سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Homeادبکره کتنهد غزل د ښکلا انقلاب/ علم ګل سحر

د غزل د ښکلا انقلاب/ علم ګل سحر

ځواني جار د تا له نومه کړم جانانه

ته چې نه یې، شعر له کومه کړم جانانه؟

ستا د زلفو په ماښام پسې زړه چاودی

ژوند بیخونده، بې مفهومه کړم جانانه

ستا د مخ قبله به کوم لوري پرته وي؟

وایه څرنګه مالومه کړم جانانه؟

یو د سترګو چریکي جګړه دې ښه ده

نور نفرت د جنګ له نومه کړم جانانه

یوه لپه د کابل خاوره خو راوړه!!!

چې مې  ډکه ترې رجړومه کړم جانانه

د کابل په ادبي بنډارونو کې دا خبره ډیره کیږي چې زموږ یو شمیر ښه شاعران چې په بهرنیو هیوادونو کې میشت دي، شعرونه یې هغه پخوانی قوت نه لري، دوی یې علت له خپل وطنه او دلته له ادبي غونډو څخه لیری والی او په بهر کې نورې بوختیاوې او سرګردانۍ ګڼي. البته ټول نه خو یو شمیر رښتیا هم چې بهر ته تللي یا یې له شعر او لیکوالي سره یو مخ خدای پاماني کړې ده او یا یې شعرونه پخوانی خوند او رنګ نه لري.

خو ددغو شعرونو شاعر ښاغلي عبدالهادي هادي بیا داسې نه دی، هادي صاحب چې له وطنه لیري شوی نه یوازې شعرونو یې خپل پخوانی قوت نه دی بایللی بلکې لا ښکلي شوي دي، زما په نظر د نورو دلایلو تر څنګ دوه عمده دلیلونه لري یو دلیل یې دادی چې هادي صاحب تل له شعر سره پاته شوی دی او شعر یې د ژوند همیشنی ملګری پاتې شوی دی،  بل علت یې دادی چې هادي که جسمآ د خپل ګران وطن له غیږې جلا شو ی، خو روحآ تل د خپل خواږه وطن په غیږکې خواږه خوبونه ویني:

هادي پریوځه او ویده شه، که کابل په خوب کې درشي

خوند به واخلې که بهیر وي او په ستیج باندې کاروان وي

یا:

هره شپه مې ګل وطن په خوب کې ګورم

ننګرهار دی، کندهار دی ، که هرات دی

خلک به وایي چې هادي په مزو سر دی !

دا وطن راته سور اور ، د خدای په ذات دی

له شاعر سره د خپل وطن درد تل ملګری دی، له شعرونو یې ښکاري چې هغه یوه شیبه هم د خپل وطن له غمه بې غمه نه دی، له وطنه لیري والی ورته د ژوند معنا لري:

خراب یمه ملګرو! سخت خراب یمه خراب یم

 په ژوند یاره په مړو خلکو حساب یمه خراب یم

د چا د خوږو سترګو، مړه کاته مې ژوندی ساتي

والله ګنې له ژونده په عذاب یمه خراب یم

دا زړه کابل به وخته لا، له سیالو سره سیال وو

له لاسه د، کافر یهود پنجاب یمه خراب یم

هر وخت مې چې یو ګام په مخه ایښی دی ملګرو!

تکفیر یوه ملا خانه خراب یمه خراب یم

هغه ورځ یو ځل بیا په کابل اورونه بل و، د کابل د شهیدانو سرې وینې د کابل سیند ته بهیدې، پر کابل بیا د یوه ابلیس شوم سیوری خور و، موږ دلته په کابل کې د څه باندې څلور سوه شهیدانو او ټپیانو ویر ژاړه، موږ نږدې و، موږ هغه امبولانسونه لیدل چې شیبه په شیبه یې د پل محمودخان د چاودنې ټپیان روغتونو ته لیږدول، موږ د هغې مور سوې کوکې اوریدې چې د خپل زوی جسد ته یې ژړل، موږ سپین ږیري پلرونه لیدل چې د شهیدانو او ټپیانو په منځ کې یې په ژړاندو سترګو د خپلو زړونو ټوتې لټولې، موږ دا ټول غمونه پخپلو سترګو لیدل موږ همدې غمونو په ملامات کړو او په زړونو کې مو هغه کسان بختور ګڼل چې د اور او وینو له دې لیکې لیرې دي، لږ تر لږه دا غمونه خو له نږدې نه ویني. یو څه خو به بي غمه وي خو په هماغه ورځ مې د هادي صاحب یو شعر چې په فیسبوک یې خپور کړی و، بیا زړه ولړزاوه چې لومړني بیتونه یې دادي:

نن مې کابل جانه اندیښنه درته بیا ډیره ده

ناسته دې پر ګل وجود د کومې بلا ویره ده؟

بیا د کوم ابلیس د قساوت په اور کې سوځې ته؟

لیکه د سرو وینو او لمبو درنه چاپیره ده…

څومره بې مانا یمه مانا مې په کابل کې ده

خدایه کابل وساتې چې ساه مې په کابل کې ده

څنګه په دې شنه وطن کې شنه خوبونه وکړمه؟

مور مې په کابل کې او دنیا مې په کابل کې ده

داسې خلک ممکن وي چې په نورو هیوادونو کې چې د ژوند ټولې اړتیاوې یې پوره دي او انسان یې ډیرې ستونزې نه لري، خوشحاله وي، خو شاعران داسې نه وي شاعر ته د لویدیځ په شیشمحلونو کې ځان بې وسه او بې کسه ښکاري:

نن مې زړه نه وینې څاڅي نن مې ډیره بیوسي ده

د ګودر پر شور عادت وم اوس راپیښه خاموشي ده

څو لوګیه د سګریټو له ترخو شرابو وروسته

همدغه مې زندګي ده همدغه مې زندګي ده

چې کسات به زمانه رانه د کومې ګناه اخلي؟

په تیرو چړو مې وژني دنیا ټوله مایوسي ده

په دې ډک بازار کې ګورم یو انسان مې د ګپ نه وي

اخ چې څومره تنهایي ده اخ چې څومره تنهایي ده….

خو هادي داسې نه ده چې له وطنه لیري والی یې یومخ مات کړي بلکې هغه په لوړ همت هر ځای د خپل وطن د مینې له افسانو او ترانو سره یو ځای دی:

څومره که جانانه! نا آشنا وطن ته لاړ شمه

ستا د خوږې مینې افسانه راسره سمه ځي

او:

ډک ښار کې تنهایي ده، غریبي ده ، زندګي ده

ستړیا ده، شورماشور دی، بیخوبي ده، زندګي ده…

په سرکې د هادي، د سپینو ډکو، پروا مه کړه

جذبه د عشق یې پاتې، حسابي ده ، زندګي ده

و مو ویل هادي تل له شعر سره پاته شوی دی، هغه که هر ځا ی وي شعر ورسره ملګری دی، زماغوندې نه دی چې کله کله داسې حالت پرې راشي چې نه یوازې پخپله شعر نه شي ویلی بلکې د نورو له شعرونو هم خوند نه شي اخیستلی، د هادي صاحب د شعر له رواني هم ښکاري چې هغه ته شعر داسې ښکاري لکه ځینو نورو ته خبرې، خو خوږې خبرې، نوې خبرې او هنري خبرې:

اوس به درنه هیره وي هغه به دې په یاد نه وي

هاغه په سندرو رڼه شپه به دې په یاد نه وي

تا چې په اول ځل پکې ښکار کړمه، زخمي دې کړم

زموږ د کلا خړه دروازه به دې په یاد نه وي

ما چې درته تیره کړه پر تا خوله راماته شوه

هاغه له شوخۍ ډکه ټپه به دې په یاد نه وي؟

زموږه د یارۍ او مینتوب شاهده پاتې وه

ګرانې د زیارت د څنګ چینه به دې په یاد نه وي…

یا:

شپه له کیسو ډکه ده او شپه ډیره خاموشه ده

شپه د سفید پوشو ګناهکارو پرده پوشه ده

دا سپینه لمن او دا اوږده قبا چې ګورې ته

دا له بلا ډیرو ګناهونو هم آغوشه ده

ګرانې د هادي د غزلونو تعبیر ته یې بس

نور یې د ژوند پاڼه ګنې پاتې له خروشه ده

او:

کیږدمه خپل سر په زنګانه ورپسې وژاړم

ګل وطن را یاد شي، کینم ښه ورپسې وژاړم

څوک وایي چې کلک وي نارینه ته ژړا نه ورځي؟

زما خو چې مورکۍ شي را په زړه ورپسې وژاړم

بس چې په دې لوی جهان کې چا باندې مور بوره شي

ځمکه راته اور شي، دلته زه ورپسې وژاړم

یو یو راپه یاد شي، یاران ذهن کې راوګرځي

سترګې مې چینې شي او اوبه ورپسې وژاړم

عبدالهادي هادي زموږ د وخت نازکخیاله شاعر دی دده د شعر ژبه ساده، خوږه او ډیره هنري ده، هغه د شعر موسیقي ته ډیره پاملرنه کوي، کلمات په ډیر غور سره انتخابوي:

ټول عمر مې یاد نه شي چې چا دې نازولی یم

سترګو کې مې ساته همدغه دې راته ډیره ده

ګوره هسې نه چې د هادي پر تنه تیر ووځې

زه دې که وژلم یوه نه دې راته ډیره ده…

راپه یاد یې ، اندیښنه دې راسره ده

زما هم تبه ده، تحفه دې راسره ده

نور مې شپې، د زړه له کوره په وتو دي

شکر شکر ، مخ ډیوه دې راسره ده…

یا:

دلته دا ځانونه په بل رنګ نو خلک ولې کړي

سترګې نا آشنا کړي لار په څنګ نو خلک ولې کړي

خدای خو دا انسان لکه غمی داسې پیدا کړلو

کله لکه اوسپنه دا زنګ نو خلک ولې کړي

د هادي صاحب شعرونه له ښکلو انځورونو مالامال دي، نوموړی پخپل شعر کې انځورونو ته ډیره توجه کوي په دقت یې له ورځني ژونده را اخلي د هغه په شعرونو کې له ښکلو انځورونو سره مخ کیږو چې د ده شعر ته یې لا ښکلا وربښلې ده، په لاندې شعر کې یې هم ساده کلیوالي انځورونه ګورو هم خپلو خلکو ته پیغامونه، چې هم صحنې د لوستونکو سترګو ته نیغې دروي او هم یې په شعر د داستان تنده ماتیدای شي:

پورې غر لاندې ډبرې

شاوخوا لوړې ژورې

د جومات پر شنو ګومبزو

 ناستې څوسپینې کوترې

څو نغریو کې اور بل دی

ترینه تاوې څو تور سرې

په حجرو کې یې لا پاتې

څو پګړۍ دي شمله ورې

زیږ مخونه لویې ږیرې

او درنې درنې خبرې

د شنو ونو منځ کې ښکاري

یو څو تورې یو څو زغرې

څو ځوانانو په ولجه دي

څو ټوپک راکټ لانچرې

په دنیا کې ښکته نه شوې

هیڅ فرعون ته دا ککرې

د خپل ننګ ناموس له پاره

تر سر تیرې دا لښکرې

همدغه زموږ قامونه

همدغه زموږ ټبرې

کله کله زموږ ځینې مبتدي شاعران پوښتنه کوي چې شاعر باید په کومه برخه کې مطالعه وکړي چې شعرونه یې قوت پیدا کړي؟ دې پوښتنې ته ځواب ځکه سخت دی چې لا زمه ده شاعر په هره برخه کې پراخه مطالعه ولري، هم د ادبیاتو په برخه کې، هم د تاریخ، فلسفې، ارواپوهنې او هم خپل چاپیریال په برخه کې. شاعر ته په کار ده د نورو پراخو مطالعاتو ترڅنګ خپل چاپیریال او د خپلو خلکو روان هم مطالعه کړي، له خپل بډای فولکلور څخه خبر وي او د خپلې ټولنې روحیه ورته  معلومه وي.

هادي صاحب د خپلې پراخې مطالعې تر څنګ د ټولنې او فولکلور په برخه کې هم ښه مطالعه او پوهه لري او پخپلو شعرونو کې ځای ځای په ټولنه او زموږ په ژبه کې له شته استعارو څخه ګټه اخلي چې د هغه شعر ته یې بل امتیاز ورکړی دی:

ما مې له لمنې، اور اخیستی سوځیدلی یم

سم لکه پښتون وطن تباه، تباه، تباه یمه

ځمکه راته تنګه شوه هوا کې سره تیت شومه

زه د کوم یتیم د خولګۍ کړیکه یمه، آه یمه؟

همداسې د هغه په شعر کې موږ د خپل کور کلي ښکلي انځورونه وینو، د هغه شعر مو تر لاس نیسي او د خپل وطن په کلیو، دښتو، غرونو او کیږدیو مو ګرځوي:

تیر پسرلی ښه وو راته لنګې جوړه میږې وې

ژي له کوچو ډک وو او شړومبې مو هم پریمانه وې

للمې مو کرلې وې ، رمې څر ته روانې وې

بلاربې په آسمان کې، سپینې وریځې له بارانه وې…

ناسته د امان پر تخت، د بل د کور پټکه ده

شنه مو په ذهنونو کې له خپلو ورونو کرکه ده

لا پر موږ واکمنه د جګړو توره شیشکه ده

څه که پسرلی شو،څه که شنه مو بیرته ځمکه ده؟

هادي صاحب د شعر په خوږه ژبه ټولنې ته ښه پیغامونه لري دده په شعر کې زموږ او نورو ټولنو توپیرونه هم په داسې ډول په ګوته شوي دي چې هم نوی فکر راکوي او هم د نورو ټولنو هنري انځور د هر لوستونکي مخ ته ږدي:

 د بانډای د سیند په غاړه

 پستو شګو باندې،

د خلکو سترګو نه پناه یوه آرامه کڅ کې…

د فیسبوک په نامه  شعر کې د شعر په خوږه ژبه زموږ په حالت خواشیني څرګندوي او ټولنې ته دا پیغام ورکوي چې وخت بدل شوی خو موږ لا نه یو بدل، موږ د یوویشتمې پیړۍ له وسایلو او امکاناتو څخه هم د اتلسمې پیړۍ غوندې ګټه اخلو، راځئ دا شعر یې په ګډه سره ولولو:

فیس بک او مسینجر او زموږ د کلي د جومات پیتاوی یو شانته دی

هلته هم زموږ د کلي اوزګارخیل سره راټول او

خپله ښه د نورو سپکه کوي،

دلته هم،

  له هره ګوټه،

کار نه غلي، روزګار وهلي، د ژوند له  شوره تښتیدلي خلک،

نوي ځوانان او پیغلې،

یا هم د مرګ په تمه ناست وګړي،

د زړونو بړاس وباسي،

او تر نیمو شپو خوشې خبرې کوي.

چیرته په زرو کې یوه د کار خبره وشي،

خو نور ټول د میس یو، کیس یو او هاهاهاها لولز، په چړو،

د ښکلي وخت د قتلولو،

ډرامه روانه.

 د وړې شوې، لنډې شوې دنیا ،

د تکنالوجۍ دې سونامي ته ، د چا پام هم نه دی.

د هادي صاحب په دې کتاب کې د هغه ښکلي غزلونه، اوږده نظمونه او آزاد شعرونه راغلي دي. ښاغلی هادي که قافیه وال شعر لیکي نو د نورو ښکلاوو تر څنګ د شعر قافیې ته هم جدي پاملرنه کوي د هغه په غزلونو کې د قافیې ښه انتخاب د هغه شعر ته لا ښکلا وربښلې ده، له نورو بیلګو یې تیریږم د هغه د یو ذولقافتین غزل څو بیتونه را اخلم:

 

ستا د سترګو له تاوانه، وتل  ګران دي

لمر ته مخامخ ، جانانه کتل ګران دي

توره خاوره یم ، د پښو لاندې مې ځای دی

او ته ستوری، تر آسمانه ختل ګران دي

ستا د سترګو، حدیثونه راته وايي

چې د ښکلي زړه ، آسانه ساتل ګران دي

دا خو نه شي چې د سوال ، لمنه پریږدم…

د هادي صاحب په دې ټولګه کې ښکلي آزاد شعرونه هم راغلي دي چې هر یو یې ځانګړی خوند او رنګ لري چې کولی شود( د خوب او ویښې تر منځ، ستوری، دعا، چې دا څه راباندې کیږي؟ ، توپیرونه، څه وخت راځې؟، سزا لار ورکی، خور او ورور،لارې، مخه ښه، مطالعه او  تر اوسه مینه خوب ښکاریږي) شعرونو یادونه یې وکړو.

کلونه کیږي چې هادي صاحب له (ش) څخه تر (ه) پوري توري ګردانوي له تورو د ګلاب پاڼې جوړوي او په دې ډول په شعر کې یو خوږ، ارام او ښکلي انقلاب د راوستلو بې ضرره مبارزه کوي موږ د هادي صاحب ددغو او د هغه په مخکنیو شعرونو کې د غزلونو د ښکلا انقلاب ښکالو اورو او د هغه ښکلي شعرونه د حسن د د شعرونو د انقلاب د راتلو زیری راکوي:

ستا د نوم له تورو به پنځه پاڼې ګلاب جوړ کړم

تا ته به ټال واچوم له ستورو به تناب جوړ کړم

څوک څراغ راواخلي تا زما په زړه کې وګوري

ژر ورته بانه جوړه او ژر ورته ځواب جوړ کړم

لا  مې څه ویلي نه دي، لا خو ډیر څه پاتې دي

زه به ستا د حسن د غزلو انقلاب جوړ کړم

لکه دلته مې چې یادونه هم کړې ده، زه کله داسې یم چې هر څه راته شعر ښکاري، په عادي خبرو کې هم د شعر څرکونه لیدلی شم، د ژوند عادي شیان او ډیر عادي حالات راته شعر راکوي او داسې وخت هم راځي چې په یوه وخت کې څو پوره یا هم نیمکله شعرونه لیکم، خو کله بیا داسې یم چې د بل چا ډیر ښه شعرونه هم خوند نه راکوي. نه پخپله شعرونه لیکلی شم او نه د نورو له شعرونو خوند اخیستلی شم، زما دا حالت کله کله میاشتې او آن کلونه هم دوام کوي، هادي صاحب چې کله د خپلو شعرونه دغه ټولګه راولیږله زه په همداسې حالت کې وم، ځکه خو دغه لیکنه هم راڅخه ناوخته شوه، چې له هادي صاحب څخه د لیکنې د ځنډیدو بښنه غواړم ، خو کله مې چې د هادي صاحب دغه شعرونه ولوستل ډیر خوند مې ترې واخیست، ما چې په داسې حالت او د کابل د غمونو په وخت کې ترې خوند اخیستی باور لرم تاسې به ډیر خوند ترې واخلئ، نو دا شعرونه په خوند سره ولولئ، خوند ترې واخلئ او په اړه یې څه ولیکئ.

د ګران هادي د نورو بریاوو په هیله .

کابل- ارګ

۱۳۹۵ د ثور ۵ نیټه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب