سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Homeادبلنډه کیسهکیسه/ اجمل پسرلی

کیسه/ اجمل پسرلی

بابانیک مې تر دوکان په کوڅه کې ډير ترسترګو شوی دی. د ده دوکان د زاړه پراګ په زړه کې د ستارومیڅکا په یوه نمجنه کوڅه کې دی. یوه اړخ ته یې نری سړک تیر شوی بل اړخ ته هم. بابانیک همدلته د تنګې څلور لارې په منځ کې په چوکۍ ناست وي. بیغمه دی چې موټر نه راځي، مخ یې لمر ته وي، کتاب ورسره وي. د کوڅې خلک یې پیژني کله چې څه اخلي مخکې تر دې چې دوکان ته ننوځي ده ته دریږي.

پام مې نه و دوکان ته مې سر ورننویست، دی بهر و، ورته ومې ویل:

-سګریټ مې پکار دي، کمل سګریټ

-زه هم کمل څکوم

له دوکانه چې راووتو ما سګریټ ولګاوه، ده هم. ورته ومې ویل:

-هر وخت پیتاوي ته دلته ناست یې نن خو وریځ ده

لکه څه چې ژووي، شونډې یې ورپیدې، لوګی یې پوف کړ:

– لا کوچینی وم چې دغه ځای مې ښه ایسیده

شنې ګردۍ سترګې یې د عینکو تر شا وځلیدې، د دوکان په سر یې زیړ اپارتمان ته ګوته ونیوله:

-دغه دوهم منزل ګورې په کوچینوالي کې به په دغې کوټې کې وم ما به لاندې کتل زړه به مې کیده چې دلته لوبې وکړم مور نه پریښودم

د سګریټ ګل یې وڅانډه:

-یوه غرمه مې زړه وکړ چې لاندې راټوپ کړم د کړکۍ ژۍ ته هم ختلی وم چې مور پسې راغله بیا دغه پنجرې وینې دا  د همغه وخت دي دا مې مور جوړې کړې په ما ویریدلی وه چې لاندې ونه لویږم

-اوس ارمان پوره کوئ؟

عینکي یې په سترګو کړې، کتاب یې پرانیست رغوی یې پرې کیښود:

–  کله ناکله دا کیسې سړی ورسره یوسي، کله داسې فکر کوم چې کوچینی یم دلته ښکته راغلی یم  له پورته مور نارې راته وهي چې راشه زه نه ورځم

مغزی یې شاته کوږ کړ له خندا یې خوله داسې خلاصه شوه چې تالو یې لا ښکاره شو. یو هلک راغی پیپسي یې اخیسته، بابانیک لکه ړوند چې لاس تپي ځان وپلاټه، عینکي یې پسې غوښتې، د لوستو عینکي یې لرې کړې، نورې یې په سترګو کړې. کتاب یې کیښود، هلک دوکان ته ننوت بابانیک پسې ورغی.

د نړیوالې دوهمې جګړې د وخت ناول یې پر چوکۍ پروت و، د کتاب په پوښ د عسکر اوږد بالاپوش، ترهیدلې سترګې، خیرنې جامې او منډه ویروونکې ښکاریدل.

زه مخامخ د کلیسا د کوڅې په لور روان شوم، د بابانیک غږ مې واورید، ودریدم، لاس یې راته وخوځاوه، له څو متره لرې یې په پوړیدلي غږ وویل:

-بیا پوره کیسه درته کوم.

پراګ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب