پر ماشومانو د جنسي تیري د مخنیوي لارې چارې

عتیق الله خادم 

جنسي تیری پۀ گرده نړۍ کې یو عیني واقعیت دی، چې سترگې نشي پرې پټیدلی. دا داسې پدیده ده چې پۀ بشپړ ډول لۀ منځه وړل کیږي نۀ، خو کنترولیدای شي او یو څۀ اندازه مخنیوی یې کیدای شي. دا چې افغاني ټولنه هم لۀ دې ستونزې خوندي نۀ ده، نو مناسبه ده چې پۀ داسې جدي او حساسو موضوعاتو باندې پۀ کور، کلي، تعلیمي او روزنیزو مرکزونو کې پراخ بحثونه راپورته شي، تر څو خلک د جنسي تيري د مخنیوي پۀ برخه کې اگاهي ترلاسه او د مخنیوي پر احتیاطي او لازمي تدابیرو پوه شي. د جنسي تیري د مخنیوي پۀ برخه کې دوه ډوله تگلارې شتون لري، یوه یې جزایي تگلاره، چې د عدلي او امنیتي اورگانو پۀ گډه همکارۍ یې مخه نیول کيږي. دوهمه یې ناجزايي تگلاره ده. دا بیا پر وضعي او ټولنیز مخنیوي ویشل شوي ده. د جنسي تیري څخه د مخنیوي پۀ ټولنیزه تگلاره کې لازمه ده چې میندې او پلارونه د جنسي تیري، د جنسي تیري پر عواملو، ستونزو او احتیاطي تدبیرو پوهه شي. لاندې ټکي بۀ پۀ دې برخه کې یو څۀ اندازه مرسته درسره وکړي:

ـــ ماشومانو ته مو دا ور زده کړئ، که چېرې د کوم چا لۀ خوا د جنسي تیري لۀ گواښ سره مخ کیږي، څنگه نیږدي امنیتي مرکز او یا اړونده برخه کې لۀ کوم ارگان څخه مرسته وغواړي. که د یادو مرکزونو سره تیلفوني شمارې مو ور زده کړې ډېره غوره ده.

ـــ ماشومانو ته مو ځینې روزمي یا جنگي تکتیکونه ور زده کړئ. مثلاً: څه ډول خاورې یا شگې د مقابل شخص پۀ سترگو ور وشیندي چې د یو څو دقیقو لپاره د پټیدو فرصت پیدا کړي. یا څنگه ناببره د چاقو یا کوم بل تېره شي پۀ واسطه پر خپل حریف حمله وکړي.

ـــ ماشومانو ته پۀ واضحو ټکو ووایئ چې که چا مو پۀ ورنو او غومبرو لاس واهه منعه یې کړئ. واړو ماشومانو ته ووایئ چې چا ته مچي مه ورکوئ او غېږو ته یې مۀ ورځئ.

ــ هغه ماشومان چې پۀ کورس، مکتب یا مدرسه کې زده کړې کوي. پوه یې کړئ که استاد لۀ بل چا پټ د کوم کار پۀ بهانه شخصي اطاق یا کور ته ور بللئ مۀ ورځئ

ـــ که ماشومان مو د کور لۀ نیږې دوکانه روزنه سودا اخلي، پوه یې کړئ که دوکاندار لۀ پیسو پرته د ډالۍ پۀ نوم چکلیټ، جوس یا بېسکټ ور کاوه، مه یې ترې اخلئ

ـــ د خپلو ماشومانو هر ډول مادي او معنوي اړتیاوې پوره کړئ. چې مجبور نشي بچیانو مو د یو موټرک، موبایل او ويډیو ګیم د لاسته راوړلو لپاره د چا د جنسي هوس قرباني شي

ـــ بچیان مو د هغو ماشومانو د لوبو کولو څخه لرې وساتئ، چې پۀ عمري او یا هم د قد و قامت پۀ لحاظ غټ وي. البته ډېرې داسې پېښې هم شته چې ماشومان د خپلو همزولو له خوا د جنسي تیري لاندې راغلي. ( باید یاده کړو چې دې ته بۀ د جنسي تيري نوم ورکول ښه هم نه وي، ځکه داسې زیاتره پېښې بیا د خپل منځي رضایت پۀ اساس هم صورت نیسي.) 

ـــ که لويې کورنۍ وي چې د کور د غړو شمیرو یې تر څلویښتو تنو رسیدلی وي، لۀ لویانو یې د خوب خونې او بسترې جدا کړئ. څېړنې ښایې چې پر ماشومانو د جنسي تیري ډیری پېښې د خپلو نیږدې خپلوانو لۀ لوري شوي دي، چې هملته ورسره اوسیږي او یا یې ورسره راشه درشه ډېره وي.

ـــ ماشومانو ته مو ډاډ ورکړئ، چې خپلې ستونزې پۀ ډاډه زړه او اطمینان درسره شریکې کړي. هغوی باید باوري چې که لۀ ورته ستونزې سره مخ شي، تاسې پۀ جریان کې کړلی شي. هغه ماشومان چې ډارن دي تر نورو ډېر د جنسي تیري تر گواښ لاندې دي.