تقلید (جعلي، نقابي افراد) میرویس باور

یوه ورځ د ځنګله باچا زمري؛ موږک د فیل پر ځای وټاکه، شغال یې د پړانګ پر ځای، باز یې د بلبل پر ځای او… ګډوډ تغیرات یې په نظام کې راوستل. د دوی له جملې څخه یواځې باز نوې دندې ته زړه ښه نه کړ.

زمري حکم وکړ چې باز عاجل راولئ. باز خواره واره وزرونه دربار ته حاضر شو.
زمري ورته وویل: ته ولې زما حکم نه منې؟

باز ورته وویل: زه د بلبل دنده سر ته نشم رسولی، سمه ده چې زه قوي يم؛ مګر هغه نرمې مشوکې، چې خوږې نغمې غږوي، زما پلنه مشوکه یې نه شي غږولی. ما پرېده چې د لوړو غرونو سرونه وڅارم.

زمري چې څومره فشار او ټینګار پرې وکړ؛ خو باز نوې دنده ونه منله.

زمري له سر څخه پوښ لرې کړ، په عاجزي یې وویل:
دغه ده وګوره زه هم خر یم خو د زمري دنده مخته وړم، په تا څه شوي دي؟

باز وویل: زه ان د اعلان په اوریدو پوه شوی وم، چې دا ډول تغیرات راوستل د زمري کار نه دی.
دوه ډوله خلک خپل اصلیت پټوي؛ یو هغه څوک چې نورو ته چل و بازي ورکړي او بل هغه څوک چې د نورو په مقابل کې د کمترۍ احساس کوي. زه په دویمې برخې خبرې کوم.

داسې ډیر پیښېږي، چې یو څوک د ځینو خلکو کارونه او عادتونه وویني؛ بیا ترې اغېزمن شي، او کوشش پسې کوي چې د هغه په شان شي او یا یې هم د هغوی خبرو، کړو وړو او نورو کارونو ته سترګې نیولې وي، کله چې اغېز پرې وکړي، بیا د هغوی په لارو پسې روان شي او هر څه چې یې هغوې کوي، دی یې هم کوي. دا ځکه چې همدې شخص ته خپل خوی او خاصیت ټیټ ښکاري.

څیړنو ښودلې، انسان ټول چال و چلن له دریو سرچینو څخه اخلي، کتابونه، سریالونو او شاوخوا افراد دي. په دغو کې افراد ډیر مهم دي. د هر فرد کړه وړه، د پنځو نږدې ملګرو څخه اخلي. پنځه ویشت-پنځه ویشت سلنه له هر یوه څخه اخلي او شخصیت ترې جوړیږي. یوه اصطلاح ده، څوک چې له چرګو سره ګرځي کد کد زده کوي او څوک چې له باز سره ګرځي الوتل زده کوي. ښه دا ده چې د ملګرو په انتخاب کې دقت وشي. او له ښو ملګرو سره راشه درشه وشي.

ژوند یوه لوبه ده، لوبه داسې نه کیږي لکه اتڼ کې چې مخکینی نفر په هره خوا اوړي د شا خلک دې هم مخکیني نغر ته په کتو هماغسې پسې واوړي؛ بلکې لکه د فوټبال لوبه، چې هر لوبغاړی یې په خپل ځای لوبه کوي، ګول ساتونکی په ګول کې ولاړ وي، د ګولونو مخه نیسي، له هغه مخکې څو نفره په دفا کې ولاړ وي، همداسې په مرکز او له مرکزه مخکې نور نفر ګولونه وهي.

که چیرته ګول ساتونکی، د ګول وهنې ځای ته ولاړ شي، د مرکز لوبغاړي شاته راشي او د دفا لوبغاړي مخته ولاړ شي، هم به یې لوبه بایللې وي او هم به یې خپل مسلکيتوب ته صدمه رسولې وي. لکه چې وایي، کارغه د زرکې تګ کاوه خپل یې هم له یاده وتلی و.

کله چې څوک د ځان پرځای په نورو پسی ځي، دا په دې مانا ده، چې خپلې ځانګړتیاوې یې نه دي پیژندلې نو ځان نیمګړی ورته ښکاري. کله چې ځان نیمګړی درته ښکاره شو، طبعا نورو خلکو ته هم نیمګړی ښکارې او ورته بی قدره کیږي. پر نفس باور هغه وخت له منځه ځي، کله چې خپل محدودیتونه، نیمګړتیاوې او هغه څه چې باید وکړل شي، ونه پېژنو. په دې سره له موږ څخه لاره ورکیږي او پر ځان باور هم له لاسه ورکوو.

دا سمه خبره نه ده، چې د ځان لپاره ژوند کول، ځان غوښتنه ده؛ که چیرته د ځان لپاره څه نه شې کولی، د بل لپاره یې هم طبعا نه شې کولی، اول یې د ځان لپاره وکړه. په واقعیت کې د ځان لپاره ژوند په دې مانا ده، چې خپل ځانګړی استعداد، قوت او حکمت وپېژنې.

ارواپوهنه انسانان د خوی او خاصیت له مخې په دوو برخو ویشي. یو یې درونګرا او بل یې بیرونګرا. درونګرا هغه چاته وایي، چې زیاتې خبرې نه کوې، په مجلس کې خسته کیږي، ډیر غلي وي، په یوازیتوب کې انرژي اخلي، له ځان سره یوازې خوشاله وي، کوشش کوي چې د هرې موضوع عمق ته ځان ورسوي او تل په دې هڅه کې وي، چې د ولې پوښتنو ته ځواب پیدا کړي. بیرونګرا بیا د همدغو ځانګړنو برعکس؛ زیاتې خبرې کوي، زیاته انرژي د نورو خلکو په منځ کې اخلي.

نو څوک چې بېرونګرا دي، د هغوی لپاره ښه دا ده، چې ډیر ملګري پیدا کړي تر څو زیات وخت د خلکو په منځ کې تیر کړي. ډیر غلي هم پاتې نه شي او ټولنیز فعالیتونه دي زیات کړي او اجتماعي شي. برعکس درونګرا لپاره ښه دا ده، چې کم ملګري ولري، په هر ځای کې په خبرو نه کولو باندې ځان ملامت نه کړي. داچې درونګرا یوازیتوب خوښوي نو ښه دا ده، چې دا ډول خلک لیکل وکړي.

نو پکار ده، چې لومړی هغه مهارتونه وپېژنو چې موږ پکې تر بل مهارت ښه یو او په کولو یې انرژي اخلو، بیا هغه کارونه او مهارتونه پسې تعقیب شي او ښه دا ده چې د نورو خلکو له ښه خوی او خصلت څخه د خپلو ځانګړنو(مهارتونو) لپاره ګټه واخلو نه دا چې اغیز راباندې وکړي او په ځان کې مو مدغم کړي. خوشحال خان وایي:

توره چې تیرېږي خو ګزار لره کنه
زلفې چې ولول شي خو خپل یار لره کنه
ولې راته وایې چې په ښکلیو نظر مه کړه
سترګې چې پیدا دي خو دیدار لره کنه
شیخ دې مونځ روژه کا زه به ډکې پیالې اخلم
هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره کنه

تر هغو چې مو ځان منلی او پیژندلی نه وي، تر هغو چې مو د زړه اوازونو ته غوږ نه وي نیولی، تر هغو چې څنګه یو هماغسې ونه اوسو. دا امکان نه لري، چې رښتونې خوشالي دې تجربه کړو او د ژوند په خوند دې پوه شو.

که څوک متفاوته وي؛ متفاوته دې واوسي. او پر ځان دې فخر وکړي. که د چا نه خوښېدل او یا د ډیرو نه خوښېدل، ښه دا ده هیڅ یې په کیسه کې نه شي؛ ځکه دا داسې خلک دي، چې هسې هم د دوی لپاره نه دي. رښتونو خلکو سره هغه وخت مخکېدلی شي، چې اول دوی له خپل ځان سره رښتوني شي، څنګه چې دي هماغسې واوسي.

څیړنو ثابته کړې چې جعلي خلک نور جعلي خلک ځان ته جذبوي او رښتوني بیا رښتوني جذبوي. نو ښه دا ده چې رښتوني واوسو، تر څو نور رښتوني جذب کړو.