((خلاص موټی)) ماشومان او عدم تشدد

کوم ښوونځي ته چې زما کشر زوی ځي، هغې ته څېرمه د لوبو یو میدان دی. د هر عمر ماشومانو لپاره پکې د لوبو ډول ‌ډول څېزونه شته. څو ورځې دمخه مې، زوی ته انتظار کاوه چې له ښوونځي راووځي. د میدان خوا ته وروګرځېدم، د نمجنو شګو په منځ کې څلورو وړو هلکانو لوبې کولې. په ابادۍ لګیا وو. پلاستیکي سطلونه، بیلونه او کلنګونه ورسره او د کلا دیوالونه یې ابادول. د لوبو په اوږدو کې په خپلو کې په جنګ شول. له شګو ډک موټي یې پریو بل وشیندل. ښکنځلې پیل شوې. یوه خو یې په پلاستیکي بېل وهل هم پیل کړل. دا نور هلکان پرته له دې چې د وهلو په وړاندې غبرګون وښيي او یا هم له غوسې نه د کلا دیوالونه ړنګ کړي، په منډو شول او د میدان په په بل سر کې چې څو تنه ښځې په چوکیو ناستې وې، ورغلل.
د دوی خبرې ما نه اورېدې. لېکن د دوی له حرکاتو داسې رامعلوم شول، چې ګني ستونزه یې وار له واره ورهواره کړه. هلکان بېرته د شګو خواته راوګرځېدل. ما یې په تلو کې یوازې دا خبره واوریده، چې یو هلک وویل: کلا ته به لومړۍ زما آس ننوځي، ځکه چې ما تر ټولو اول « بخښنه غواړم» وویل.
له ځان سره مې فکر کاوه، چې موږ هم له کوره بهر لوبېدلي یو. خدای خبر څومره جنګونه او شخړې به مو کړې وي. خو کله به داسې شوې وي، چې له همزولو مو بخښنه غوښتې وي؟ یا دا چې کوم ځل مو که د شخړې کیسه په کور کې کړې وي، نوداسې به شوي وي، چې د کورنۍ غړو د بخښنې غوښتلو لپاره هڅولي یا یې مجبور کړې اوسو؟
دلته په جرمني کې تقریبا له یوولسو کلونو را هیسې د (Faustlos) چې تحت الفظي معنی یې (خلاص موټی) دی، په نامه په ابتدايي ښوونځیو او وړکتونونو کې یو روزنیز پروګرام تدریسیږي. دا پروګرام د پیداګوژي ماسټرانو له امریکې څخه جرمني ته رالېږدولی دی. موخه یې په خپله غوسه کنترول، خپل او د بل د احساس پېژندنه، هغې ته درناوی او د یوې شخړې په وړاندې پرته له فزیکي تعرضه د متناسب عکس العمل، زده کول دي.
د دې پروګرام مدرسین د پروګرام د تطبیق د مخه په مسلکي ډول ځانګړې زده کړې او سیمنارونه تر لاسه کوي. بیا له کورنیو سره په ګډه د پروګرام په تطبیق پیل کوي. د نوموړي پروګرام تدریس د وړکتون په ټوله دوره کې اته ویشت ساعته اود ښوونځي په ابتدايي دوره کې یو پنځوس ساعتونو ته رسېږي.
د دې پروګرام ښوونکي دا هڅه کوي، چې د ماشومانو د غوسې او دعصبانیت د قوې، د تحریک کچه راټیټه کړي. ماشوم ته دا ورزده کړي چې خپل احساسات کنترول او خپل ټولنیز صلاحیتونه وپېژني. که چېرې د احساساتو په اړه فکر وکړو، غوسه، قهر او عصبانیت عادي انساني احساسات دي، چې له وړکتوبه روزل کېږي. که یې د کنترول په روزلو کې سستي وشي نو خامخا به یوه ورځ ناوړه فزیکي عملونه رامنځ ته کړي.
ماشومان هغه څه زده کوي چې ویني یې. که دوی وهل کېږي نو څرګنده ده، چې دوی هم هماغه غوسه، قهر او وهل زده کوي او څومره چې دا منفي عمل ډېر ویني، په هماغه کچه یې د روزلو زمینه مساعده او د تمرین امکانات ډېریږي.
د خویندو وروڼو تر منځ، د ملګرو او همزولو تر منځ او په ښوونځي کې د ټولګیوالو تر منځ شخړې عادي کیسه بلل کېږي. لېکن زما له نظره ماشوم ته د همدې شخړو په وړاندې د متناسب عکس العمل ښودل ضروري ده. ماشوم باید په دې پوه شي، چې جنګونه او شخړې په خبرو حل کېدای شي. تر دې دمخه چې د بل چا د ترخه عمل په وړاندې تریخ غبرګون وښیو بهتره به دا وي، چې یو وارې یې په خوږه خبره وازمويو.
کېدای شي ډېرو ماشومانو به همدا پورتنۍ خبره له خپلو مشرانو اورېدلې او په ذهن کې به یې ساتلې وي. لېکن که چېرې ماشوم دا خبره په عمل کې پلي نه کړای شي نو د ده لپاره يوازې هغه تیوري ده، چې د ذهن په یوه برخه کې یې خوندي شوې ده. د دې تیوري د پلي کېدو لپاره د خویندو وروڼو، د همزلو او ټولګیوالو ترمنځ وړې وړې شخړې، غوره ګڼلی شو. که چېرې په دې وتوانېږو، چې خپلو ماشومانو ته دا ورزده کړو، چې د غوسې او قهر په وړاندې په اعصابو حاکمیت ولري او کړای شي چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، خپله خطا ومني، د بل تېروتنه په زړه کې عقده نه کړي، د بخښنې غوښتل ورته عیب ښکاره نشي، د مقابل لوري بخښنې ته درنښت ولري، نو بې له شکه چې دوی به تر موږ ډېر ارمه او هوسا ژوند ولري او دوی به په دې وتوانېږي، چې خشن حالتونه هم په یوه په زړه پورې حالت بدل کړي او خوند ترې واخلي.
ښه مې په یاد دي، د ښوونځي په درېیم ټولګي کې وم. یوه ورځ د کورپه دروازې کې له یوې خورلڼې سره ولاړه وم. زموږ د ګاونډي زوی، چې په عمر له موږه کشر و، لیندۍ په لاس کې او هره خوا یې تېږې ویشتلې. یوه تېږه سیده زما په ټټر ولګېده. له ډېره درده مې په سترګو کې اوښکې ورکې شوې. هلک خپل کور ته منډه کړه. زه هم لکه قهرجنه زمرۍ ورپسې شوم. مور یې په انګړه کې ولاړه وه. ما ورته شکایت وکړ، دې هم راته وویل: (( حالی مه چطوری کنم، توام سنګه بیګی ده فرقش ده.)) د ښځې خبرو مې درد نور هم را ډېر کړ. په تېږه ورټيټه شوم، راو مې خیسته او هلک مې پرې وویشت. (فرق) یې خدای بچ کړ خو په پښه ولګید. چیغه یې له خولې ووته او ګوډ ګوډ روان شو. مور یې هماغسې ولاړه وه. نن ورځ چې زه خپله مور یم پوهېږم، چې د مور زړه به یې څنګه څړېکې کړې وي.
کورته راغلم د خپلې کارنامې کیسه مې مورته پیل کړه. لا مې نیمايي ته نه وه رسولي، چې داسې یوه څپېړه یې پر مخ را حواله کړه، چې تر راتلونکي دوو ساعتونو لپاره مې یو غوږ د څپېړې له ضربې دپ و او بل یې له ډاره. خو ښه و، چې غوږونه مې دپ شوې وو. کنه خدای خبر چې د مور له غوسې ډکې خبرې به مې څو پېړۍ په ذهن کې پاتې وی.
ما چې د وړوکي هلک د بخښنې خبره واورېده، له ځان سره مې وویل، کاش چې ټول میندې او پلرونه خپل اولاد ته د بخښنې غوښتل ورزده کړي. عدم تشدد له بخښنې سر چینه اخلي. څومره به ښه و، که هماغه ورځ ګاونډۍ مېرمنې دومره موږ ته ویلي وای، چې ایا دا کار قصدي و که په نا پامۍ کې شوی دی؟ تاسو خو ښه ماشومان یاستئ. خیر دی اوس به دی بخښنه وغواړي او ته به یې ومنې. دی به وعده کوي، چې بل وخت به پام نیسي.
ما خو هلک وویشت. په زړه کې خوشحاله شوم، چې ځان مې وګټه. خود دې غبرګون پایله څه راووته؟ زما درد خو ورسره کم نشو. لېکن دا خو څرګنده وه، که یې بخښنه غوښتې وای، نو زه به یې هم منلو ته مجبوره شوې وای. نه به د ده پښه ژوبلېده، نه به یې مور ځورېده او زه به هم له څپېړۍ بچ شوې وای.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *