جمعه, جنوري 28, 2022
Homeادبشعرناتار/ بازخان الميار

ناتار/ بازخان الميار

له چتراله تر بولانه

ګل خاني په کې روانه

د سالار د سترګو غم خورئ

لار ورکېږي له کاروانه

**

راته وایې پخپل کور کې

اې د تورو لنګو خانه

شناختي کارډ دي درسره وي

بس مرغا بن جا پټانه

**

تر خپل وس هم زیات ذلیل شو

را رسېږه پیر روښانه

پښتنې په ناتار بیایي

له یاغي وزیرستانه

**

لکه اوس چي څومره خوار دي

دومره نه وو بې ایمانه

د بهرام تر امر لاندې 

ستا بچي دي خوشال خانه

**

له کفن سره را پاڅه 

ننګ شو پاته له افغانه

پر دریا او ایمل ږغ کړه

کني ټوله کیسه ورانه

**

موږ خو بیا تالا ترغه شو

زمانه راته حیرانه

ګورګین ډلې ډلې ګرځي

یو ځل راشه میروایس خانه

**

د عینو د سالو روی دی

شه تیار دورِ دورانه

مرهټه پر لاهور مېشت دی

توره آخله احمد خانه

**

موږ غیرت او غرور بایلود

چي ته نیست شوې کالو خانه

په پښتون اوس کوي لوبې

د رنجیت شاهي روانه

**

دغه جنګ به کوئ تاسي

د یتیم اوښکه ګویانه

تور کالیه ستانو مده

شملوره ګجو خانه

**

فیض محمد ګلګون په وینو

بې اسرې بې سائیوانه

د ګېسفورډ انډرې پرېکړه

مېړنی ارسلا خانه

**

فرنګۍ دي سلامتې

پښتنې شوې بې پرسانه

په تور سرو توران ګډ شول

یو دید راشه عجب خانه

**

سالاري درسره ښایي 

د میوند د درې خانه

ملالۍ لښکر بدل کړي

چي ته نه یې ایوب خانه

**

عربي پېریان یې نیسي

پر وحشت سر دی ناځوانه

د مرغې پر غرو نظر وړه

ننګیالیه پالې خانه

**

دلته تور فرنګ باچا دی

له ډاډره تر واخانه

هشنغر هم د مرګ شومه

ادیرې تر ګلستانه

**

نه مشو شته نه شېرک شته

نه ته راغلې ازمیر خانه

یه ساوڼه موسی خېله 

خدای دي پېښ کړه ناګهانه

**

د ښادۍ ورځې یې ولاړې

ته چي ولاړې له افغانه

سقاوۍ دي چي را زېږي

یه امیر مانوالله خانه

**

ستا ګلونه ګل خانان شول

بېګانه له خپله ځانه 

خان شهید را ته پیدا کړه

را ته راکړه الف جانه

**

دا اولس به یو کول وي

چي شي بیا مینه پرېمانه

د وطن کوڅې دي غواړي

یه ملنګه باچاخانه

**

میرولی په شان د مړۀ دی

له تا وروسته ولي جانه

ګل مکۍ هم د《څویل》شوه

لېونیه موسی خانه

**

د درخو په سپینه خولۀ پسې 

پایو ګرځي سرګردانه 

رباب ږده توره را آخله

وخت د ننګ دی آدم خانه

**

غم وهلې ګلبشره ده 

زړۀ یې چوي له خپګانه

تر اټک را پورې وزه 

سپین پټکیه طالب جانه

**

د مابۍ ماټوۍ شوې سپینې

ستا په هیله ظریف خانه

خپل لال بېګ او لالبي باسه 

د خدریو له زندانه

**

د شهباز ګړۍ له سره 

یو وار ږغ وکړه قربانه

شېربانو میرې سوځلې

ستا په نوم ده یوسف خانه

**

تور دلیه د خدای پار دی

شهۍ مړه شوه له هجرانه

د فیلانو له پښو وزه

او سر پرې کړه له دربانه

**

خشکیاره ته خبر یې 

ظلم زیات شو له دورانه

شاترینه در خوندي کړي

د خوني لښکر له زیانه

**

د ښامار کیسه اوږده شوه 

ننګیالیه مومن خانه

لوڼې نه خوري باچاهان خوري

غمي وړي له بدخشانه

**

شېرینو دي لارې څاري

زړۀ یې ډک دی له ارمانه

بس دکن پرېږده را درومه

په بېلتون دي مور ستومانه

**

تور لنګی لټوي خويندې 

د اوو وروڼو له میانه

ستا له لاسه همېش خپل مري

نوک وهلې سفر خانه

**

ستا رباب او ځواني غواړي

ننګ کوي ستا پر مېړانه

د نازو بي بي زګېروی دی 

چیرته ورک یې قطب خانه

**

سترګې سرې د شاخونکار دي

غلبلې دي له هر خوا نه

شمایله وهي چیغې

کوڼ خو نه یې جلات خانه

**

یه فرهاده مغزي ماتې

شېرینۍ د کړه پښېمانه

د مرګوټي غر سوری کړې

بس راځه له آوارانه

**

د ګجرۍ په خالو مسته 

د هندکۍ د بسترې ځوانه

د وطن د نجونو نه شوې

په وطن دي کړې شپیانه

**

خړه پړه پښتنه دي

په کې بایله پالوانه

هسي سر پر بیابان یې

پر تا کوران شوه زبزبانه

**

د مزدور په خولو چاغه 

څه دي ننګ څه دي مېړانه

څه به ته څه به سیالي کړې

څه به کړې ورېندار ودانه

***

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب