دیموکراسي بنده | لیکوال: عزیز نسین 

ژباړه : علم گل سحر

د هغه له راتلو مخکې یې په باره کې په ډېرو شیانو پوهېدم. هغه په امریکا کې ۶ کاله زده کړې کړې وې، موږ په دې ډېر نازیدو چې له داسې یو شخص سره به وینو. د خپلو پخوانیو معلوماتو له مخې مې پخپل ذهن کې له هغه نه د فزیک ښوونکی جوړ کړی و، خو کله مې چې ولید پوه شوم چې تیروتی یم، ځکه چې زموږ ټولو ۶۰ کسو تصوراتو هغه څنګه چې و هغسې نه و، تصویر کړی.

کله چې په لومړۍ ورځ ټولګي ته راغی ۵ کسه شاګردان یې له خپلو ځایونو راجګ کړل پوښتنې یې ترې وکړې.

هغه پنځه واړه د ټولګي منځني او نالایقه شاګردان ول، ویې ویل:

–       قربان دلته یې درس نه دی ورکړی.

–       چا موږ ته څه نه دي را زده کړي.

زموږ نوي ښوونکي له ساړه اسویلي وروسته وویل:

–       عجیبه ده، څنګه تاسې تر دې ټولګې را رسیدلي یاست؟

د نوي ښوونکي دې خبرې حسن کچالو خواشینی کړ، ویې ویل:

–       خو قربان تاسې سوالونه له داسې ځایه انتخاب کړي دي، چې موږ هیڅ نه دي لوستي.

نوي معلم نوري ته مخ ورواړاوو، ویې ویل:

–       مهرباني وکړئ، تاسې راشی.

نوري چې د داسې یوه کار تمه نه لرله، په کړاو د تختې مخې ته ودرېد، زموږ نوي ښوونکي وپوښت:

–       تاسې چې د ښوونځي له دورې د فزیک په باره کې چې په هر څه پوهیږئ، راته ویې وایاست.

نوري یوازې وکړای شوای چې د فزیک نوم واخلي، وروسته له هغه یې رنګ والوت، چوپ ودرېد.

زموږ نوي ښوونکي د فزيک له درس ورکولو پرته بله علاقه هم لرله او هغه داوه چې په هر شکل کېږي د فزیک تر څنګ موږ ته د دموکراسي درس هم راکړي. ښه مې یاد دي لا تر هغه وخته چا د دموکراسي نوم هم نه و، اورېدلی، لا زموږ د هېواد روښنفکرو هڅه کوله چې دویټامینونو نومونه زده کړي…!

البته دا خبره مې ځکه وکړه چې پوه شئ دموکراسي د ویټامینونو له راتلو کلونه وروسته زموږ هېواد ته راغله…!

موږ د خپل نوي ښوونکي نوم ځکه دموکراسي ایښی و، چې د فزیک د ساعت نیم وخت یې دموکراسي ته ځانګړی کړی و، ده هیڅ وخت نه غوښتل له امریکا او د هغې له دموکراسي څخه سترګې پټې کړي.

موږ ۶۰ کسه په هغه تحصيلي کال په فزیک پوه نه شوو، په دموکراسي دومره پوه شوو، چې پخوا به مو یو بل ته آهای، آو، اوهو غږ کاوو اوس ورته ښاغلی اوقربان غږ کوو. بله دا چې د درس په وخت کې د ټولګي کړکۍ او دروازه خلاصې پرېږدو! د فزیک د درس په وخت کې به یې د دموکراسي له خاطره ویل:

–       ښاغلو که هوا توده وي، کړکۍ به پرانیزو؟

او هغه وخت و، چې د ۶۰ کسو شاګردانو ګډ آواز پورته کېده:

–       خلاصې به یې کړو قربان… خلاصې به یې کړو.

خو زیاتره وخت به د ټولګي له پایه چیغې را پورته کېدې:

–       بندې یې کړئ قربان… بندې کړئ.

او په دې پسې به زموږ په ټولګي کې د دموکراسي ګډوډي پیلیده:

–       قربان خلاصې یې کړئ.

–       قربان بندې یې کړئ.

–        ګرمي پاخه کړو.

–       له یخني سټ شوو.

نوري او شوکت رخت مینځونکی به تل د دغې دموکراسي په مخالف لوري کې ول.

شوکت به که نن ویل دروازه یا کړکۍ خلاصې کړئ سبا به یې د دې عکس کار کاوو، نوري به یې له دې چې کوم پروګرام ولري د ده په مخالف لوري کې ولاړ و.

خو کله کله به بیا دغه دواړه سره جوړ شول، په ګرمي کې به یې دروازه او کړکۍ بندولې او په یخنۍ کې به یې خلاصې پرېښودې.

د دروازې او کړکیو د خلاصولو یا تړلو لانجې به د ټولګي نیم وخت نیو. که به هلکان چوپ ول، نو د دموکراسي له خاطره به یې ویل:

–       هیله کوم یو تن شاګرد دې د هغو کسانو په استازیتوب چې د کړکیو د خلاصولو پلویان دي، ودرېږي او په دې موضوع دې رڼا واچوي.

دلته وه چې دموکراسي به شروع کېده او د غوصې په وخت کې به مو یو بل ته د خره او … خطاب کاوو، ده به ویل:

–       ښاغلو په دموکراسي کې خر او داسې شیان نه لرو، ښه ده چې یو بل ته ښاغلی ووایاست.

هغه څو څو واره موږ ته د ا نصیحت کړی و. موږ به هم په عادي حالاتو کې یو بل ښاغلی محمد، ښاغلی احمد، ښاغلی حسن او ښاغلی حسین بلل. خو که به په قهر کېدو نو دوستان به مو  د خره له لقبه نه محرومول.

موږ به کله چې پوهېدو چې ښاغلی بهجت له ټولګي وتلی،له شا به مو چیغې پسې وهلې:

–       ژوندۍ دې وي دموکراسي.

زموږ د فزیک درس پر هغه کال دا ډول تېر شو او بهجت ډاډه و، چې دموکراسي یې موږ ته په ښه ډول راښودلې ده.

ښاغلي بهجت غوښتل خپل دغه بریالیتوب د لیسې غټانو ته هم وښیي، له ورځو څخه یوه ورځ یې وویل:

–       هلکانو ځانونه تیار کړئ د شنبې په ورځ غواړم په لوی سالون کې د دموکراسي په اړه سیمینار ورکړم، تاسې باید هلته په ښه ډول ترې دفاع وکړئ.

زموږ په ټولګي  کې دری ډلې د علم په زده کړه بوختې وې، د بهجت په وړاندیز د هر ې ډلې تکړه کسان د دې کار لپاره وګومارل شول.

د شنبې په ورځ ټول شاګردان سالون ته راغلو، ښاغلي بهجت زموږ د لیسې له ښوونکو او زده کوونکو پرته خپل ملګري او د نورو ښوونځیو ښوونکی هم راوستي ول، د ښاغلي د میلمنو شمېر ۵۰۰ ته رسېده.

نوري او شوکت رخت مینځونکي د سالون په دواړو خواوو کې مورچلونه نیولي ول. تور احمد او محمد موش ګیر هم خپل پلویان راټول کړي ول،د سالون په یوه کونج کې په انتظار ناست ول، ټول کارونه جوړ شوي ول.

په دغه سالون کې چوپتیا خوره وه، زما په ګومان د لیسې په ټول تاریخ کې دا لومړۍ ورځ وه، چې سالون یې داسې بې غږه غوږه و.

له لږ ځنډ وروسته ښاغلی بهجت تریبون ته ولاړ او دا مرګونې چوپتیا یې ماته کړه. ښاغلي بهجت د دموکراسي او د هغې د ګټو، دموکراسي او ښوونه او روزنه، دموکراسي او د امریکايي ټولنې پرمختګ، دموکراسي او د بدن روغتیا په اړه اوږدې خبرې وکړې ویې ویل:

–       ګرانو دوستانو اوس ستاسې پام د لیسې د دوو ډلو زده کوونکو جروبحث ته چې دموکراسي یې په ښه ډول زده کړې را ګرځوم.

نوري په څنګ ووهلم پوښتنه یې وکړه:

–       او هو… ته د کومې خوا یې؟

–       زه د هغو کسانو پلوی یم چې وايي خلاصې دې وي.

–       ډېر ښه چې هیر دې نه شي… د خپل څنګ کس ته دې هم ووایه چې ځان ورک نه کړي.

موږ بیخي تیار و او ښه پوهېدو چې د دغه بحث له جوړېدو د ښاغلي بهجت مقصد دا دی چې د لیسې مدیر وپوهوي، ځکه مدیر له دموکراسي او دې ډول کلیمو سره جوړ نه و.

 البته په دې خبره هغه وخت پوه شوي و، چې څو ځله مو د مدیر آواز له ادارې څخه اوریدلی و، چې ویل یې:

–       بابا دموکراسي لا څه ګندګي ده؟

اوریدلي مو ول، چې یو ځل ښاغلي بهجت په غوصه له ټولګي ووت، موږ ټولو چیغې کړې:

–       ژوندۍ دې وي دموکراسي.

ښاغلي ستاسې سترګې دې بده ورځ و نه ویني لا څو ثانیې تیرې نه وې چې ښاغلی مدیر په قهر ټولګي ته راننوت، نوري یې کلکه لغته وواهه، خو نوري چې د مدیر څلور برابره وزن درلود د دموکراسي د نه فتح کېدونکې کلا په څېر پخپل ځای ټینګ ولاړ و، یوازې ښاغلی مدیر دری څلور قدمه شاته ولاړ، له دېوال سره سخت ولګیده.

ښاغلی مدیر داځل د شوکت رخت مینځونکی خواته ورغی چې هغه تر خپلو لغتو لاندې کړي، خو وار له واره یې پام شو چې شوکت تر نوري کم نه دی، نو د خپلې غوصې د تسکین لپاره د یو بل کمزوري شاګرد په لټه کې شو دغه بدمرغي زما مړه موږک په برخه شوه.

مدیر وهلم او ما سورې وهلې:

–       ښاغلي مدیر په خدای زه نه وم، زه په دموکراسي له خلاصولو بندولو پرته په بل څه نه یم پوه شوی.

دوو دریو ښوونکو ایله بیله ترې خلاص کړم. پخپلو غوږو مې واورېدل چې مدیر ویل:

–       زموږ د بیګناه شاګردانو فکرونه مسموموي.

د دغو جریانونو به لیدو پوهیدو چې د مدیر او ښاغلي بهجت تر منځ په پټه او ښکاره سره جګړه روانه ده.

موږ ښه پوهېدو چې په پای کې یو د دې سړې جګړې ګټونکی دی.

خو زړه مو ډېر غوښتل چې ښاغلی بهجت بریالی شي، ځکه که هغه بریالی شي نور ښوونکي هم د ده په پله ځي او ټول تعلیمي کال به مو د کړکیو په خلاصولو او تړلو تېر شي.

ښاغلي بهجت له وینا وروسته یو سپین ږيري تربیون ته بوت، ترې ویې غوښتل چې د بحث وړ موضوع غوره کړي.

سپین ږیري موږ ته مخ راواړاوو ویې ویل:

–       زامنو تاسې نه دې اوریدلي چې وایي سلیم عقل په روغ بدن کې وي. دغه حکیمانه خبره یوه یوناني ستر سړي کړې ده، اوس له تاسې غواړم په دې اړه بحث وکړئ چې دا خبره سمه ده که غلطه.

ښاغلي بهجت له سپین ږيري مننه وکړه و موږ ته یې مخ را واړاوو، وې ویل:

–       هیله کوم د هغو کسانو استازي چې وايي دا خبره سمه ده اود هغو کسانو استازي دي چې  وايي دغه خبره سمه نه ده تربیون ته راشي، هر یو دې د بل د نظر په ردولو سره خپل دلیلونه ووايي، البته دغه بحث د دموکراسي په چوکاټ کې په آزاد ډول ترسره کېږي.

لکه څنګه مې چې د مخه له خپلو دوستانو سره خبرې کړې وې، په لوړ آواز مې چیغې کړې:

–       اجازه راکړئ چې خلاصې یې کړو.

–       حاضر کسان زموږ په خبرو پوه نه شول، د پلان له مخې باید مقابل لوري هم چیغې کړې وای.

–       اجازه راکړئ چې بندې یې کړو.

موږ په دا یوه کال د فزیک په درس کې د دموکراسي په هکله ایله د کړکیو خلاصول او تړل زده کړي ول.

بیا مې چیغه کړه:

–       خلاصې یې کړو.

زما له اوازه وروسته، یوه وحشتناکه چیغه را پورته شوه:

–       وایم تړویې…

له دې غږ وروسته د هلکانو کڼونکې چیغې آسمان ته پورته شوې:

–       خلاصوو یې.

–       تړو یې.

ښاغلي بهجت متوجه شوی و، چې لومړۍ چیغه ما پورته کړې، راته ویې ویل:

–       اوس نو تربیون ته راشه او په دې اړه خپل نظر څرګند کړه.

ما چې د مخه دا نه وه سنجولې زړه نا زړه تربیون ته ولاړم.

ښاغلي بهجت وپوښتلم:

–       ښاغلی اکبره ستاسې په آند آیا سلیم عقل په سالم بدن کې دی؟

–       قربان اجازه راکړئ خلاصې یې کړو.

ما لا دا خبره پای ته نه وه رسولې، چې د کړکیو د تړلو پلویانو چیغې کړې:

ښاغلو اجازه راکړئ بندې یې کړو.

ښاغلي بهجت په ناراحتي وویل:

–       ښاغلي اکبر پوښتنې ته ځواب ورکړئ آیا سلیم عقل په سالم بدن کې دی؟ زه د دې پوښتنې په مقابل کې بیخې هک پک وم، دا نورو پخپلو منځوکې خبرې کولې، تر څو چې یو چاغ سړی د هغوی له مینځه راپورته شو، وې ویل:

–       بې له شکه د هر چا لپاره لومړی روغ بدن ضرور دی، ځکه د یو ناروغ کس…

یوه بل د دغه سړي خبره پرې کړه، وې ویل:

–       که ستاسې خبره سمه وي نو بیا باید دا د غېږې نیولو او تورې وهلو ټول اتلان پوهان او پروفیسوران وای.

د کنفرانس ګډونوال هم زموږ د ټولګيوالو غوندې له یو بل سره په ناندریو ول. ښاغلي بهجت بیا له ما وغوښتل چې خپل نظر څرګند کړم.

له ناچارۍ مې وویل:

–       قربان څو شېبې د مخه مې وویل چې زما په عقیده باید کړکۍ خلاصې کړو.

په ښاغلي بهجت مړې خولې راماتې وې، نه یې شوای کولای د کړکیو د تړلو خلاصولو موضوع له نوې طرحه شوې موضوع څخه بېله کړي، ما هم له وخته ګټه واخیسته پسې زیاته مې کړه:

–       دا چې اوس د پسرلي موسم دی د هوا د تودوخې له امله مجبوریو کړکۍ خلاصې کړو. البته آزادې هوا ته اړتیا لرو او ستاسې په اجازه به یې خلاصې کړو.

ښاغلي بهجت د کړکیو د تړلو د پلویانو استازی احضار کړ، هغه ښاغلي صمد و، صمد چې د تربیون شاته ودرېد، وې ویل:

–       زه د اکبري له نظر سره بیخي مخالف یم.

ښاغلي بهجت سوکه وویل:

–       ښاغلی صمد تاسې ښه پوهېږئ چې په دموکراسې کې اکبري نه لرو، ښه به وي هغه ته د ښاغلي اکبر خطاب وکړې.

–       ډېر ښه خو زه له دغه ښاغلي هلکي سره په یوه نظر نه یم.

ما په غوصه  وویل:

–       صمد جانه له خولې سره دې پام کوه، خپله خبره وپیژنه، زه خپل نوم لرم او نوم مې هلکی نه دی.

ښاغلي بهجت وویل:

–       ښاغلی اکبر! صمد جان مه وایه ښاغلی صمد ووایه.

–       ښه ښاغلی یې بنیاده صمده، ته له ما سره مخالف یې؟

ښاغلي بهجت وویل:

–       داسې مه ورته وایه، دا د دموکراسي د اصولو مخالف کار دی.

په دې وخت کې ګډون وال هم په دوو ډلو ووېشل شول، یوې ډلې د سلیم عقل او دې بلې ډلې د روغ بدن پلوي کوله، په دې ډول په سالون کې د دوو موضوعګانو په اړه بحث پیل شو.

په داسې حال کې چې موږ د کړکیو د پرانستلو او تړلو پر سر جنجال جوړ کړی و، دا نورو د سلیم عقل او سالم بدن خبره سره اړوله راړوله، تر څو یې چې ستوني ورسره مرسته کوله، چیغې یې وهلې.

ښاغلي نوري چیغې وهلې:

–       باید خلاصې یې کړو.

تور حلمي نارې کړې:

–       باید و یې تړو.

دموکراسي بهجت چې د ګډونوالو د چیغو او نارو به منځ کې هک حیران ولاړ و، له صمده وپوښتل:

–       ولې باید کړکۍ وتړو؟

د صمد چې څه په نظر ورتلل اود کړکیو د تړلو لپاره یې لازم بلل د فزیک ښوونکي ته یې وویل.

دغه دموکراتیک بحث او جنجال اوج ته رسیدلی و.

ما په زوره چیغې کړې:

–       آهای خره حلیمه ولې ولاړ یې؟

خو بېرته ژر را به هوښ شوم، پام مې شو چې د دموکراسي له اصولو څومره لیرې شوی یم. تور حلمي بې له دې چې پوه شي، زه له خپلې خبرې پښېمانه یم، زما ګریوان یې ونیو، چیغې یې کړې:

–       خر پخپله یې، خر ستا پلار…

په یوه شېبه کې د لیسې تالار د تن په تن جګړې په صحنه بدل شو، تر څو مو چې کولای شوای یو بل مو په څپېړو او سوکانو ووهل. د خدای شکر دی چې رخت مینځونکي شوکت اونوري منځګړتوب وکړ او زموږ جنجال یې پای ته ورساوو. د خلاصو کړکیو پلویانو په زوټه زوټه چیغې وهلې او د کړکیو د خلاصي پرېښودو جدي غوښتنه یې کوله او د کړکیو د تړلو پلویانو پخپله غوښتنه ټینګار کاوو.

د نورو راغلو حالت هم ترموږ ښه نه و، نارو سورو یې غوږونه کڼوول. تر څو چې زموږ د مدیر بوږنووکې غږ چې تر هغه وخته مو له هغه داسې آواز نه و، اوریدلی زموږ غوږو ته راورسېد.

مدیر وروسته له هغه چې موږ ته ښکته پورته وکتل ما ته وویل:

–       ښه دلته څه خبره ده؟

ښاغلی بهجت چې کرتۍ یې چرموړل شوې او کمیس یې څیرې شوی و، په یوه کونج کې ولاړ و او څه یې نه ویل. د لیسې تالار یوه سوځېدلې ځای ته پاته کېده، ما چې د ویلو لپاره څه نه لرل، یوازې مې وکړای شول ووایم:

–       قربان، تور حلم، قربان رخت مینځونکی شوکت قربان…

ښه مې په یاد دي چې په دې وخت کې مې د لیسې د مدیر په جانانه څپېړه په سترګو توره شپه شوه. له هغه وروسته بهجت بلې لیسې ته تبدیل شو، کارونه خپل عادي حالت ته را وګرځېدل.

له هغې ورځې وروسته چې مدیر ټولګي ته راننوزي، چې کړکۍ خلاصې وويني، چيغې کړي:

–       دموکراسي بنده، کړکۍ وتړئ.

او هر وخت یې چې بندي وويني د «دموکراسي بنده» جملې په ویلو سره یې د پرانستلو امر کوي.

اوس ښاغلي صمد، تور حلمی، رخت مینځونکي شوکت او ښاغلي نوري زموږ د هېواد له مشهورو سیاستوالو څخه دي، تاسې هغوی ښه پېژنی، ما یې په دې مقاله کې نومونه بدل کړل.

خو په دې منځ کې زه هیڅ شی هم نه شوم. څو ورځې مخکې مې په واټ کې ښاغلی بهجت ولید، له جوړ په خیر وروسته مې د تېر وخت په باب ترې وپوښتل. د هغه اصلاٌ څه په یاد نه ول، یوازې په نیولې غږ یې وویل:

-دغه هېواد او ملت تر هر څه ړومبی د دموکراسي ښې روزنې ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *