شنبه, سپتمبر 18, 2021
Homeادبکره کتنهپزه" واقعيت دی که کيسه؟ / اجمل ښکلی"

پزه” واقعيت دی که کيسه؟ / اجمل ښکلی”

يادونه: (پزه) د نصير احمد احمدي کيسه ده. زه اول کيسه راوړم، بيا پرې نقد کوم.

پزه  


د هوايي ميدان په هسک او لوی ترمينل کې د کامرو ټکا خته، سپينې رڼاوې د ځوانې ښځې له اوښکو ډکو سترګو ته سيخې شوې. ښځې باڼه سره ور وستل، دا ټيټ سر کراره روانه وه، په لسګونو ژورناليستانو تر دې مخکې منډې وهلې، عکسونه اخيستل کېدل… کمرې چالانې وې….
پر څوکۍ ناست ماشوم د برګر پر څنډه غاښونه ټينګ کړل، خپلې مور ته يې وکتل، په ډکه خوله يې وويل:
_
دې ښځې څه کړي دي؟
مور يې غلی وه.
ماشوم وويل:
_
د اسکي مسابقه يې ګتلې چې خلک عکسونه ترې اخلې؟
مور يې غريو واخيسته:
_
نه!
_
په کوم پوهنتون کې به اول نومره شوې يې؟
_
نه!
_
فلمي ستورې نه ده؟
_
نه!
د ماشوم تندی تريو شو، خوله يې خلاصه کړه. مور يې د هغه په غاښ پورې د ګشنيزو نښتی ډکی ليرې کړ. ماشوم بېرته پر برګر غاښونه ټينګ کړل، په ډکه خوله يې وويل:
_
نو بيا خلک ولې عکسونه ترې اخلي؟
مور يې غلی وه.
ماشوم وويل:
_
ورته وګوره، پزه يې پلستر ده، موږک خوبه نه وي خوړلې؟
مور يې غلې وه!
د ماشوم سترګې وځلېدې، په خوند يې وويل:
_
مورې! تلوېزيون ته وګوره، زه يې يې ام وښودم، برګر مې خوړ.
مور پر مخامخ دېوال لوی سکرين ته وکتل، تلويزيون د هوايي ميدان له ترمينل څخه ژوندي نشرات درلودل، تر پزې پرې کړې ښځې کامرې راتاوې وې.
نطاقي وويل:
_
همدا اوس له افغانستان څخه ترکيې ته هغه مېرمن راورسېده چې خاوند يې پزه ور پرې کړې وه. دې ميرمنې ته به په ترکيه کې بله پزه جوړېږي….
د ماشوم لاس ولړزېد، برګر پر سپينو کاشيو ولوېد

(پزه) لنډه، بلکې ښه پوره لنډه کيسه ده؛ خو پرې شوې نه ده. پرې شوې وروسته په کيسه کې ده، دا يې نوم دی. د دې نوم په ايښودو نصير احمد احمدي په کيسه کې د لوستونکي لپاره د تلوسه د رامنځته کولو هڅه کړې؛ خو موږ وينو، چې کامياب شوی نه دی، ځکه چې لوستونکی پوه دی، چې (پزه) يې ايښودای شوه، نو (پرې شوې پزه) يې هم ايښودی شوه. دا کار د ډرامو هغه پټو خبرو تاته پاتېږي، چې کامره يه يې غږ لاسي خاموشه کړي يا کامره د لوستونکي د تجسس د راويښولو لپاره پر پېښه نيمه سترګې پټې کړي؛ خو نصير احمد احمدي غوندې پياوړی ليکوال په دې پوهېږي، چې ځيرک لوستونکی رانه په دې چل خپه کېدای شي، ځکه خو يې د کيسې له خپراوي سره يادونه کړې، چې همدا اوس مې وليکله.

کيسه پر يوه پېښه څرخي، چې له يوې افغانې مېرمنې خپل خاوند پزه پرې کړې او اوس د ترکيې په هوايي ډګر کې له ټرمينله بهر وځي، چې په ترکيه کې ورته بله پوزه ولګوي. په ټرمينل کې يو ماشوم له خپلې مور سره پر څوکۍ ناست دی، برګر خوري او له موره نه د دې ښځې د پوزې پوښتنه کوي.

پېښه په يوه صحنه کې راټوله شوې ده او دې يوې صحنې د ښاغلي ليکوال پېغام رسولی دی، چې په افغاني ټولنه کې مېرمنې داسې دي او په ترکي ټولنه کې چې د دوی غوندې مسلمانه ټولنه ده، ښځه ازادي لري. د کيسې پلاټ ښه سم راښکلی دی او موږ ظاهرا وينو، چې د نورو پېښو ګنجايش پکې نشته؛ خو لوستونکي ته پوښتنه پيدا کېږي، چې دا پوزه يې چا او ولې پرې کړې. د څنګه پوښتنې ځواب راته لازم نه ښکاري؛ خو لومړۍ دوه پوښتنې لوستونکی په رپوټونو کې لوستی شي، چې دا پېښه يې راخيستي. په دې طريقه موږ وينو، چې د کيسي ډېره اتکا پر واقعيت ده، چې وروسته به پرې خبرې وکړم.

ښه کيسه ليکوال د پېښو علتونه له لوستونکي پټ نه ساتي او يوه نيمه پېښه چې ژوي يا وروستۍ پېښې چې خوري هم يا ورته ضرور نه ښکاري يا لوستونکی د کاله کوڅې ته راولي، بيا يې خوشي کړي.نصير احمد احمدي تر دې مخکې کامياب ناولونه او کيسې ليکلې دي او په دې خبره پوهېږي، ځکه يې نو دلته هم هڅه کړې، چې لوستونکي ته د پزې د پرې کېدو په اړه پوښتنه پيدا نه شي؛ خو زه دا وايم، که دا واقعيت نه وای او يو وخت يو لوستونکی په داسې حال کې دا لولي، چې تاريخ او نورو شواهدو دا کيسه هېره کړې وي، بيا د هغه ولې  او چا ته څوک ځواب وايي. يواځې د کيسې چاپېريال او د پښتنو کلچر دا ځواب نه شي ورکولی، چې مېرمن که هر څومره لويه ګناه وکړي، پزه يې د پرې کولو نه ده. ښايي لوستونکی داسې علتونه هم وتراشي، چې په اصولو کې به نه وي، خو ده ته به دا علت يا علتونه د هغې مېرمنې د پزې د پرې کولو لپاره کافي ښکاري.

اوس پوه شو، چې ليکوال رانه خبرې پټې کړې دي او په دې کيسه کې ځينو نورو پېښو ته هم اړتيا وه. څرنګه چې غړند پلاټ کيسه بېخونده کوي، همدغسې يې ټينګ پلاټ هم بېمزې کوي. مناسب پلاټ د ارستو په اند، هغه دی، چې يوه پېښه ورزياته کړې، پرې بار شي او چې ترې کمه يې کړې نيمګړی شي.

زه بله خبره د دې کيسې پر ليدلوري کوم، چې لوستونکي ته د (پزې) په اړه يوه زاويه ورکوي. دلته راوي درېيمګړی دی، چې موږ هڅوي، چې پېښې ته د ماشوم او مور له زاويې نه وګورو او د دې هڅولو لپاره ليکوال د افغاني او ترکي ټولنې عيني پرتله کړې ده. پرتله د دې کيسې مهم خصوصيت دی، چې سيوری يې پرې غوړولی او پېښو ته يې چاپېريال جوړ کړی.

ليکوال او شاعران زياتره وخت فکر کوي، چې لوستونکی به هم زما غوندې او زما هومره فکر کوي؛ خو د ليکوال او لوستونکي ترمنځ ډېرې فاصلې وي، چې د ځينو فاصلو وهل د لوستونکي او د ځينو د ليکوال په برخه وي. احمدي صاحب فکر کوي، چې دا مساله چې څرنګه ما ته حل ده، داسې به هر چا ته وي. په دې کې شک نشته، چې د احمدي صاحب ځينې لوستونکي به هم د ليکوال غوندي فکر کوي؛ خو هر لوستونکی داسې فکر نه کوي او ښه ليکوال هغه دی، چې تر خپلې فکري کړۍ هاخوا لوستونکي هم په پام کې ونيسي، چې څرنګه يې په کيسه يي دلايلو قانع کولی شي. د احمدي صاحب د قوم زياتره وګړي له ټرمينل، د کامرو له پړکا او په دومره نارينه وو کې د يوې ښځې تګ او د بلې له ناستې سره حساسيت لري. زه بالکل دا نه وايم، چې د کيسې ليکوال دې د خپلو دودونو ړوند او کوڼ ترجمان وي، مخالفت دې وکړي؛ خو د مخالفت لپاره دې شرايط مساعد کړي. ماته به د ماشوم او د مور له زاويې نه دا کيسه ناروا ښکاره شي؛ خو له فکري او فزيکي پلوه به په پښتني ټولنه کې اسير يو پښتون ځوان څنګه په دې زاويې قانع کوو؟

د مور او ماشوم زاويه يې هم کټ مټ يو شان ده. ماشوم په سر کې ماشوم دی؛ خو په پای کې يې چې برګر له لاسه پرېوځي، د يوه بالغ او د مور د همزولي په بڼه راڅرګندېږي او دا هغه کمزوری اړخ دی، چې دا کيسه يې پر ځمکه راويشتې ده. د کيسې د جذابيت لپاره له ليکوال سره بله لار نه وه؛ خو دا جذابيت ګنې اضافي سينګار نه و، چې کيسه يې بدرنګه کړې ده؟ ماشوم که په ختيځ کې وي، که لويديځ کې، ماشوم دی او عادتونه يې د نورو ماشومانو غوندې وي، ځکه خو زه وايم، چې کاش په دې کيسه کې د خواخوږۍ د پيدا کولو بيړه نه وای شوې، پر ماشوم باندې د مور فکر نه وای ورتپل شوی او يواځې د ماشوم له زاويې نه پېښې ته کتل شوي وای، بيا به د کيسې موضوع هم چورلټه بدله وای. پخپله پرې شوې پزه به په حاشيه کې وه او ماشوم په مرکز کې.

د فرويد ارواپوهنه وايي، چې ماشومان د مرګ په اړه زموږ غوندې تعبير نه لري. هغوی وايي، چې ګنې په مرګ به سړی بل ځای ته ځي؛ نو بيا له ماشومان څرنګه د داسې درنې موضوع د درک تمه وکړو، چې په کومه وړه تېروتنه مېړه د خپلې مېرمنې پوزه ورپرې کړه ده او پوزه پرې کول په افغاني ټولنه کې عادي ګڼل کېږي؛ خو دا بد کار دی. په دې حساب دا موضوع د غټانو ده او زاويه هم د غټانو ده، ماشوم پکې هسې په ناحقه راننوتی دی.

دا کيسه د واقعيت غوندې نه ده، بلکې بشپړ واقعيت دی او له واقعيت سره يې  مستقيمه اړيکه ده. مستقيمه اړيکه ځکه وايم، چې که هغه واقعيت نه وي، دا کيسه د يوه ژورناليستي رپوټ غوندې ده. د ادبي او ناادبي متن يو مهم خصوصيت دا دی، چې ناادبي متن په بهرني واقعيت پورې تړلی وي؛ خو ادبي متن پر ځان متکي وي، دال هم دی وي او مدلول هم دی وي. زه وايم، که دا واقعيت وي او دا واقعيت د ويډيوګانو په بڼه هم موجود وي، د دې کيسې ارزښت به ګنې ونه ننګوي؟ خلک چې دا کيسه د واقعيت لپاره لولي، ولې هغه ويډيوګانې او انځورونه نه ګوري؟ مطلب دا چې، ادبياتو ته د واقعيت له زاويې کتل چندان معقول کار نه ښکاري، چې واقعيت دی، بلکې ادبياتو ته د ادبياتو له زاويې نه کتل پکار دي. له کيسو نه زموږ ډېره هيله د واقعيتونو انځور نه، بلکې د د واقعيتونو په اړه د غبرګون انځور وي. احمدي صاحب هڅه کړې؛ خو بشپړه کړې يې نه ده.

په کيسه کې موږ يوه تجربه مومو. دا تجربه په ورته بڼه په بهر نړۍ کې نه وي او که پيدا يې کړو، بيا ادبيات نه لولو. د ادبياتو يوه ځانګړنه دا ده، چې د صدق و کذب په تله نه تلل کېږي. موږ ادبيات د ادبي ارزښت له مخې لولو. که يوه پېښه وشي او موږ هغه په همغه بڼه وليکو، کيسه نه شوه او که کيسه کوو يې بيا به د تخيل له ځواکه کار اخلو، له ځان به پېښې وراضافه کوو، په پلاټ کې به يې ګوتې وهو، مکالمې به ورجوړو او صحنې به يې کموو يا زياتوو؛ نو چې له واقعيت سره دومره خواري وکړو، بيا به راته پته ولګي، چې ليکلی متن له واقعيته راجلا شو او کيسه شوه. په دې توګه ويلی شو، چې د واقعيت او کيسي تړاو به نامستقيم وي؛ خو مستقيم نه.

په دې کې شک نشته، چې دا کيسه موږ ته يوه تجربه راکوي، چې بهرني خلک څنګه ژوند کوي، څنګه فکر کوي او موږ څه کوو او هغوی زموږ په اړه څه فکر کوي؛ خو د دې کيسې پر دې تجربه باندې د خواخوږۍ دروند سيوری پروت دی. کيسه د لوستونکي احساساتو ته ډېره متوجه ده. له (کونډې نجلۍ) نه واخله تر اوسه پښتو کيسې له احساساتو نه تعقل ته ډېر مزل کړی دی. پر اوسنۍ لنډو کيسو او ناولونو باندې د معقوليت پوخ اغېز دی. د نصير احمد احمدي کيسې په دواړه برخو کې شته. ځينې ناولونه يې ډېر احساساتي دي او په ځينو کې يې احساسات کنټرول ساتلي؛ خو کامياب شوي يې دويم ډول ناولونه او کيسې دي، چې غم ترې د کيسې مراندې نه دي شکولې.

د استاد ښکلي نورې لیکنې

1 COMMENT

  1. مننه ګرانه! ښکلې او له نويو خبرو ډکه ليکنه ده. په منيه مې ولوسته او خوند مې ترې واخيست. بيا هم مننه
    احمدي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب