سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Homeادبکره کتنهتخیل؛ د شعرستان د یوې مقالې کره‌کوونه/ لیکوال: یونس تنویر

تخیل؛ د شعرستان د یوې مقالې کره‌کوونه/ لیکوال: یونس تنویر

درمل صیب د تخیل په تعریف کې لیکي: دایو داسې قوت دی چې د شاعر په حافظه کې د پرتو تصوراتو ترمنځ د مشابهت یا حتی د تضاد له مخې اړیکې کشفوي او بیا د همدې اړیکو پربنسټ مختلف تصورات سره یو ځای کوي او یو نوی تصویر ترې، تراشي. د تخیلي تصویر اجزا د طبیعي عناصرو له تصوراتو اخیستل شوي وي؛ خو دغه نوی ترکیبي تصور داسې وي چې په طبیعت کېیې نه شوموندلی. هوبهو هغسې لکه په اوبو د اکسیجن او هایدروجن خواص محوه کیږي.(شعرستان)درمل(۱)

که تخیل په حافظه کې د پرتو تصوراتو څخه رغښت مومي، نو بیا خو تخیل د تجربې زیږنده ده. او یا تخیل ته بايد د عقل نوم ورکړو. ځکه په حافظه کې پراته تصورات تجربه شوې خاکې وي. د حافظېګالري د عقل او فکر سره مستقیمه اړیکه لري.

کوم کارونه چې د پنځو حسونو په واسطه شوي وي، هغه زموږ په حافظه کې ثبتیږي. فرض کړئ موږ د موټر ټکر د بې احتیاطۍ له امله لیدلی وي او یا ور سره مخامخ شوي یو. دغه پېښه زموږ په حافظه ثبت شوې ده. که مو بیا د موټر د زغلولو تابیا کوله، نو د عقل او فکر په مرسته ورسره احتیاط کوو. دغه نوې طرحه د تجربه شویو موادو یو نوی ترکیب دی. اوس که تخیل د پراته تصوراتو تجدید ګڼو، ښه به دا وي چې تخیل ته د عقل او یا د فکر نوم ورکړو.

حافظه د یوې خونې حیثیت لري چې شیان پکې ایښودل کیږي. یا حافظه د شعور په مانا ده. او شعور د پنځو حسونو واریدات ثبتوي. عقل او فکر دغو تصوراتو یا پېښو ترمنځ تفکیک کوي. او یوه سالمه تجربه ترې اخلي. او یا یې په یو نوي شکل استعمالوي. یا که په بهرنۍ نړۍ کېیو شییا پېښه موجوده شي، د عقل او فکر په مرسته درک کیږي.

تخیل ابداعي قوت دی. ابداع دې ته وایي چې بغیرد مادېڅخه یو شی جوړ شي. دغه ابداعي قوت هغه قدرت نه دی، چې خاص الله تعالی (ج) ته منسوبېدای شي. سید طاهربخاري د انسان ابداعي تخیل داسې را پېژني: چې په اختراع کېیو څه زیادت او جدت وشي؛ نو عرفا دې ته هم بدیع وایي او د هغه جوړولو ته ابداع وایي.(۲)(تنقید او ادبي مفردات)

تخیل کشف ځکه دی، چې لوی عالم ابن عربي(رح) به د ډېر تقدس نه ورته حضرت خیال ویل. او کشف دې ته وایي چې بغیرد کوم مادي سبب له مخې زموږ ذهن ته راشي. انسان ته چې روحاني کیفیت حاصل شي ځینې اړیکې خودبخود محسوسوي.

استاد ناګار سره مې په خیال بحث و. ورته ویل مې چې ژوندی مثال یې راکړه. ویل یې چې شفیع الله نشته. زه ووایم چې: شفیع الله راغی. او هغه راشي. دا خیال دی. دا شی کشف دی. دا کوم روحي ادراک چې د شفیع الله راسره و، دا خیال دی.

خیال ځکه یوه کشفي او الهامي پيښه ده چې انسان د شپېڅملي او خوب ویني. دغه خوب انسان ته په غیرارادي توګه راځي. بخاري صیب خو ځکه خیال په دوه ډوله ښودلی دی. چېیو د ویښې خیال دی او بل د خوب. دی! زیاتوي چې د خوب خیال متشکل او مصور وي. یانېګوم خوب چې مو لیدلی وي، هغه زموږ سره د یو تصویر په څېر په حافظه کې ثبت شوی وي. یانې خیال د تصور نه مخکې واقع شوی وي. او درمل صیب تصور له خیاله مخکېګڼي. خبره دا ده چې تصور له کومه شو؟ نو تصور خو حس شوې پدیده وي، دا به له خیاله څنګه مخګې واقع شي.

بخاري صیب د ویښې خیال ته موهومي یا غیرمتشکل هیولي وایي. دی! زیاتوي چې خیال یو اضطراري حس دی او ددې حس زنځیر په بشري طبیعت کې هر وخت جاري وي. دا بالکل ازاد وي.(تنقید اوادبي مفردات،سیدطاهربخاري)

خیال خو ځکه ازاد وي چې پنځو ظاهري حسونو ته ضرورت نه لري. که پورتنۍ دلایل په غور سره وګورو نو د ویښې خیال په درېډوله ویشلای شو.

یوـ هغه خیال چې کشفي او الهامي وي. دغه خیال اولیاو او عرفا ته حاصل وي.

دوه – هغه خیال چې تصورات ترې تراشل کیږي. لکه د جنت، قبر او… تصور چې د انسان ته په فطري توګه حاصليږي. ددغو شیانو په شتون خپلې عقیدې باوري کړییو. خو کوم تصور مو چې ورته تراشلی دی هغه زموږ د خیال زیږنده ده.

دری- هغه خیال چېیو غیرامکاني او غیرحقیقي حالت رامنځته کړي. ددغه خیال عملیې ته تخیل وایي. دا خیال د شاعر خیال دی. او همدا تخیل دی. ځګه تخیل د تفعل په وزن دی. ددې خاصه دا ده چې تکلف پکې شوی وي. لکه تفکر، تنصر، تصوف… مانا دا چې جوړښت یې موندلی وي. خو دغه چاره د هر چا چاره نه ده. د بخاري صیب په خبره چې دا تخیل د شاعر، فلسفي او ادیب کاروي.

د شعریستان مولف د تخیل په مثال کې د شعور مثال ورکړی دي. دی! وایي: چې موږیو مهال د رباب او مرغۍ اوازونه اورو. د کالریج په نظر به دا د اولي تخیل دنده ده چې د مرغۍ او رباب اوازونه سره بېلوي.(شعرستان)

خبره دا ده که دغه دواړو اوازونه مو مخکې نه وای، اورېدلي، نو بیا به هم راته مبهم و. دا زمونږ د حافظې او شعور قوت دی، هغه د درمل صیب په خبره دا د ټول بشر مشترکه ذهني وړتیا ده چې د محسوساتو له نړۍ سره، سروکار لري. او کالریج چې د اولي تخیل کومه تیوري لري هغه ټوله په شعور یا حافظه تمامیږي. ځکه حافظه د حسونو سره نیغ په نیغه اړیکه لري، او په شاعرۍ کې چې کله بدیهي څیزونه راوستل شي دا تخیل دی. او بدیهي څیزونه د د حسونو په واسطه نه شۍ درک کیدای. بدیهي څیزونه هغه دي چې د ډېرې پېژندنې سره – سره یې له پېژندنې عاجز شو.

درمل صیب هغه د ګالریج اولنی تخیل داسې را معرفي کوي: ( اولنی تخیل د حس او درک ترمنځ منځګړې توب کوي، دا د ټولو انسانانو مشترکه وړتیا ده. دا تخیل د حواسو له لارې د حس کیدونکو پدیدو توپیر او تمیز کوي. او په دې توګه محسوسات د درک مرحلې ته رسیږي.(شعرستان)

بیا یې هغه درباب او مرغۍ مثال ورکړی دی. چې موږ پورته خبرې پرې وکړې. درمل صیب ځایځای د ګالریج نظریات را تشریح کړي دي. خو ګالریج تر ډېره بریده فلسفي و، هغه ته د حقیقت فلسفه لا معلومه نه ده؛ نو د تخیل منشا به یېڅه درک کړې وي.

اصله خبره دا ده چې تخیل د واهمې پیداوار دی، او واهمه دې ته وایي چېیوه درېیمه نوې پدیده وزیږوي. او درمل صیب چې کله واهمه را پېژني ، نو د احساس لباس ور اغوندي. حالانګې ابن عربي (رح) وایي د انسان ټولې قوې روح ته محتاجې دي. وهم چې تخیل زیږوي. تخیل، فکر. او فکر عملي بڼه ورکوي. لکه په شعرستان کېیو ځای لیکي : دا تخیل ورته خیالونه او تصورات له یو بل سره ترکیبوي. او یو داسې نوی تصویر جوړوي چې اجزایې د حقیقي پدیدو له تصوراتو څخه اخیستل شوي وي خو په بهرنۍ نړۍ کې کوم مادي مصداق نه لري.(شعرستان)

دا واهمه ده. او همدا تخیل دی. مګر ډاکترصیب بیا بل ځای احساس ته د واهمې نوم ورکوي دی وایي: واهمه یو داسې قوت دی چې پنځو ظاهري حواسو ته مخامخ شیانو ځینې جزوي، معنوي ځانګړنې را پیدا کوي. او بیا د مور او ماشوم د مینې مثال یې هم ورکړی دی. (شعرشتان)

دا خو احساس دی. او احساس د پنځو حسونو درک وي. که چیرې دغه ماشوم، دغه ښځه نه وای لیدلې، نو د مورولۍ احساس یې نه شو ترې کولای. ځکه چې ماشوم خپله مور پېژني. او دغه پېژندنه د ماشوم په شعور کې ثبت شوې ده. حیوان هم همدا شعور لري.

استاد ناګار (د بیان علم) په کتاب کې د واهمې په اړه مثال ورکوي : لکه هما او عنقا چې د موجوداتو په نړۍ کې نشته؛ خو واهمې ترې په ذهن کې د الوتونکو انځور جوړ دی. یانې همدغه ابداعي قوت دی. همدا شی تخیل دی. درمل صیب هم همدا خبره په یو ځای کې کوي: (خو په بهرنۍ نړۍ کې کوم مادي مصداق نه لري.) مګر ددې تیورۍ په سر کې وایي : ( دا تخیل ورته خیالونه او تصورات له یو بل سره ترکیبوي.) خبره دا ده چې تصور خو له تخیله وروسته وي. یانې د خیال عملیې ته تخیل وایي او بیا یې تصور په حافظه کې ثبتیږي.

زموږ په حافظه کې دوه ډوله مواد ثبتږي. یو تصورات دي چې مادي مصداق نه لري. لکه د هما مرغه. او بل د پنځو حسونو په واسطه درک شوي شیان یا پيښې دي، چې مادي مصداق لري. یانې هغه اولني مواد چې مادي مصداق نه لري د واهمې له لارې حافظې ته سپارل شوي وي، چې د تصور په بڼه زموږ په حافطه کې ثبتیږي. او دغه مادی مصداق چې لري د ظاهري حسونو له لارې حافظې ته سپارل شوي وي. چې عقل په دواړو محیط دی. لکه څنګه چې په تخیل خیال محیط دی. همداسې پرې عقل هم محیط دی.

ناګار صیب واهمه داسې را پېژني: واهمه یو داسې قوت دی چې د هغو شیانو تصور پرې کیږي چې په واقیعت کې نه وي. یا هغه شیان چې د مو جوداتو په نړۍ کې شتون نه لري. د هغو له اجزاو څخه یو نوی انځور په ذهن کې جوړکړي. (۳)(د بیان علم) لکه د هما مثال مو چې ورکړ. او یا که د هدیرې له قبرونو د ویرې وهم راته پیدا شي. نو سر به یې تمساح او تنه به یې د انسان وي. دغه دواړه شیان حقیقي پدیدې دي، چېیو نوی انځور ترې جوړ شوی دی. هغه درمل صیب هم وایی چې د حقیقي پدیدو له تصوراتو څخه اخستل شوي وي. خو په حقیقي ډول موجودې نه وي. همدغه واهمه ده. او همدغه تصور چې په شاعرۍ کې راشي نو تخیل ورته وایي. یا دا مثالونه: د فکر قدم، د سکروبخۍ، د دوړو څادر… نور. او یا تاسې د خیال دغه غیرې امکاني حالتونه وګورئ:

زما له قبره به باڼه ټوکیږي

ملالو سترګو ته کېډېرکتلي

ومان نیازی

راغله خلوت ته د نګهت قاصدان

سپرلیه تا ډېره خطا وکړه

حمزه بابا

کوم داغلي زړه قیامت شپېلۍ وهله

زړه مې جګ له هدیرې لکه ریدی شو

سالک

د قبر نه باڼه ټوکیدل، د نګهت قاصیدان، د قیامت شپېلۍ، دا هغه ناممکن حالتونه دي چې شاعرانو ممکن کړي دي. دغه د ناممکن حالتونه له دوو پدیدو څخه ترکیب شوي دي. چېیو نوی ممکن حالت یې رامنځته کړی دی. همدا وجه ده چې تخیل ابداعي، الهامي او کشفي پېښه بولم. او همدا نظریه تایدوم.

زمونږ کار نه د عرفا و سره دی او نه د عامو انسانانو سره دی. بلکې زموږ کار د شاعرانه تخیل سره دی. هره تیوري به نیمګړتیا لري او بیا په تخیل بحث کول له عاجزۍ به خالي نه وي. ځکه دغه توکي به د بدیهياتو خالي نه وي. کنه د فکر او عقل توپیر څوک کولای شي. د وجدان او ضمیر توپیرونه سخت کار دی، د الهام او خیال بیلونه اسانه نه ده. د تخیل او تصور بیلتون پېچلی کار دی. دا به ډېره مشکله وي چې روغ ترې راوځم. هغه د پښتو لنډۍ په استناد:

د سیند په څنډه څنډه ګرځې

که دریابي یې مخ را واړوه مینه

اوس که څومره د منلو وي هغه به ستاسې د مینې پیمانه وي راسره.

زه په لیکنه کې صوفیانه افکارو ته ځکه ژمن وم چې ددوی روحونه د غیبو سره ډېر تړل شوي وي. مجاهده، مراقبه، مشاهده، محاسبه د صوفیانو دندې دي. او خیال هم د همدغو توکو ثمره ده، نو تخیل ته ددې نه لوړه د پيژندنې وسیله هم بله نه وینم. ځکه چې شاعرۍ هم الهامي ده او هم مشاهده.

صوفیان ځکه وایي چې خیال په غیرارادي توګه کشف کیږي، خیال په انسان کې د حافظې په څېر نه وي ؛ بلکې د واهمې په څېر وي. همدغه مشاهده چې په الفاظو وشي، نو هغه تخیل دی.

درمل صیب د تخیل په تشخیص کېځایځای همداسې غلطۍ کړې ده. لکه یو ځای لیکي : چې متخیله قوه د خپل مهم نقش په اساس لاندېځېنې کارونه کوي:

– د حافظې په خزانه کې موجودې ماناوې سره یوځایوي او یو نوې معنا پیدا کوي.دغه تیوري ځکه ناسمه ده چې خیال د حافظې له ماناو جوړښت نه مومي. بلکې دا د واهمې او کشف له هیجانه جوړښت پیدا کوي. درمل صیب بل ځای وایي : د خیال په ګالرۍ کې موجود تصویرونه سره ترکیبوي او یو نوی تصویر پنځوي. نو موږ خو په پورته خبرو کېیې سپیناوای وکړو. چې خیال حافظه نه ده، چې د ګالري غوندې حیثیت دې خپل کړي.

دا د یو جنون حالت دی، چې هر څه ورته د تمثیلولو ښکاري. او مجردې ماناوې پیدا کوي. سید طاهر بخاري لیکي: چې ددې نه لوړ د القا او وحې مقامونه دي چېدا صرف پیغمبرانو او اولیاو ته حاصل وي، چې عرفان حقیقي هم ورته وایي. هغه اپلاتو هم څلور ډوله جنون یاد کړی دی. چېیو الهي جنون دی، بل بشري جنون دی : دا یو مرض دی چې لیونتوب ورته وایي. درېيم ېې د شاعرۍ جنون دی او څلورم یې عاشقي ده. نو دغه څلور واړه مجذب حالتونه دي چېځینې کشفونې لري. کنه د منصور د حق ناره څه ګپه نه وه. د شمس تبریزي نظر په مولانا باندې توکلي نه وه، چې په ټول ښار کېیې په شرابي رسوا کړ. نو خلک د شمس له خیاله څه خبر و، چې د مولانا د نفس غرور ماتوي.

درمل صیب د اپلاتون نظریه طبقه بندي کړې ده، اپلاتون نفسیاتي قوې درېښودلې دي. عقل، عاطفه او ارادې، چې عقل یې په فلسفه، عاطفه یې په هنر، ارادېیې په تاریخ نومولې دي. نو هنر خو یوازې عاطفه نه شي کیدای. درمل صیب دغه توکي داسې را شرحه کوي:

– که متخیله قوه د حافظې ماناوې سره ترکیب کړي نو فکر جوړوي.

– که د خیال ګالري تصویرونه لکه څنګه چې دي په هماغه شکل سره یو ځای کړي، تاریخ جوړوي.

خبره دا ده: درمل صیب چې د تخیل په اړه کومه تیوري لري هغه په خپلو منځونو کې سره متضاده ده. هغه داسې چېیو ځای تخیل تاریخ ګڼي او بل ځای تخیل فکر ګڼي او کله حافظې ته تخیل وایي. او هغه د تخیل په تعریف کېیې هم ویل چې : د شاعر په حافظه کې د پرتو تصوراتونه یونوی انځور جوړ شي تخیل دی.

تخیل خو تاریخ کیدای نه شي. بیا به داسې وګڼو، چې د نړۍټولې کیسې تخیلونه دي، چې زموږ په حافظه کې ثبت دي. او تخیل د مفردې فعلې له ډلېڅخه دی. چې تخییل یې مصدر دی. کټه مټ په پښتو کې د ښکلول، کول… په څېر مصدر دی. نو دا شی د جمعې شکل نه شي اختیارولی.

د خوشال بابا او بایزید روښان(رح) انځورونه چې چا د لومړي ځل لپاره انځور کړي دي. دا د هغه مصور خیال و. کنه په اصلي مانا نه دا د خوشال بابا انځور دی او نه د روښان(رح) . دا چې اوس موږ ته منل شوي دي او د خوشال بابا د نوم په اخیستو راته همدا انځور تداعي کیږي. دا د هغه مصور کمال دی.

د درمل صیب دا نظریه ډېره د منلو ده چې وایي: خیال د حسي ادراکه پرته په ذهن کې د یوې پدیدې حضورته واي.(شعرستان)

د دې نظریې په اساس دده نورې تیورۍ هم رد کیدای شي، چې وایي خیال د تصورات ګالري ده، د حافظې مانا وې سره ترکیبوي…

درمل صیب ځینې محض دعوې هم کړې دي. لکه د ترکیبي خیال په اړه وایي، چې ددغه اړیکې تخیل د لومړي ځل لپاره کاروان صیب کشف ګړی، خو په حمزه بابا، شیدا او نورو کلاسیکو، معاصرو شاعرانو کېیې هم بیلګې موندلی شو.

نرګس رنځور دی د شبنم طبیبه لاس یې نیسه

مرګی مرې وباسه یو دم د زیړې تبې په شان

کاروان

سپین لباس به یې سیاه کا ماتمونه

د غفلت په مقتضا خودارا صبح

کاظم خان شیدا

ځي پلو لره دې لاس بې اختیاره

جوړڅوکۍ ته دې د حسن ځواني راغله

حمزه بابا

قسمت راکړی دی خصلت د سکرو

چې مو له ژونده د ژوند تور واخیست

استاد پسرلی

هرمړی غریق راباسي سطحې ته اوبه

غوږ نیسه چې در باسي مې له ځانه وږې شپې

ومان نیازی

او یا د ومان صیب په دغو دوو لنډکیو شعرونو کېیې هم پیدا کولای شئ. د ومان صیب په لنډکیو شعرونو کې دغه تخیلي ترکیبونه ډېر زیات دي:

له سترګو یې ساندې

لکه باران

وڅڅیدې

»»»

زمونږ ترمنځ

مرغۍ والوتې

هوا وخندل

ومان نیازی

نوکه خبره را لنډه کړو د شاعر سره د بدیهیاتو نظریه فطري ملګرې وي. او دا یو طلسماتي علم دی. چې مجردو شیانو ته مادي رنګ ورکوي. په یو حدیث شریف کې راځي چې په بیان کې جادو وي؛ ولې په جادو کې بیان نه وي.

نو خبره دا ده چې تخیل نه د نفس کار دی او نه د ماغزو. خو د بخاري صیب په خبره چې دا دواړه ترې خارج هم نه دي. دیټینګار په دې کوي چې تخیل سره د شاعر د لطیفه قلب قوت ضرور شته. د استناد لپاره د علامه اقبال بیت وړاندې کوي:

دل بینا بهی کر خدا سی طلب

انکهـ کا نور دل کا نور نهی

علامه اقبال

دی! زیاتوي چېڅومره په انسان کې بصیرت زیاتیږي، هغومره د تخیل قوت پکې سیوا کیږي. او بیا چې د تخیل او بصیرت ترمنځ پوله کاږي؛ نو وایي چې دا دواړه داسې سره پیل شوي دي لکه نوک او ورۍ.

بخاري صیب وایي چې د شاعر په فطرت کې له اوله د تخیل قوت موجود وي. خو دغه بصیرت پیاوړی کول د نفس په تهذیب، تربیت، ریاضت او د اکتسابي علم په برکت مخته تګ وکړي. اولیاو کرامو ته د مجاهدې، مراقبې، اعتکاب او مشاهدې په برکت حاصلیږي. کنه ماشوم شعور لري، خو د عقل پرتم پکې ویده وي. همداسې تخیل هم په شاعر کې را ژوندی کیږي. او تخیل خو موږځکه ابداعي قوت او بصیرت ګڼو.

بصیرت ته حکمت هم وایي. حکمت دې ته وایي چې په یو وخت مادي او روحاني حقیقتونه ولیدل شي. او د تخیل اصلي منشا همدا ده. او ددې شي انځورولو ته د استعارې نه بله لوړه وسیله نشته. او ځینو نقادانو ریښتیا ویلي دي چې استعاره د تخیل فطري ژبه ده.

استاد ناګار د بیان علم په کتاب کې لیکي : چا ریښتیا ویلي دي چې په اسمان کې تر خبرو د لوړ ارزښت بل څه نه وه؛ نو ځګه خدای(ج) د وحې په ډول د نړۍ انسانانو ته خبرېډالۍ کړې دي.(سبحان الله)

پای

اخځلیکونه:

۱: شعرستان، درمل، ډاکټر احسان الله، سروش کتابپلورنځی، مینه یار مارکیټ، کابل.۱۳۹۵ ل کال.

۲: تنقید او ادبي مفردات، بخاري، سید طاهر، موسی اینډ برادرز پرنټرز، پېښور،۲۰۱۶ م کال.

۳: دبیان علم[ادبي فنون] ناګار، پوهنوال فضل ولي، ناګار خپروندویه ټولنه، ننګرهار،۱۳۹۵ ل کال.

۴: استعاره، تخیل او تخلیق، پښتو ژباړن: عبدالجمیل ممتاز، لیکوال: معید رشیدي، www.ketabton.com.

۵ : طلا درمس (درشعروشاعري)رضا براهنی، کاویان چاپخانه ، تهران، چاپ دوم ،۱۳۴۷.


د ښاغلي تنویر نورې لیکنې

1 COMMENT

  1. تنویر صاحب لیکي:
    تخیل کشف ځکه دی، چې لوی عالم ابن عربي(رح) به د ډېر تقدس نه ورته حضرت خیال ویل. او کشف دې ته وایي چې بغیرد کوم مادي سبب له مخې زموږ ذهن ته راشي. انسان ته چې روحاني کیفیت حاصل شي ځینې اړیکې خودبخود محسوسوي.
    قدرمنه، تخیل یا خیال تر هر څه ړومبی له ارواپوهڼې سره تړاو لري او دا علم د ابن عربي له اقوالو سره تایید کېدای یا رد کیدای نه شي. دا حضرت ابن عربي یا حضرت پلانی خو موږ د افغانستان د خلکو سویې ته په پام سره عالمان ګڼو، کنه نو علم یو شی دی او شاعرانه او صوفیانه غوندې خبرې بل شی. د ډاکتر درمل خبرې د اوسني علم مطابق دی او ابن عربي غریب خو اووه پیړۍ پخوا اوسېده. دا چې په هدیره کې ویرېږو او د داسې شي تصور کوو چې سر یې د سیمسارې او بدن یې د انسان وي، دا پخپله د محسوساتو ( سمارې او انسان) یو ترکیب او پیوند دی. کله چې هما یادوونو هما مارغه یې بولو، یعنې ریښه یې بیرته په محسوساتو( مرغه) کې ده. د تنویر صاحب غوندې لایق ځوانان بایدپه یوویشتمې پیړۍ کې واوسي، نه په زر کاله پخوا زمانه کې.له علم او فرهنګ سره زموږ قبابلي او وچ چلند د دې سبب شوی دی چې د دنیا تر ټولو بیوزلی ملت واوسو. له دې حالته پکار ده راووځو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب