سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Homeادبژبه او لیکدودد ژبې کره توب که بډاينه/ سپين روان نورزى    

د ژبې کره توب که بډاينه/ سپين روان نورزى    

د ژبې تر ټولو ساده او ټولمنلى تعريف دا دى چې:” ژبه د انسانانو ترمنځ د افهام او تفهيم وسيله ده.” هېڅ ژبه له دې پورته اهميت نه لري، او تر ټولو ښه ژبه هغه ده چې ډېر خلک پرې وپوهېږي او هر چا ته د تفهيم وړ وي.

يوه ورځ مې په يوه سيمه ييز تلويزون کې يو ځوان وليدو چې د پښتو په کره او نا کره نومونو، عبارتونو او جملو يې خبرې کولې، په دې نه غږيږم چې ده خپله موضوع څه ډول جوړه کړې وه، اصلي موخه مې دا ده چې ده څومره منطقي تبصره کوله، څومره يې ژبپوهنيز صلاحيت درلود.

په نړۍ کې په بې شمېره ژبو خلک خبرې کوي، خو دا هېڅ امکان نه لري چې په دې ټولو کې دې کومه سوچه او يا کره ژبه پيدا شي، هره ژبه له څلور ډوله لغتونو جوړه شوې وي: ( اصل ويي، پور ويي، ترکيبي ويي، اشتقاقي ويي). خو دلته پوښتنه پيدا کېږي چې اصل ويي موجود وي، پور ويي ولس په خپله اخلي، دا اشتقاقونه او ترکيبونه د چا کار دى؟

دا د ژبپوه کار دى، ښايي څوک پوښتنه وکړي چې ژبپوه چا ته ويل کېږي؟ په يوه ژبه کې ژبپوه هغه څوک دى چې احد اقل د هغې ژبې په صرف، نحوه او لغتپوهنه پوه وي، يانې نه شو کولى چې شاعر، ليکوال او يا خبريال ته د ژبپوه لقب ورکړو او په دې تخصصي برخه کې يې مصروف کړو، ځکه ژبپوهنه بېله رشته ده چې بايد لږ تر لږه ماسټر يا او يا خاص په ژپوهنه کې لسانس واخيستل شي.

خو ژبپوه هم نه شي کولى يوازې کيني او څه يې چې خوښه وي هغه جوړ کوي او ولس ته يې وړاندې کړي؛ ژبپوه به خپله څېړنه او يا تاليف د علومو اکاډمۍ په څېر يوه باصلاحيته ارګان ته وړاندې کوي، کله چې دوى ته د منلو وړ شي بيا به يې د اطلاعاتو فرهنګ له لارې له شتو وسايلو څخه په استفادې ولس ته رسوي.

د پښتو د معاصرو ادبياتو ستر ليکوال او تيوريسن ارواښاد استاد محمد صديق روهي د ادبي څېړنې کتاب په ( ٤٢٥) مخ کې وايي:” د دري ژبې د ذهنيګرايي (Subjectivism) معادله ده. د دري د ( ګراييدن) په مقابل کې د پښتو (ګروهېدل) يعنې د ( اعتقاد درلودل) راځي، که څوک وغواړي د ( عيني ګرايي) پر ځاى د ( عيني ګروهې) او د ( سمبوليزم) پر ځاى د ( رمزګروهې) ويلاى شي، ژبپوهان کولاى شي له دې نه بهتر اصطلاحات وضع کړي”() ولې دى په قاطع ډول نه وايي چې بايد دا لغت يا ويى دې دا ډول وکارول شي، ځکه د هر ويي (لغت) جوړول ځانګړي اصول او قواعد لري، که چېرې هر سړى کېني او د يوې ژبې لپاره د لغتونو، لغوي ترکيبونو او جملو په جوړولو پيل وکړي، لنډ وخت وروسته به هر سړى مجبور وي ترڅو له خپل ليک سره په خپله لاړ شي او اورېدونکي ته ليکل شوى مفهوم افاده او ترجمه کړي.

په هر صورت په دې سيمه ييز تلويزون کې هغه ځوان په يوه ځاى کې وايي چې د ( جګړه مار) لغت سم نه دى بايد خلک د ( جګړه مار) پر ځاى د ( جنګيالي) لغت وکاروي.

زه نه پوهېږم چې دا ځوان په کوم دليل له ( جګړه مار) لغت څخه د ( جنګيالي) لغت کره او معياري بللى دى. د ( مار) او ( يالي) وروستاړي هر وخت چې له نوم سره يو ځاى شي د فاعل مفهوم افاده کوي، لکه توره ( توريالى) يانې توره وهونکى، ګټه ( ګټيالى) ګټه کونکى. چمبه ( چمبه مار) چمبه وهونکى او داسې نور.

د ( جګړه مار) او ( جنګيالي) په لغتونه که چېرې وشربل شي، نو په پښتو ژبه کې د جوړښت له مخې ( جګړه مار) تر ( جنګيالي) ډېر اصيل دى، ځکه په جګړه کې د پښتو اصلي تورى (ړ) کارول شوې ده، خو په عام مفهوم بيا ( جنګيالى) تر ( جګړه مار) مثبت ښکاري، ځکه په عام مفهوم ( جنګيالى) هغه چا ته ويل کېږي چې د حق لپاره جګړه کوي او د حقې لارې سرتيرى وي، خو برعکس د ( جګړه مار) خطاب هغه چا ته کېږي چې د خپلې شخصي ګټې او يا د نامطلوبو مقاصدو لپاره يې په جګړه لاس پورې کړى وي.

نه غواړم چې بحث ډېر اوږد کړم، اساسي موخه دا ده چې که چېرې موږ غواړو خپلې ژبې، ولس او خاورې ته خدمت وکړو، په کار ده د هغو مسايلو په اړه عامه پوهاوى وکړو چې په واقعي او اساسي ډول موږ پرې پوهېدلي وو، ترڅو زموږ تنويرونکى بهير مثبت اغېز پرېباسي.

په پاى کې دا بايد ومنو چې د ژبې کره توب ليونتوب دى، خو د ژبې بډاينه خدمت او سړيتوب دى.  

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب