پنجشنبه, جون 24, 2021
Homeادبلنډه کیسههلو / اجمل پسرلی

هلو / اجمل پسرلی

د پراګ په وخت مې سهار پنځه بجې کابل ته زنګ وواهه، د مور حال مې اخیست، زنګ تیریده ټيلفون یې نه اوچتاوه. بیګا چې مې خبرې ورسره وکړې، ویل یې ستونی مې وچ دی، ځان مې درد کوي.

کړکۍ مې پرانیسته یخه هوا کوټې ته راننوته. د کوڅې پورې غاړه څراغ داسې ښکاریده لکه ایلیکین چې شیشه اې نري لوګي نیولې وي.

په وټس اپ مې زنګ وواهه، زنګ تیر شو، هلو هلو، بیرته بند شو…هلو هلو…هلو…

پخوانی وخت ته یې بوتلم، په اسلام اباد کې اوسیدم. حضرت صاحب بې واکه شوی و،  رباني واکمن شوی و په راډیو کې یې ویل چې په کابل کې سخت جنګ روان دی. مور مې په کابل کې وه (پي سي او) ته ورغلم، دوکاندار ته مې د ټیلفون شمیره پر میز کیښوده، ده د دوکان په منځ کې یوې غرفي ته اشاره وکړه ورمنډه مې کړه، ما فکر وکړ چې ټیلفون رخ شو، دوکاندار له خپل ملګري سره زما منډې ته وخندل. ما د ټیلفون پورته کړې غوږۍ بیرته کیښوده. دوکاندار خپل ملګري ته په پنجابي وویل:

-دا مهاجر بیخي بې صبره دي

ما پورته وکتل، سپین پکی مې په سر ګرځیده. دوکاندار راته وویل:

– ګوره چیغي به نه وهې

ورسره ناست سړی په خپلو دواړو غوږونو لاس ونیو. غوږۍ مې راواخیسته. زوی مې په ټيلفون کې بابا بابا نارې راته وهلې ما ورته ویل چې انا ته دې ټیلفون ورکړه پیسې خلاصیږي، انا ته دې ټیلفون ورکړه، مور ته دې ټیلفون ورکړه، انا ته …د ده د ژړا غږ جګ شو ټیلفون یې لکه چې نه ورکاوه، هلو هلو هلو…

دوکاندار رانارې کړې:

-درته ومې ویل چې په ټيټ غږ خبرې کوه غوږونه دې راکاڼه کړل

د همهغه پي سي او د پکي  ټک ټک او د دوکاندار خندا مې په مغزو کې کړنګ وکړ. کابل ته مې بیا په  وټس اپ کې زنګ وواهه، مور مې ټیلفون واخیست، راته ویې ویل:

«زویه اوس بیخي ښه یمه… یو مخ ښه یمه»

غږ یې ورک شو.له پرانیستې کړکۍ مې سر بهر کړ، یوه ښځه راښکاره شوه، زانګه وانګه روانه وه، ماسک یې لکه چې تړلی و، په لړه کې مې له سترګو پناه شوه.

د مور غږ مې بیا جګ شو:

« سودا مه کوه….سودا…».

موبایل مې له غوږ سره ټینګ کړ، غږ نه و، ټیلفون قطع و. پورې غاړه لغړې ونې په لړه کې داسې ښکاریدې لکه د پنسل په رسم چې د پنسل پاک دوړه پرته وي.

 

پراګ، مارچ ۲۰۲۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب