جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبشعرستا چونغر به لا ولاړ وي چي جهان وي!

ستا چونغر به لا ولاړ وي چي جهان وي!

عبدالباري جهاني –

پرون د دلوي د میاشتي پر څلېرویشتمه ماته محترم او منلي سلېمان لایق، د چونغر د ویاړلو او دردېدلو ترانو شاعر، د علومو د اکاډیمي د آغلې رییسي ثریا پوپل سره دفتر ته راغلی وو. د رسمي او غیررسمي خبرو ترڅنګ یې خپلي دوې شعري مجموعې، سندري په سویو واټونو کي او د غلامانو سرود، چي ماته یې تر بلي هري تحفې زیات ارزښت درلود، راباندي ولورولې.

« سندري په سویو واټونو کي » د کتاب په دوه سوه یوولسم مخ کي یې چونغر ته دوه دېرشمه ترانه لیکلې وه. دا یوازنۍ ترانه وه چي زه یې سمدستي ولړزولم. دا ځل سلېمان لایق، د خپلو ټولو پخوانیو ترانو په خلاف، د چونغر

سلیمان لایق

جنازه اخیستې او خوب یې لیدلی وو چي چونغر مړ دی. دا نظم مي سمدستي ولیکئ. نه پوهېږم چي خپل درد به مي څومره بیان کړی او سلېمان لایق ته به مي خپل پیغام څومره رسولی وي.

ستا چونغر به لا ولاړ وي چي جهان وي!

وايي خوب دي دی لیدلی چونغر مړ دی

ستا د ښکلي شعر ساقي په خاورو خړ دی

پر پاتا یې پامیر ناست دی غرونه ژاړي

د بابا او د سپین غر کمرونه ژاړي

له درو نه را روان سېلونه ژاړي

د دښتونو پر سینو ګلونه ژاړي

بوټي ساندي وايي لوی سیندونه ژاړي

هم باغونه هم وحشي ځنګلونه ژاړي

لکه تندر وي له هسکه رالوېدلی

پر دښتونو دي اسمان رانړېدلی

ستا په کلي کور کي اور دی لګېدلی

د خیال باز دي د اجل غشي ویشتلی

لړزېدلې دي په لاس کي پیمانه ده

له قلمه دي لوېدلي ترانه ده

نه نظمونه سې لیکلای نه غزلې

نه ستایلای سې د کلي نجوني ښکلي

ساندي وایې د خپل ګران چونغر پر مړي

په نارو دي زخمي کړي دي وګړي

لڅي پښې وراخطا ځغلې پر اغزیو

نړېدلی دي کورګی دی د پېړیو

ورکي کړي دي کوڅې د خپل جانان دي

لالهانده دي خیالونه سرګردان دي

اوس به چاته ترانې لیکې مجنونه

اوس به کومو غروته ولېږې خیالونه

د چا میني ته به واستوې نظمونه

کومي څوکي به دي ومني شعرونه

ماته مور ماته مي پلار دي تل ویلي

زموږ ملا په کتابونو کي لیدلي

د هرچا مخي ته مه وایاست خوبونه

هسي نه درته کاږه کړي تعبیرونه

ما بوډا ته ستا خوبونه دي ویلي

یو په یو یې تعبیرونه دي ایستلي

چي تعبیر د مرګ راغلی پر ژوندون دی

په قسمت کي مو لیکلی سباوون دی

لکه تاته چي موسکی موسکی چونغر سو

چي په اوښکو دي اشنا چونغر خبر سو

په خندا چي یې در ږغ کړله شاعره

د شپېلۍ سره دي پورته که سندره

چي زه نه یم نه به مځکه نه جهان وي

نه به نښه د ژوندن نه به انسان وي

نه سیندونه به غرونه نه زمان وي

نه به لمر وي نه به ستوري پر اسمان وي

چي دا مځکه دا اسمان وي زه به یمه

په لمنو کي به واوري ویلومه

په درو کي به سیلونه پاڅومه

په خپل غېږ کي به ګلونه لویومه

زما په غېږه کي به تل وي کېږدۍ پلني

له ګلونو به مي ډکي وي لمني

په سپرلیو کي به ږوږ وي د شپېلیو

پرلمن به مي رمې ګرځي د وریو

شرنګاشرنګ به وي د پېغلو د پاولیو

ګودرونه به مي ډک وي له منګیو

چونغر وايي چي ورځه پر دوږخونو

پر محشر باندي ورځه پر قیامتونو

پر تڼاکو پر اغزیو پر دښتونو

« د خپل تن د خپلو غوښو پر فرشونو»

له فرهاده سره نه وي بله مینه

یو کُلنګ وي یو جانان یوه شېرینه

چي د یار په مینه مست لکه منصور وي

یاپه دار یابه په خپلو وینو سور وي

نه به زه یم نه به ته دواړه به مړه یو

لا به هېر هم له زاړه هم له واړه یو

که د ژمي توپانونه که اهاړ وي

ستاچونغر به لا همداسي ټینګ ولاړ وي

پر کمرونو به یې واوري لا اورېږي

په لمن کي به یې سره ګلان غوړېږي

په بانډو کي به یې نوی ژوند پاڅېږي

افسانې به یې نسلونو ته پاتېږي

زما او ستا به واښه شنه وي پر قبرونو

خاطرې به مو وتلي وي له زړونو.

د ۱۳۹۴ کال د دلوي د میاشتي پنځه ویشتمه، وزیر اکبر خان مېنه.

2

5 COMMENTS

  1. ښاغلیو جهانی صیب او لایق صیب سلامونه او نیکی هیلی! زه شاعر نه یم مګر شعر می خوښیږی!زه خپله ځان ددی جوګه نه ګڼم چی څه ورباندی ولیکم مګر ما تل ستا دشعرونو ټولګی لوستی دی او یو وخت هم وو چی د ښاغلی لایق صیب د شعری جونګ ټولګه (چونغر) تر نامه لاندی می ډیره د مخه لوستی وه، هغه وخت زه لانوۍ ځوان وم او ولولی می تر پوهی زیاتی وی ،سره لدی چی اوس زما عمر هم شپیتو ته نیږدی دۍ مګر د لایق صیب هغه شعر چی( مرغی در پای هیکل ساکت نواګر است ««»» ګویا ز بی زبانی بودا پیامبر است) لا هم د خاطرو په کنج هماغسی نوۍ نوزۍ پروت دۍ.په رښتیا هم چی ددغو څلورو لسیزو غمیزی ډیرۍ افغانان نهیلی کړیدی پدی اوږده غمیزه کی هر چا سهوی او غلطۍ کړیدی مګر په سهوو او غلطیو باندی زړور اقرار کول هم لوړ شخصیت ،پراخ لید ښه پوهه او حوصله غواړی او دغه بیا د ړندو ذهنونو کار ندۍ، اګر چی د نن روځی د ځنو ړندو په اند هغه د ترکی طنز لیکونکی (عزیز نسین) په روایت کوم چی د یوه طنز عنوان یی وو (لنډغر بریالی دی)، مګر دمنطق په نړۍ او ډګر کی دغه مقوله اوریدونکی او ځای نلری. نو زما ټوله هیله دغه ده چی لیکوالان د اوسنیو حالاتو او نزاکت په نظر کی نیولو سره باید ډیری هڅی او هاند وکړی چی نهیلی له منځه یوسی لکه چی ښاغلی جهانی صیب ستا سره د خواله په دود کړیدی، نو په پای کی د ستاسو ټولو وطنپالو او هوډمنو لیکوالانو قلم چالان ،سوچ مو ځوان، دماغ مو تازه او ګوتی مو طلایی اوسه .

  2. ډیر عالی جهاني صاحب

    ګمان کوم دا به هماغه شاعر وي چې یووخت یې در ته ویلي و …که غواړي چې مشهور سي نو شعرونه په پاړسي لیکه، پشتو
    شعربازار نه لري

    ایله په زړشت کشي پام سو،چې خان یې په یاران یې، که پشتو او پښتانه نه، نه وي نو لایق څوک نه پیژني او نه یې مني

  3. دچونغر په ککرئ ټا نکو نه جو دي
    وروي ستا په ولس باندې باړونه
    هندو کش يې یې په تو يو زرې زرې کړ
    تا ظالبم زنې ته اسیې دي لا سو نه

  4. ښایسته نظم دی محترم جهانی صاحب خدای مو دواړه ژوندي لره، تاسو دواړو د شاعری له پیل څخه تر اوسه د خپل ولس په غم ژړلي دي، خدای دی نکړي، چې دا هیواد ارامه او ودان وي او تاسو نه یی، خدای دی وکړي، چې دا هېواد ارام وي سوکاله وي او تاسو دواړه خپلو بچیانو ته ددې وطن ځوان نسل ته د هیواد د ابادی، کار، زیار او خولو تویولو پیغام ورکړۍ دا وطن به انشاالله جوړیږي، په چونغر د راروان پسرلي ننداره به په ګډه کوو، پدې هیواد کې به ژوند د ارغنداب د سیند د اوبو په څیر شفاف او بې تکلفه روان وي او…
    .
    .
    .
    دا هېواد به تل ځلیږي لکه ستوری د اسمان
    په سینه کی د اسیا به لکه زړه وي جاویدان

  5. زه هم شاعر نه یم خو پښتو شعر ډېر خوند راکوي. او دغو هم ډېر خوند راکړ. د غلامانو سرور خو یې ماته هم راکړ، خو چې سندرې په سویو واټو کښې به له کومه ترلاسه کړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب