د بهلول له پنده ډک حکایت

 ژباړه: روح الله سروان

وايي، يوه ورځ د هارون الرشيد مېرمنې زبيدې په لاره کې بهلول وليده چې له ماشومانو سره يې لوبې کولې او پر ګوتو يې ځمکه کې کرښې کاږلې.

ويې پوښتل: څه شی کوې؟

ويې ویل: کور جوړوم.

ويې پوښتل: دا کور پلورې؟

ويې ويل: هو!.

ويې پوښتل: په څو يې پلورې؟

بهلول يو شمېر پيسې ورته يادې کړې.

زبیدې امر وکړ چې بهلول ته ياد شمېر پيسې ورکړي او خپله لاړه.

بهلول پيسې واخيستې او پر بې‌وزلو يې ووېشلې.

يوه شپه هارون الرشید په خوب کې ليدل چې جنت ته دننه شوی او يوه کور ته ورسېد او چې غوښتل يې دغه کور ته دننه شي پرې يې نه‌ښود او ورته ويې ويل: دا کور ستا د مېرمنې د زبيدې دی.

بله ورځ هارون رشيد د دغې کيسې په اړه له خپلې مېرمنې زبيدې پوښتنه وکړه.

زبیدې د بهلول داستان ورته بیان کړ.

هارون د بهلول خواته ورغلی او هغه يې وليده چې له ماشومانو سره لوبې کوي او کور جوړوي.

ويې ويل: دا کور پلورې؟

بهلول وويل: هو!

هارون وپوښتل: په څو يې پلورې؟

بهلول داسې يو شی وښود چې په نړۍ کې نه و.

هارون وويل: پر زبیدې دې پر ډېرو کمو پيسو پلورلی.

بهلول وخندل او ويې ويل: زبیدې ونه ليده او يې پېره او تا ليدلی پېرې يې؛ چې په دې دواړو کې ډېر توپير دی.