ماشوم او روزنه | احمدولي صياد

       وړکی وم،  په هیڅ نه پوهیدلم،  هر چا به چې په غیږ کې واخیستلم او یا د لاسه ونیولم فکر به مې کولو چې دا مې ژوند او ضرورتونو سره،  سره د هر څه افته د خوندي کولو غېږ ده،  خو دا خبره تر ډیره بریده سمه نه وه!
 چا به د خپل پلار او کورنۍ د غړو پر مخ کې پورته او ښکته کولم، خو ځینو به زما وړکتوب او ګونګۍ ژبه خوښوله.
 زما فکر  داسی نه وو او نه په دې پوهیدلم چې ولې مې دا خلک ښکته او پورته او په ګونګۍ ژبه خبرې راسره کوي،  دا نو بیا یوه بېله نړۍ وه، نه د ژوند په مانا او نه مې د ژوند تر نامه لاندې څه  پېژنده!
یخ او ګرم،  سخت او  پوست، شيشه او اوسپنه مې نه پیژندله یواځې په دی فکر او سوچ کې به وم  چې ګواکې ټول د لوبو شیان دي .
 کومه خواړه به چې زما لپاره صحي وه نو د کورنۍ غړو به راکوله او کله به چې د کور غړو خوراک کولو ما به ژړل او په خپله ماشومانه ژبه به مې وویل هغه خواړه چې تاسې تر مخ پراته دي  ماته یې هم  راکړئ چې وی خورم.
چا به چې قلم، کتاب او داسې نور څیزونه په لاس کې نیولي ول،  ما به کوشش کولو چې زه یې ترې واخلم او په دې فکر کې به وم شاید د خوراک شیان یي،  په دې نه پوهیدم چې ایا دا خوراکې توکي ندي او په خوړلو یې بدن ته زیان رسیږی،  نه پوهیدم ،  تل به مې پلار زما په ژبه پوهولم،  خو ماشومانه قصد هیڅ داسې فکر او حرکت نشي پیداکیدلای چې تغیر ورکړي،  یواځې د ماشوم ذهني فکر زر بدلیدلای شي او زر یې هغه څه چې قصد ورته لري هیریږي، نو زه به مې خپلې کورنۍ همېشه په بله لوبه یا هغه څه چې زه خوښوم او تاوانې نه وي مصروفولم، نو هغه موضوع چې قصد به مې ورته لرلو هېرېدله.
تاسې پوهېږۍ ولې داسې وم او څنګه به مې دغسې کړنې خوښولې؟!
ځکه چې ماشوم وم او ذهني پراختیا ته مې ضرورت لیدل کیدلو،  ښه تربیې ته مې اړتیا وه!
بله پوښتنه دا ده چې لومړني  استادان مې څوک دي او ولې استاد ته معنوي پلار ویل کیږي؟!
شاید داسې پوښتنې په وړکتوب کې چا ته فکر ته رانشي او نه ماشومان په دې فکر کولای شي،  ځکه ذهني جوړښت یې داسې کړنو ته برابر ندی او داسې پوښتنې یې د ماشوم د تربيې په يو پړاو کې پیدا کيږي، بیا یې خپله د حل لپاره کوشش کوي تر څو و پوهیږي چې استاد څوک او استاد ته ولې معنوي پلار وایي.
دا چې په پورته خبرو یواځې د ماشوم اولني حرکات او د تربیې په پیل کمې خبرې وشوې نو ضروري ده چې د ماشوم د تربيې او تعلیم زمېنه او د زمېنې برابرښت ته کومه لاره ده چې د ماشومانو د ښه ښوونې او روزنې  کړنه اسانه وي!؟
د ماشوم روزنې او پالنې ته ځانګړې  اړتیا لیدل کیږي په مسؤلینو یې فرض ده.
اول:  د ماشوم روزنه د ماشوم د خوراک او څښاک او د خوب له ځایه پیلیږي دی، که فکر وشي دا برخې مهمې او بنسټیزې ببلی شو یعنې د همدې ځای څخه د روزنې لومړې قدم پیلیږي او په نور اړخو یې هم د همدې ځای څخه فکر کولای شو او که په همدې تګلاري عملاً کار وکړو نو کیدای شي یو یو تکړه او بافکره انسان وروزو.
د ماشوم د عمر په پړاونو کې هره برخه بیله روزنې ته اړتیا لري چې دا یو دقت ته ضرورت لري.
تر بنسټیزو اړتیاوو وروسته باید د ماشوم د احساساتو پالنې او روزنې ته پام واړوو او یا په ټولنه کې د دوی د کامیابۍ د لارو د موندلو او د هغو د ور زده کولو اړخ ته وګورو.
د ماشوم ماغزه لکه د سپنج وګڼئ چې د شاوخوا چاپېریال هر څه جذبولی شي. په دې کې اورېدل او لیدل هم شامل دي.
د ماشوم په لومړنیو پنځو یا اوو کلونو کې د دوی مازغه ډير څه اخلي. دا ټول هغه راغونډ شوي معلومات دي،‌ چې زموږ په ژنتیکي جوړښت کې ځای لري،‌ له ماشوم سره چې څه کیږي په اتومات ډول یې غبرګون ښیي.‌
یعنې د ماشوم ذهني قوه او د لوړ عمره کس ذهني قوه توپیر لري ، د ماشوم ذهني پراختیا په چټکۍ صورت نیسي ولې د پراختیا لپاره لازم تدا بیر نیول پکار دي، او یو منظم چوکاټ ته داحل شي، نو بیا ذهني پراختیا په چټکې پکې صورت نیسي.
 د ډیر عمر انسان ذهني پراختیا برعکس ده،  د دوی ذهني پراختیا یو چوکاټ ته دا خل شوی یي او د شخص په فکر او ذوق پورې مربوطیږي چې څنګه وکولای شي او په کومه برخه کې پرمختګ وکړي.
دلته بل سوال دا دی چې ایا د ذهني ودې لپاره چوکاټ مهم دی؟
ولې نه!!!  که چېرته ذهني وده په یو چوکاټ کې منظم ځای ونلري د زده کړې ستونزې ډېریږي !
له بل اړخه که وکتل شي د یو کار لپاره پلان یو مهم چوکاټ دی، یعنې د کار اولنۍ برخه پلان دی او که چېرته پلان وي نو معلومه ده چې د یو معلوم کار لپاره موږ چوکاټ جوړ کړ!
اصلي غرض دا دی چې  که چیرته د ماشوم د روزنې لپاره پلان ونلرو،  شاید دغه روزنه نیمګړي وي او موږ خپلې موخې ته د مخه ناکام پاتې شوم.
اصلې مفهوم دا دی چې د ماشومانو روزنې لپاره په پلان کار وکړو تر څو وپوهیږو چې د ماشوم د روزنې لپاره لومړني تداربیر څه شی دی،  او څنګه د یوې کورنۍ ماشوم کومو کړنو ته وهڅول شي تر څو لومړنۍ هڅه یې د روزنې یوه بریالۍ هڅه وي او په نوبتي شکل هره مرحله په یو منظم سیستم مخ ته ولاړه شي،  د ماشومانو روزنه به مو د یوې ښې پراختیا پایله ولري،  تر څو یو ماشوم د وطن او هم د کورنۍ لپاره بهترین ستر شي!
که چیرته هره کورنۍ،  د ماشومانو د روزنې لپاره لازمې کړنلاري په درلودلو سره مخ ته ولاړ شي، نو دا کورنۍ یوه بریالۍ کورنۍ ده،  که ټولنه هم د همدې برخې لرونکې وي نو معلومه ده چې ټولنه هم د یوې ښې تګلارې درلو دونکې ده.
اصلي خبره دا ده چې د ماشومانو ښه روزنه دنیا وي او هم اخروي ګټې یواځې د ماشومانو لپاره نه بلکې په دې روزنه کې د قربانۍ ورکوونکي هم بریالي دي!
 ماشومان وروزۍ چې ټولنه مو وروزل شي!!!