده او پښتو زموږ د ژوند ضابطه هم ده. زه پښتو او پښتونولي له يو بل سره تړلي ګڼم. زما په خیال په دې کي هیڅ تقسیم نشته.

پوښتنه: ادب او قومیت باید څه تړاو ولري؟

ځواب: زه په شعوري او بنیادي توګه ادب کله هم له سیاست سره نه تړم خو دا بيا بېله خبره ده چې د ټولنې په مسایلو کې سیاسي مسایل شامل دي، نو که کوم خلک پر هغه خبره کوي، زه ښه ورته وایم، ځکه چې په ادب کې په خپله د مزاحمتي ادب یو اصطلاح شته او دا ډېره زړه ریښه ده. زموږ له روښانیانو څخه بیا تر خوشحال خان پورې او بیا دلته تر دروېش دراني پورې دا شی لا تر اوسه روان دی او دوام لري او په ځوانانو کې دا شی نن ډېر ښکاري.

پوښتنه: د ادب اوسیاست یو پر بل څه اغېز وي؟

ځواب: د ټولنې په حواله باندې دا دواړه له يو بل سره تعلق ضرور لري، لکه مخکې چې مې خبره وکړه چې په سیاسي مبارزه کې ادب یو رول لري خو زه بيا دا وایم چې ادب باید د سیاست د مینځې (مريۍ) کردار ادا نه کړي.

پوښتنه: د افغانستان دا څو کلنې غمیزې ادب ته څه ورکړل او څه یې ورڅخه واخیستل؟ ایا دې غمیزې پښتو ادب ته تاوان رسولی دی او يا که ګټه؟

ځواب: د پښتنو سیاسي تاریخ چې موږ وایو نو زما دا خیال دی چې د ثور له انقلاب او له هغه وروسته چې د کوم غم او کړاو سره د پښتنو خاوره مخامخ شوې ده، زما په فکر په تاریخ کې د هغه مثال نشته. خو زه داسې وایم چې د نړېدلي افغانستان په حواله باندې د هغه خپل حقیقتونه، خپل غم او درد پر خپل ځای، خو له دې سره پښتو ادب ضرور وده کړې ده. هغه خپل یو مزاحمتي ادب تر خلکو رسولی دی. د ادب بنیادونه په دې کې زیات پراخ شوي دي.

پوښتنه: يو بل بحث ته به راشو. مینه څه ته وایي او عشق څه ته وایي؟ ایا د دوی دواړو تر منځ څه توپیر شته؟

ځواب: ځینې خلک داسې وي چې ډېر ګران سوالونه په ډېره اسانه توګه له خلکو وپوښتي او په امتحان کې یې واچوي. زه مینه په رزق کې شامله بولم. مینه خو د انسانانو په ژوند کې راځي، په خاصه توګه دا د تخلیق کارانو لپاره ډېره لازمي ده. هغه مشهور فرانسیسي لیکوال فلابېرټ وایي چې “مینه د تخلیق کارانو لپاره د ډوډۍ او هوا حیثیت لري” نو مینه خو پرخپل ځای ډېره ارزښتناکه ده. د مینې چې بیا کوم ارتقایي مراحل دي، د هغوی په پای کې بیا عشق راځي. په عشق کې د ذات نفي راځي. عشق که د یو انسان په مینه کې وي هم، د خپل ذات نفي کوي. که د خدای په حواله وي نو هم د انسان د ذات نفي کوي. زما په فکر دغه یې هغه انتهايي اقدام دی.

پوښتنه: جمالياتو ته به راشو. حسن او جمال یا ښایست څه ته وایي؟ کوم شي یا کوم چاته موږ حسین و جمیل ویلای شو؟

ځواب: ټالسټای یو ځای خبره کړې ده، ماته یې ډېر خوند راکړ، هغه وایي چې “ښایسته خلک هغه دي، چې کله وخاندي نو څېره یې نوره هم ښایسته شي” او دا حقیقت هم دی او زموږ او ستاسو مشاهده هم ده. ځینې وخت یو سړی ډېر ښایسته معلومیږي خو چې وخاندي نو څېره یې بدله شي اوځینې وخت بیا یو سړی ښایسته معلومیږي خو چې وخاندي نو د هغه په ښایست کې نوره هم اضافه وشي. نو ښایست خو پر خپل ځای باندې یو خدایي حقیقت دی او هغه خدایي حسن او د هغه پرتو چې دی، هغه ځینې وخت په بعضي انسانانو کې وي. نو په یو انسان کې د هغه حسن او د هغه د ښایست پلټنه زما په فکر یو تخلیقي روح یې زیات پېژندلای شي.

پوښتنه: ایا حسن عشق زېږوي او که عشق حسن زېږوي؟ کوم یو زیات پیاوړی دی؟

ځواب: زما په فکر د دوی یو برابر تړون دی. د دې تقسیم نه شې کېدلای. خو زه دا وایم چې مینه له حسن څخه پیدا کیږی، له جماله پیدا کیږي او بیا هغه په خپلو ارتقایي مراحلو باندې عشق ته رسیږي.

پوښتنه: په عقل او زړه کې د چا پلوي کوﺉ او کوم یو ډېر غښتلی ګڼئ؟

ځواب: بیرته هغه خبره ده چې زه ژوند یو وحدت بولم. زه دا تقسیم د انسان په وجود کې، یا د ژوند په حواله په خارج کې دا تقسیمونه نه منم. ژوند له مځکې څخه چې یې واخلې تر نور کاینات پوري، دا ټوله یو وحدت دی. په دوی کې دا تقسیم انسانانو د خپلې هوساينې لپاره ایښی دی. لکه څنګه چې خبره ده، چې ادب باید د ادب لپاره وي که ادب د ژوند لپاره؟ یا دا چي حسن اهم دی که عشق اهم دی؟ زه وایم، ژوند یو وحدت دی او دا وحدت پر کایناتي سطح باندې هم خپل وجود لري. لکه موږ چې وایو، اوبه په لښته نه سره جلا کیږی، نو دا شیان پرخپل ځای باندې یو حقیقت دي او یو وحدت تشکیلوي. په دوی کې د عشق خپله برخه ده، د حسن خپله برخه ده، د عقل خپله برخه ده او د زړه بیا خپله برخه ده.

پوښتنه : ژوند څه دی او مرګ ته بيا په کوم نظر ګورئ؟

ځواب: د فلسفې په ژبه کې موږ وایو چې کله موږ په زمان کې قیام کوو نو دا ژوند دی Our stay in time is called life. نو دا خو ژوند دی. او پاته شو مرګ، نو زه پخپله مرګ د ژوند پای نه ګڼم، په شاعري کې پر دې باندي ما ډېره خبره هم کړې ده، بلکې زه یې د نویو امکاناتو يوه دروازه بولم. په دې باندې انسان یوې نوې یا یوې ناپېژندل شوې دنیا ته داخلیږي. په همدې خاطر زه دا خبره کوم چې له مرګ څخه وېره نه ده په کار. چې څوک له خوب څخه نه ويريږي نو بايد هغه له مرګه هم و نه وېريږي.

پوښتنه: په ټول ژوند کې مو هغه شېبه را وښایست چې ډېر یې غمجن کړي یاست او تر اوسه مو د زړه پرهر نه وي ټکور شوی؟

ځواب: په ژوند کې حادثې پر دوو ډولونو وي. یو په خارج کې حادثې وي لکه ستا د وطن، د ملت، د کلي او ښار غمونه او ستړیاوي، نو دا پېښیږي او ته په هغه باندي غمجن کیږې، دا خارجي مسایل دي، په دې سړی غمجن کیږي، لکه د افغانستان په ستره غمېزه موږ او تاسو لیکوالان ډېر غمجن کیږو ځکه چې موږ او تاسو حساس خلک یو. دويم د مینې د الفتونو او د عشق په حواله خپل غمونه دي او هغه له سړي سره ټول ژوند ملګري وي، او که هغه نه وي نو بیا تخلیق کاران په خپله د هغو روزنه کوي. زما په نظر مينه د یو بوټي په مثال ده چې ته به يې روزنه او پالنه کوې او ځینې داسې خلک وي چې د انسان په ژوند کې راشي، هغه تا ته داسې معلومیږي چې ځان ته د ژوند یوه بشپړه استعاره وي، د ځينو حالاتو په نتیجه کې يا د حالاتو د جبر په نتیجه کې چې بيا هغه خلک ستا له ژوند څخه ووځي نو سړی بیا هغه کمي ټول ژوند محسوسوي او د هغه شي بیا په شعر کې خپل اظهار کیږي.

پوښتنه: په پای کې دا راته وواياست چې د ژوند تر ټولو لوی ارمان مو څه دی؟

ځواب: زه به دا ووايم چې څه خارجي خبرې وي او څه داخلي خبرې وي. ماته د انسان د شخصیت د بشپړتیا يا تکامل خبره ډېره مهمه ښکاري. زما د خپلې شاعري په حواله باندې هم ځینې خلک پر دې موضوع زما سره خبرې کوي. زه وایم چې په دې کاینات کې چې د انسان کوم مقام جوړیږي، باید هغه مقام ته ورسیږي. په دې کاینات کی د انسان د مقام ټاکنه ډېره مهمه ده او انسان چې په خپل ځان کې کوم امکانات لري، د لویوالي په حواله، د تکامل په حواله، زه وایم انسان باید هغه مقام ته ضرور ورسیږي، هغه بايد په کاینات کې خپل ځان ته یو ډېر لوړ مقام ولري.

1 COMMENT

  1. ډېره خوندوره مرکه او په زړه پورې سوالونه او جوابونه ول الله دې ستاسو مل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب