جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبلنډه کیسهمهاجر مرغان | لیکواله: هیله پسرلی

مهاجر مرغان | لیکواله: هیله پسرلی

د پسرلي وروستۍ جمعه، وروستی مازدیګر دی. باران دی. هوا نه سړه ده نه ګرمه. د موټر له شیشې دباندې ګورم، پراګ داسې ښکاري  لکه څو میاشتنی ماشوم چې نس یې موړ او خوب یې پوره وي، پاک ستره بې غمه پروت وي. دا ښار هم د واورې په وخت او هم د لمر په وخت کې دغسې ارام وي.
 چې پوهنتون کې وم ادم به راته ویل که یو څه نور وخت په پراګ کې تیر کړو بودا به رانه جوړ شي. وروسته له پوهنتونه مې یو ویشت کاله دلته تیر کړل بودا خو رانه جوړ نه شو نه شو برعکس د پراګ دا زړه خاموشي ډیر کله راته غم شي.
 زه او ادم د موزیم سړک  ته روان یو. هلته د ده د خوښې لبناني رستورانت دی. نن د ادم کلیزه ده. سړی نهه دیرش کلن شو او زموږ د دوستۍ دا دی یو ویشتم  کال دی. د ادم پخوانی عادت دی چې موټر چلوي نه موسیقي اوري نه غږیږي مګر ضرورت وي.
 ادم مې د پوهنتون له وخته ملګړی دی. په پاسپورت کې چکی دی. لوی شوی بیروت کې او اصلا د فلسطین دی. د ګړکوټي ویښتو ټیټ کلوله ادم د پوهنتون له وخته ډير نه دی بدل شوی. شونډې یې اوس هم تر ضرورت ډیرې مسکې وي.
د پوهنتون اخری سمسټر و چې ادم د موټرو په یوې کمپنۍ کې کار پيدا کړ. اوس هم همهغلته کار کوي‌. کلونه وشول چې له ښاره لږ لرې د کمونستو د وخت په یوه بدرنګه ازرانه اپارتمان کې اوسېږي. د پراګ په ښایسته معماریو کې د ادم بلاک داسې ښکاري لکه د الماسو په غاړه ګۍ کې پلاستکي غمی خو دی ترې خوښ دی.
ادم واده نه دی کړی. تیر کال یې له یوې چکۍ  سره کوژده وکړه.‌‌ میاشت مخکې سره جلا شول.
ده راته د نجلۍ د ملامتۍ اوږد داستان تیر کړ خو کې رښتیا ووایم اوس مې هم په کیسه سم سر نه دی خلاص. اصلا ادم د عشق په معامله کې له هغه اوله لا سست و. اروپايۍ ښځه سړی په شرقي مینه نه شي ساتلی.
ادم معمولا  کورنۍ نه یادوي. د لبنان ذکر هم چندانې نه کوي. خو د ده خپله خبره چې له تور سترګو، غنم رنګو (مینځني ختیځ والو)  سره ناست وي بیا نو بیت المقدس حتما یادو چې له ما سره وي د محمود درویش یو شعر نه یو شعر خو را اوروي.  چې په هوش وي ژباړې یې،  چې نشه وي  بیا نو داسې لګیا وي چې عرب یې هم په عربي نه پوهیږي. زه تر ننه هم پوهه نه شوم چې په دې معامله کې  سلامت څوک شو، ملامت څوک.  کله سخت په  یهودو پسې بد وايي،  کله بیا له عربو بیخي د ډبرو د وخت انسانان جوړ کړي.
ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ ـ‌ ـ
رستورانت ته ورسیدو. ادم وار تر واره دویم پوړ ته لاړ. دا یې عادت دی، اول منزل که بیخي خالي هم وي‌ دی دویم ته ځي.
ادم له زیتونو سره پوخ شوی کب او العرق راوغوښتل. ما هم عینې غوښتنه وکړه.

 

ادم وپوښتم: افغانستان دې یادیږي.
–  څه ووایم…

 

–  پوهیږې تیره شپه مې په ګوګل مپ کې د بیروت هغه سړک پیدا کړ چې په کوچینوالې کې مو کور و. خو کور مې و نه موند.
–  ښه نو بیروت دې یادیږي؟
ـ  ځان مې یادیږي. کور کوچینی و. حویلۍ  یې لویه وه. په یوه کونج کې یې د مڼو زړه ونه وه. زما خامې مڼې خوښې وې. مور به نه پریښودم چې خامې یې وشکوم.  پټې پټې  به مې شکولې او له مالګې سره به مې خوړلې. تیره شپه هغه ونه په زړه را وریده. اه، چیرې وو، چیرته یوو، چیرته به لا ځوو،  ښه ده چې خاطرې پاتیږي…اخري ځل څه وخت افغانستان ته تللې وې؟
–  ۷ کاله مخکې و. د څو ورځو لپاره تللې وم. پلار مې وفات شوی و. د مور او پلار  له مرګه وروسته نه یم تللې.
– یو وررو خو دې و، نه درته وايي چې راځه؟
– زموږ د عمر تر مینځ ۱۵ کاله فرق دی. زه چې د  پوهنتون لپاره پراګ ته راتلم هغه کوچینی هلکی و. چندانې سره نږدې نه یو.
– کله دې وطن ته په بیا تګ فکر کړی؟
– کله کله مې سخت زړه کیږي خو په عینې حال کې عجب ډار راسره وي….  ډاریږم کور ته ورشم  په حویلۍ کې د پلار قطارک ګلدانونه و نه وینم، ډاریږم پلار پاللي ونې وچې شوي  نه وي، د دهلیزه له دروازې سره مور ايښې د چپلکو الماري‌ نوره نه وي… ډاریږم د لیسې د دیوالونو رنګ بدل شوی وي…. ډایریږم کابل هغه ښار نه وي‌ چې  زه یې  په خوب وینم او ډاریږم داسې نه چې کابل مې خپله نه کړي…. پوهیږې چې څه وایم؟

 

– پوهیږم…. کله کله ځان ته سخت په قار شم، وایم  ټول عمر مې پراګ کې تیر کړ خو ولې یې پوره نه شم خپلولی. محمود درویش وايي، زه د هاغه ځای… زه د دغه ځای … زه نه هلته او نه دلته
– منم دې.  خو نن دا حسرتونه پریږده. نن دې کلیزه ده او هسې هم زه او ته کبر نیولې یوو، دغه اوس هم زما او ستا په وطن کې د ډیرو ارزو  دا ده چې اروپا کې ژوند وکړي. له خوراکه خوند واخله  او د خدای روی ته وګوره  چې د درویش په شعرونو مو غمجن نه کړې .
– هههههه
ادم د ماهي په خوړلو بوخت شو.‌
– – – – – –
د  رستورانت له کړګۍ د موزیم پراخ سړک ښکاري.  دواړو خوا ته یې مغازې دي‌ او په  پای کې یې د موزیم ستره ماڼۍ. دا منظره مې ښايي په‌ زرګونو ځلې لیدلې وي. که سترګې پټي هم کړم ویلی شم اول کومه مغازه راځي، ورپسې کومه  خو اوس چې ورته ګورم عجیب حس لرم، دا زړه ته نږدې اشنا پراګ  کله کله عجیب رقم نا اشنا ښکاري.
د کابل په یوې هدیره کې مې نیکه ښخ دی. چې کوچینۍ وم هلته به ډیر تللو. هدیرې ته نږدې د اوبو یو وچ ډنډ دی، پلار به ویل، په پخوا زمانو کې چې کابل پاچایانو چلاوه، ډنډ له اوبو ډک و او د سایبریا د مهاجرو مرغانو دمه ځای و. پلار به تکرار تکرار د مهاجرو مرغانو کیسه کوله او په ما به تکرار تکرار ښه لګیده.
پخوا به مې فکر کاوه مهاجر د هغو مرغانو غوندې وي، سفر یې که هر څومره اوږد وي منزل یې خپل وطن وي.
کلونه وشول چې نور راته هغه مرغان مهاجر نه ښکاري. اصلي مهاجر هغه دی چې د وطن لار ور معلومه وي خو احساس کوي چې نه یې وطن خپلوي او نه یې دی خپلولی شي.
پای
پراګ
د جون ۲۸ مه ، ۲۰۲۰

1 COMMENT

  1. ډيره عالي او ښکلې کیسه وه هیلې جانې بی بي خدای دی قلم همداسې روان او زرغون لره پښتانه باید وویاړي چې ستاسوپه شان یوه لیکوالې لري

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب