فیل او ملګري| فضل الحق نوری وردګ

یوه ورځ يوه بې ملګري فیله په ځنګل کې د ملګري په لټه کې وو. دې سمدلاسه یوه بیزو ولیده او پوښتنه یې ترې وکړه

” بیزو, زه او ته سره ملګري کېدای شو؟” 

بیزو په تېزۍ سره ځواب ورکړ:

” ته غټه یې, ته زما په شان په ونو کې نه شې ختلای, ته زما ملګرې نشې کېدای”. 

ماتې خوړلې فیلې خپلې لټې ته ادامه ورکړه, فیله د یوې سویې تر څنګ ودرېده. له سویې یې پوښتنه وکړه:

” سویې زه او ته ملګري کېدای شو؟ “

سویې فیلې ته وکتل او ځواب یې ورکړ:

“ته ډيره غټه یې, زما په غار کې نه شې ننوتلی, ته زما ملکرې نشې کېدای”.

وروسته فیلې خپلې پلټنې ته ادامه ورکړه, تر دې چې هغې له یوې څنګښې سره ولیدل او پوښتنه یې ترې وکړه:

“زه ستا ملګرې کېدای شم” ؟

څنګښې ځواب ورکړ:

“ته ډيره غټه او درنده یې, ته زما په شان ټوپ نه شې اچولی, ته رما ملګرې نشې کېدای.”

د فیلې پلټنې دوام درلود, تر څو له حیواناتو نه د ملګرتیا په هکله پوښتنه وکړي, مګر همېشه به یې یو شان ځواب تر لاسه کوو. بله ورځ فیلې ولېدل, چې ټول د ځنګل حیوانات په ویره منډې وهي. هغې خرسه ودروله او پوښتنه یې ترې وکړه, چې:

“څه پيښ شوي؟”

هغې ځواب ورکړ, چې زمري حمله کړې ده. فیلې غوښتل, چې نور حیوانات وژغوري, هغه زمري ته ورغله او ورته یې وویل:

 “محترمه په مهربانۍ سره زما ملګري تنها پرېږده. هغوی مه خوره. “

زمري غوږ ونه نیوو. هغه فیلې ته وویل, “چې یوازې خپل کار کوه. “ویې ویل, چې بله لار نشته, فیلې زمری په لغتو وواهه او هغه یې وډار کا. د زړورې کیسې په اورېدو سره, نور حیوانات له دې سره موافق شول ” ته زموږ د ملګرتیا لپاره مناسبه اندازه یې”.