سه شنبه, دسمبر 7, 2021
Homeادبلنډه کیسهزندان/اجمل پسرلی

زندان/اجمل پسرلی

عبیدالله چې له پایوازه راوګرځید د کوټې انډیوال یې اوږې وروخوځولې:

-ورور دې څه ویل؟

-ویل یې هوا ګرمه ده

ملګري یې پر خپلې خریلي ککرۍ کلک کلک رغوی تیر کړ:

-په دې خو دلته هم پوهیږو د هغه زو

-ویل یې په بازار کې بیروبار ډير شوی داسې چې پل نه شي اخیستی

-نور یې څه ویل؟

-ویل یې زموږ ګاونډی مامور مړ شوی

-ځوان و؟

– زوړ و هر وخت به یې همدا خبره کوله که مجبوریت نه وي یوه ورځ هم  کار نه کوم

ملګري یې سر وخوځاوه. عبیدالله وویل:

– یو خپلوان مو دوکاندار دی، خوارکی ګوزڼ وهلی

ملګری یې ورته ځیر شو. عبیدالله لاړې تیرې کړې:

-دوکان یې نمجن غوندې و شپه ورځ به پکې ناست و

-څه د خوند خبره یې هم کوله که نه؟

-دماما زوی مې واده کړی

-دغسې…

– خو د ده یوه نجلۍ خوښه وه له هغې سره یې واده نه دی شوی

-ورور دې د ځان څه ویل؟

– ویل یې په شنه خړه کې فابریکې ته ځم په تپه تیاره کې ترې کورته راځم

-کبرجن… ښه نورې څه کیسې وې؟

– هغه خیټور پولیس راغی ویل یې خبرې بس کړئ وخت خلاص شو.

ملګري یې پر بالښت سر ولګاوه. په دهلیز کې د پولیسو د بوټونو ټک ټک شو، بیا  څرپ څرپ شو. عبیدالله وویل:

-څه شي دي؟

ملګري یې شونډې بوڅې کړې. عبیدالله غوږ پر وره کیښود، د بوټونو ټک ټک ورو ورو لرې شو او پسې ورک شو. دواړو له چت سره پورته وړې کړکۍ ته وکتل. پر پر شو لکه کومه مرغۍ چې الوتې وي.

پای

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب