کوچنیان او کتاب | پوهندوی آصف بهاند

د اپریل دویمه، د کوچنیانو د کتاب نړیواله ورځ

دا ورځ دې ټولو ته مبارک وي، په تېره کوچنیانو ته!

د دې لنډې لیکنې په پیل کې غواړم د کوچنیانو او کتاب اړوند، څو پوښتنې مطرح کړم:

ــ آیا موږ په خپل کور کې کتابتون جوړ کړی او که مو جوړ کړی وي، د کوچنیانو د کتابونو ونډه مو څومره په نظر کې نیولې ده؟

ــ موږ څومره د مطالعې کلتور پر ځان باندې تطبیق کړی دی، چې زموږ کوچنیانو موږ ته په کتو سره د مطالعې او کتاب لوستنې عادت خپل کړی وي؟

ــ موږ څومره سلنه افغانان تر خوب مخکې خپلو کوچنیانو ته د دوی د خوښې وړ کتابونه یا کیسې لوستي دي؟

ــ ایا کله مو له کوم کتاب پلورنځي څخه خپلو ماشومانو او کوچنیانو ته، د ماشومانو او کوچنیانو ځانگړي کتابونه اخیستي دي؟

ــ ایا کومه ورځ مو په نت کې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره په ځانگړو پاڼو او ویبپاڼو پسې پلټه کړې ده؟

ــ ایا دا تاسو ته مالومه ده چې په پښتو ژبه باندې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره چا؟ څنگه او څومره تالیفات او ژباړې کړي دي؟

زموږ په ټولنه کې که په جدي ډول څېړنه وشي، ښکاره به شي چې تر نور وگړو ډېر مو د ماشومانو او کوچنیانو حقونه تر پښو لاندې کړي دي او هغه څه د افغانستان له ماشومانو او کوچنیانو سره شوي دي، چې د مځکې کرې په هیڅ برخه کې به دومره جفا نه وي شوې چې موږ د خپلو ماشومانو او کوچنیانو په حق کې کړې ده.

له کوچنیانو او ماشومانو که ښه کوو، لومړی باید له دوی سره د تاوتریخوالي هغه بېلابېل ډولونه ودروو چې همدا اوس له کور، کلي نه نیولې تر ښارونو او ټول هېواد پورې، د دوی په حق کې روان دی؛ وروسته تر هغه باید د دوی واړه جهان ته په درناوي سره باید دا زمینه برابره کړو چې دوي د ماشومتوب او کوچنیوالي دوره په پوره بیغمۍ او ځانگړو زدکړو سره تېره کړي چې د ځوانۍ دورې ته د ورننوتلو جوگه شي. د دې په څنگ کې باید د ماشومانو او کوچنیانو له پاره د ځانگړو کتابونو او هغوی ته د لوستلو زمینه برابره کړو.

د ماشومانو او کوچنیانو له پاره کار شوی دی، خو نه هغومره چې دوی یې حقداره دي. زموږ په ټولنه، په تېره پښتو ادبیاتو کې د گوتو په شمار خلکو په دې برخه کې کار کړی دی چې دلته به د کوچنیانو د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت، د دغو ښاغلو د کارونو لنډه یادونه وکړم:

محمود مرهون،

عبدالولي اڅکزی،

ویسا ورونه او قلملار ټولنه،

محمود مرهون:

محمود مرهون د ماشومانو او کوچنیاو له پاره تر ټولو نورو لیکوالو او قلموالو ډېر کار کړی دی. ما مرهون د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۵ کال په اپریل کې، په کابل پوهنتون کې ولید. دا لاندې معلومات په هغه وخت پورې اړه لري:

اوس محمود مرهون د کابل پوهنتون د ادبیاتو پوهنځي د پښتو څانګې په علمي کدر کې تر ټولو ځوان غړی دی. 

مرهون یو فعاله ځوان علمي کدر دی چې ادبیاتو پوهنځي کې یې د زدکړې او تدریس تر څنګه ډیرې نورې فرهنګي پروژې او کارونه را پیل کړې دي. د ژورنالیزم په برخه کې فعالیت لري او د «سراج الملت»   په نامه جریده خپروي چې تر اوسه پورې یې دوې ګڼې زما له نظره تیرې شوې دي، په آنلاین ډول یې د پښتو ژبې تدریس (راځئ چې پښتو زده کړو، بیاید پښتو بیاموزیم) ته مټې را نغښتلې دي چې په آنلاین ډول تر لاسه کیدای شي.

د کتابونو لیکل او ژباړل یې په یوه عادت بدل شوي دي. له ټاټوبي اونیزې سره یې د خپلو چاپ شوو آثارو په باب داسې ویلي وو:

«تر دې دمه مي ٣١ عنوانه بېلابېل کتابونه په هيواد کي دننه او له هيواده بهر چاپ سوي دي او انشاالله په نږدې راتلونکي کې به دغه شمېر ٣٥ ته ورسېږي.»

هغه کتابونه چې مرهون په ۲۰۱۵ ام کال اپریل کې ما ته په کابل کې را وسپارل، عنوانونه یې دا دي:

ــ مهربانه سپی او د چرګې ژړ چیچان،

ــ درې نانۍ پیشو ګیانې،

ــ وحشي خرس او هوښیار هلک،

ــ د ځنګل د ماڼۍ راز،

ــ د سرو زرو هګۍ او جادويي بیزوګۍ،

ــ لویشتکی،

ــ د علاالدین څراغ،

ــ هوښیاران خور او ورور،

ــ بامي،

ــ بیرندونکی شوپرک.

خو له ۲۰۱۵ کال وروسته یې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره نور هم خپل کارونه گړندي کړل چې ښایي په ځانگړي ډول یې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره تر اوسه تر شپیتو ډېر کتابونه لیکلي، ژباړلي او چاپ کړي وي؛ خو له بده مرغه چې په ټول افغانستان او بیا په پښتنو کې د مطالعې دود دومره عام نه دی، په کتاب باندې څوک پیسې نه ورکوي او حتی که وړیا یې هم ورکړې، خپلو ماشومانو او کوچنیانو ته یې نه لولي او نه یې ورزده کوي.

که یې څوک اخلي که یې نه اخلي، که څوک لولي که یې نه لولي، مرهون کار کړی او کار کوي، او زموږ د ټولنې د یو هیر شوي قشر له پاره یو څه نه، بلکې ډیر څه چاپوي.

اوس پوښتنه دا ده چې دا کتابونه چا ته چاپ شوي دي:

ــ هغه چا ته چې د راتلونکې ټولنې یوه اصلي سټه ده،

ــ هغه چا ته چې راتلونکې ټولنه باید وچلوي،

ــ هغه چا ته چې راتلوکې یا ښه کوي، یا یې بربادوي،

که مو ښه وروزه، ښه به شي او که بد مو وروزه نو پایله یې همدا اوس مالومه ده، یعنې بربادي.

زه د دې کتابونو چاپ او خپریدل، د نوي نسل په روزلو کې له اساسي ګامونو نه یو ګام ګڼم.

 محمود مرن تر شپیتو ډېر کتابونه لیکلي، ژباړلي او چاپ کړي دي، د ځینو نومونه یې دا دي:

۱ــ شرمښ او سره بزه، محمود مرهون،

۲ــ جګ بابا، لیکوال: جین وبستر، مترجم: محمود مرهون،

۳ــ د آسمانو شاپیرۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۴ــ د واورو ملکه، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۵ ــ د اُز د ښار جادو ګر، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۶ ــ سورکۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۷ ــ ملاله په عجبه دنیا کې، لیکوال: لوییس کارول، مترجم: محمود مرهون،

۸ ــ اورلګیت خرڅونکې نجلۍ، لیکوال: هانس کریستین اندرسن، مترجم: محمود مرهون،

۹ ــ د ماشیني انسانانو سره جنګ، لیکوال: فرانک با اُوم، مترجم: محمود مرهون،

۱۰ ــ د باچا نوي کالي، محمود مرهون،

۱۱ــ قهرمان هلک او جادوګر، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۱۲ــ د ځنګله د ماڼۍ راز، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۱۳ــ شین طوطي، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۱۴ــ سارا سرور، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۱۵ــ شپږ ورونه او یو سوی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۱۶ــ نیک بخته شاهزاده، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۱۷ــ مغروره باز(او یوه بله کیسه)، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۱۸ــ چالاکه پیشي، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۱۹ــ د ریدي وفاداره سپی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۲۰ــ سرتیری او وحشي دیب، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۲۱ــ د ګیدړې شیطان چیچی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۲۲ــ اروا وږی سپی(څو نورې کیسې)،

۲۳ــ د کلي عجیبه سپی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۲۴ــ انګوړ و منګوړ او چیچي مچونګړ، محمود مرهون،

۲۵ــ ښکار او ښکاري(او یوه بله کیسه)، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۲۶ــ مچمچکه، لیکوال: بن زلس، مترجم: محمود مرهون،

۲۷ــ هوايي هیلۍ، لیکوال: هانس کریستن اندرسن، مترجم: محمود مرهون،

۲۸ــ د کوچنیو انسانانو دنیا، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۲۹ــ آسماني نجلۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۳۰ــ لنډیان او خفاف(بوټ ګنډونکی)، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۳۱ــ نازو او جادوګر، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۳۲ــ مهربانه نجلۍ، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۳۳ــ شین سترګې ارزو، لیکوال: لوسی م مونټګمري، مترجم: محمود مرهون،

۳۴ــ ماریا او زمری شاهزاده، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۳۵ــ نازو او جادوګر باچا، لیکوال: فرانک با اُوم، مترجم: محمود مرهون،

۳۶ــ علي بابا او څلویښت غله، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۳۷ــ هوښیار سوی او بد رنګه راکون، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۳۸ــ درې سترګی دیب او کوچنی بوټبه، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۳۹ــ د زمریالي وفا داره سپی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۴۰ــ د هیلۍ بد رنګه چیچی، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

۴۱ــ وحشي خرس او هوښیار هلک، لیکوال: شاګاهیراتا، مترجم: محمود مرهون،

محمود مرهون اوس له هېواده د باندې په هنوستان کې په «P hd » زدکړو بوخت دی.

محمود مرهون په اوسنیو متعهدو قلموالو کې هغه څوک دی چې تر ټولو نورو قلموالو یې د ماشومانو او کوچنیانو ادبیاتو ته پاملرنه او عملي کار کړی دی. ما (آصف بهاند) د ده د عملي کارونو او لیکلو کتابونو په باب څو مقالې لیکلې دي او د کوچنیانو د ادبیاتو او نوي نسل د روزلو په برخه کې مې د ده پر کړو کارونو مفصله رڼا اچولې ده.( د کوچنیانو ادبیات، دویم ټوک، ۹۸ ــ ۱۰۹ مخونه) 

عبدالولي اڅکزی:

عبدالولي اڅکزی بل هغه ځوان دی چې د ماشوانو او کوچنیانو د کتابونو په برخه کې د یوې لویې اکادمۍ په څېر کار کړی دی. په اوس وخت کې دی په جرمني هېواد کې ژوند کوي او د رسمي کار تر څنگ په فرهنگي کارونو کې دومره کار کوي چې ښايي د فرهنگیانو یوه ډله یې هم ونه شي کولای. احمد ولي د لیکنو او ژباړو تر څنگ دوه ویبسایتونه هم پرانستي دي او چلوي یې:

قاموسونه دات کام (qamosona.com)

کوچنی دات کام. (www.kochnai.com)

عبدالولي اڅکزی یوازې په کوچنیان دات کام کې د ماشوانو او کوچنیانو له پاره په سلگونه کتابونه راټول او انلاین کړي دي چې پرته له تکلیف نه یې هر مور پلار په وړیا ډول په خپل کور کې کتلی او لوستلای شي.

د احمد ولي اڅکزي نوم، د ده د تر سره کړو فرهنګي کارونو په وجه، هر افغان باید اوریدلی وي او لږ قلموال به وي چې د ده له فرهنګي کارونو څخه یې استفاده نه وې کړې. د قاموسونه دات کام (qamosoona.com) په اوریدو سره د هر افغان په ذهن کې د احمد ولي اڅکزي نوم او تر سره کړي فرهنګي کارونه تداعي کیږي،

احمدولي اڅکزی چې د ۲۰۰۱ م زېږدي کال راهيسي د پښتو ژبې د پانگې په راټولولو بوخت دی او ورباندې څېړنه کوي، په ۲۰۰۳ م زېږدي کال يې د قاموسونه ټکی کام انټرنټي پروژې بنسټ کېښود. په دغه انټرنټ پاڼه کې تر اوسه پورې څه ورباندې پنځوس پښتو قاموسونه ځای پر ځای شوي دي چې پکې د پښتو مشهوره قاموسونه لکه پښتو تشريحي قاموس، درياب او افغان قاموس هم شامله دي. ده په قاموسونه ټکی کام کې څه ورباندې يو لک او اتيا زره مصرعې، پښتو شعرونه هم راټول کړي دي چې لا ورباندې کار روان دی. پداسې حال کې چې قاموسونه ټکی کام د پښتو ويونو او سيندونو يوه بېسارې پانگه ده، نو دغې پاڼې او د پاڼې بنسټگر په گڼ شمېر پښتنو ځوانانو کې ډېر مينه وال پيدا کړي دي. اڅکزي سره په څنگ کې يو شمېر نورو افغان ځوانان چې په اروپا او د نړۍ په نورور لويو وچو کې مېشت دي هم خپلې هلې ځلې کړي دي او د قاموسونه پروژې په بډاينه کې د هغوی رول د يادولو وړ دی. د وېبپاڼې په تخنیکي اړخ کې د مصطفی سادات چې د ريښتوني افغان وېب پاڼه چلوونکی پاتې شوی په نیوزيلېنډ کې اوسېږي هم د يادولو وړ دی. اڅکزي په ۲۰۱۰ م زېږدي کال د آزادۍ راډيو سره په يوه مرکه کي وويل چي ده د پښتو ژبې په لسگونو زره داسي ويونه راټول کړي دي چي تر اوسه پوري په هيڅ پښتو قاموس کي نه وو، خو پښتانه يې په خپلو ليکونو او خبرو کې کاروي. خو د ماشومانو او کوچنیانو د کتابونو په برخه کې یې بیا د نوي نسل روزلو ته په کتو سره، بل ډول ارزښتمن کارونه کړي دي

خپله احمد ولي اڅکزی د کوچنی ټکی کام په باب داسې لیکلي دي:

«ستاسو په اجازه به زه درته په لنډه توګه د خپلې يوې بلې پروژې په تړاو هم معلومات درکړم کومه چي ما د پښتنو ماشومانو له پاره جوړه کړې ده. د دغې پاڼي نوم کوچنی ټکی کام دی چي ما تقريبا د ۲۰۱۶ کال په پسرلي کي پېل کړه. دا ځکه چي له هيواد څخه د ليري ژوند کوونکي يو مسافر په توګه ماته ډېره مشکله وه چي د خپلو ماشومانو له پاره په پښتو ژبه د هغوی د عمر سره برابر کتابونه پيدا کړم. نو ما فکر وکړ چي کومه ستونزه چي زه لرم، نو خامخا به يې نور خلک هم لري. همدا ؤ چي ما د کوچنی ټکی کام په نوم پاڼه پېل کړه چي پکښي د ماشومانو له پاره خپل نکلونه، شعرونه او په همدې شان د نورو کسانو له خوا ليکل سوي نکلونه خپرول پېل کړل. 

دغه پاڼه اوس نژدې يو اعشاريه درې مليون ځله لوستل سوې او هره ورځ ورته اوسطا ۲۵۰۰ کسان راځي او نکلونه پکښي لولي، اوري يا پکښي ويډيويي نکلونه ګوري.

دمګړی په دغه پاڼه کي تر ۳۰۰ زيات نکلونه په ليکلې، ږغيزه يا ويديويي بڼه آنلاين دي. البته د نکلونو ورزياتولو دغه پروسه لا نه ده بشپړه سوې او د وخت په تېرېدو به د دغو نکلونو شمېر نور هم زيات سي.

ټول مطالب چي ما په دغه پاڼه کي د ماشومانو له پاره انتخاب کړي او راټول کړي دي، هغوی داسي مطالب يا نکلونه دي چي ماشومان ورڅخه د خپلي مورنۍ ژبي د زدکولو تر څنګ د ژوند له پاره نور ګټور پندونه او درسونه هم زده کولای سي.

د کوچنی ټکی کام د پاڼي جوړښت داسي سوی دی چي ټول نکلونه يې ځانګړي ټېګونه لري او په دې توګه پر کاټيګوريانو وېشل سوي دي. د دغو ټېګونو په مرسته څوک د مثال په توګه د ځانګړو ليکوالانو نکلونه بېلولای سي، يا د ځانګړي عمر لرونکو ماشومانو له پاره غوره نکلونه بېلولای سي او يا هم د متن د اوږدوالي له مخي د نکلونو ځانګړی ليسټ جوړولای او لوستلای سي.

د دغې پاڼي ډيزاين داسي جوړ سوی چي پخپله ماشومان يې په آساني سره پر موبايل يا کمپوتر بېله دې چي ليک او لوست يې زده وي، پرانستلای سي. دا چي د دغې پاڼي زيات نکلونه ږغيزه يا ويديويي بڼه هم لري، نو واړه ماشومان هم ورڅخه ګټه پورته کولای سي.

زه په دې خوشال يم چي هره ورځ په لسهاؤ زره کسان د قاموسونه ټکی کام له وېبپاڼې څخه کار اخلي او اوسطا ۲۵۰۰ ځله له کوچنی ټکی کام څخه و خوږ ماشومانو ته په پښتو ژبه نکلونه لوستل کيږي.

د يادو دواړو پروژو له برياليتوب څخه موږ تاسو ته دا ثابتيږي چي که حتی زما په شان په اړونده ډګرونو کي يو غير مسلکي کس د کار ټينګه اراده وکړي نو د خپلي مورنۍ ژبي له پاره په يو ډګر نه په يو ډګر کي خامخا يوه ښېګڼه رامنځ ته کولای سي.

يادي دواړي پروژې موږ تاسو ته دا ثابتوي چي بېله دولتي او غير دولتي مرستو او بوديجې هم عملي کار کول ممکن دي.

خدای دي موږ تاسو ټولو ته وس راکړي چي په لومړي سر کي خپلو بچيانو ته د خپلې مورنۍ ژبي د زدکړې امکانات برابر کړو، ورته د ماشومانو له پاره د پښتو ژبي ادبيات ور وپېژنو، د پښتو د ليک او لوست ښوونه ورته وکړو او تر څنګ يې د نورو ټولو ژبو او ولسونو د احترام ډېوه هم په سينه کي ور بله کړو.»

ویسا ورونه او قلملار ټولنه:

د ویسا ورنو او قلملار ټولنې او د معارف او د وطن د نوي نسل د روزلو په برخه کې د دوي د فعالیتونو په باب مقاله نه، مقالې او لا کتابونه باید ولیکل شي، ما خپله برخه او د دوی د گڼو فعالیتونو په باب وخت ناوخت مقالې لیکلي دي.

ویسا ورنو او قلملار ټولنې په دې ورستیو کې د ماشومانو او کوچنیانو له پاره ځانگړي لیکل شوي، ژباړل شوي او چاپ شوي کتابونه د ماشومانو او کوچنیانو تر نازکو لاسونو پورې رسولي دي. دا لاندې 

لنډ معلومات پرون د مطیع الله ویسا په فیسبوک پاڼه کې خپور شو:

«قلم لار تر اوسه 165000 يو لک پنځه شپيته زرو ماشومانو ته د ماشوم کتاب په رضا کار ډول رسولی دی.»

زموږ د ټولنې ستونزو، د پرمختګ څرنګوالي او شرایطو ته په کتو سره د ماشوانو او کوچنیانو له پاره د کتابونو لیکل، ژباړل او ویش زه داسې ارزوم چې په ښه او مثبت لوري روان دی او له تمې نه لا زیات کارونه د تر سره کیدو په حال کې دي. ښې بیلګې یې د کوچنیانو د ادبیاتو په څیړنیزه او تخلیقي برخه کې لیدل کیـږي، په بیلابیلو ویبپاڼو کې چاپیـږي او تر ټولو ښې پتې یې دا دي:

ــ «پل» ویبپاڼه، ( http://pal.taand.com

ــ د ماشوم د ادبیاتو کور فیسبوک پاڼه،

ادبیاتو کور

ــ په دې ورستیو کې د «د ختيزې سيمې د ليکوالو او ژورنالستانو ټولنه»  ټولنې له خوا د ګڼ شمیر لیکوالو او فرهنګیانو په ګډون «د ماشوم د ادبیاتو جشن» تر سر لیک لاندې د یو سیمینار جوړیدل ې بله ښه بیلګه کیدای شي.

ــ دغه راز په ځینو ویبپاڼو کې د نورو خبرې او فرهنګي مطالبو تر څنګ، د ماشومانو او کوچنیانو کړکۍ هم پرانستل شوې چې هلته د کوچنیانو له پاره کتابونه، د کوچنیانو د ادبیاتو او کارونو په باب څړنیزې مقالې او د کوچنیانو له خوا یا د کوچنیاو له پاره لیکل شوي شعرونه او کیسې انلاین کیږي، لکه د لر او بر ویبپاڼې د «د ماشوم نړۍ» برخه:

د ماشوم نړۍ

د کوچنیانو د ادبیاتو تخلیقی برخې ته که پام وشي، لیدل کیږي چې په دې برخه کې په ډیر لنډ وخت کې ګڼ شمیر نوي قلموال را پیدا شوي دي چې د کوچنیانو له پاره یې شعرونه، داستانونه تخلیق کړي دي او یا یې له نورو ژبو د ماشومانو او کوچنیانو له پاره یو څه را ژباړلي دي.

د نوي نسل د ښې او مدرنې روزنې له پاره

د ماشومانو او کوچنیانو کتابونو ته د لا پاملرنې په هیله!