د خپل ماشومتوب په اړه له ماشومانو سره خبرې کول

اناهیتا روهي ||

د ماشومانو اروا پوهان په دې خبره ډېر ټينګار کوي، چې ماشومانو ته بايد وخت ورکړل شي او له دوی سره بايد ډېرې خبرې اترې وشي. د ماشومانو خبرو ته بايد غوږ ونيول شي، د دوی نظر واخيستل شي او په ډېرو کورني مسايلو کې له دوی سره سلا او مشوره وشي. د دې ټولو تر څنګ د خپل ځان او د کورنيو د مشرانو په هکله، ماشوم ته مالومات ورکړل شي. تر څو ماشوم خپل ځای د کورنۍ په چاپيريال کې وپېژني اوپه خپل ځان او په خپله کورنۍ باندې اعتماد او باور وکړای شي. لکه څنګه چې مور او پلار غواړي، چې د خپل اوﻻد په کړو وړو وپوهيږي، همدا رنګه ماشوم هم داتلوسه لري، چې د خپل مور او پلار په هکله په هغه څه پوه شي، چې د دوی له شتون څخه د مخه د دوی په ژوند کې تېر شوې وو.

له ماشومانو سره د خپل ماشومتوب په اړه خبرې کول د (مور او ماشوم ) او د (پلار او ماشوم ) تر منځ اړيکې نږدې کېږي. خو دې ټکي ته په پام سره چې له ماشوم سره د خپل ماشومتوب په اړه خبرې کول بايد بې شرطه او بې پرتلې اوسي. هغه ميندې او پلرونه، چې ماشومتوب يې په عادي ډول تېر شوی وي، پرته له کومې ستونزې د خپل ماشومتوب په اړه له خپلو ماشومانو سره خبرې کوي. ماشومان هم د دوی له خبرو خوند اخلي او ځانونه د اعتبار څښتن ګڼي.

خو هغه ميندې او پلرونه چې ماشومتوب يې له کړاونو او ستونزو ډک تېر شوی وي، بيا له خپلو ماشومانو څخه د خپل  تېر ژوند پيښې پټوي. ځينې يې کاملاً چوپتيا غوره کوي او له دوی سره  د  خپل ماشومتوب په اړه نه غږيږي. او هغه هم له دې ويرې، چې کيدای شي د دوی ماشومان به هغه څه درک نه کړي، کوم چې دوی زغملي او يا هم تېرکړي دي. ځينې نور ميندې او پلرونه د خپل ماشوم په هره وړه خبره، خپل ماشومتوب را دمخه کوي. ځان ورته مثال کوي او يا هم د خپلو ستونزو تيرول او زغمل ورته یوه لویه لاس ته راوړنه ګڼي.

د دې ډول کورنيو موخه هم د خپل اوﻻد سالمه روزنه وي. د دوی هڅه هم، همدا وي چې خپل ماشوم په هغه ﻻر روان کړي، چې له کړاونو او ستونزو پاکه وي. مګر دې ټکي ته يې پام نه وي، چې ماشوم ته په پرله پسې توګه د خپلو ستونزو يادونه د ماشوم په ذهن ناوړه اغېزه کوي. دا ډول چلند په ماشومانو کې کورنی اعتماد له منځه وړي. او له بله پلوه ماشوم ته داسې احساس ورکوي، چې ګني هغه د دې وړتيا نه لري، چې يو وړوکی کار هم په ښه ډول سره تر سره کړي.

هغه کورنۍ چې له ماشومانو سره په بېلابېلومسايلو خبرې کوي، له ذهني پلوه يې ماشومان هم غښتلي او ځيرک راځي. د اوريدل شويوخبرو په ترڅ کې ماشوم ته پوښتنې راولاړیږي او د ځواب په لټه کيږي. د دوی دا پلټنې په خپله د دې موقع را منځ ته کوي، چې مور او پلار خپل ماشوم ته، وخت  ورکړي تر څو د د وی پوښتنو ته سم او قانع کوونکی ځواب ووايي.

ځينې ماشومان بيا د خپلو کورنيو په څېر چوپتيا غوره کوي. دوی د دې له وېرې، چې که زه اوس د مور او يا هم له پلار څخه د دوی د تېر ژوند په اړه پوښتنه وکړم، کيدای شي چې  دوی خپه او یا هم په غصه شي. او زما پوښتنې به د دوی د خپګان او د قهر سبب وګرځي. نو همدا ده چې ماشوم چوپتيا غوره ګڼي او ډېر وخت د خپل ځان په اړه  داسې فکر کوي، چې ګني دی د خپلې کورنۍ د اعتبار وړ نه دی. که دوی پرې اعتبار درلودای نو اوس به زما پوښتنو ته ځای نه وای پاتې. دا نو هغه وخت دی، چې ماشوم ته د اعتماد له پلوه ځان نيمګړی ښکاري.

دا څرګنده ده چې دا ډول ميندې او پلرونه نه شي کولای د خپل ژوند يوه مهمه برخه په نه ويلو او يا هم د چوپتيا په غوره کولو له منځه يوسي.

خو تر ټولو ښه به دا وي، چې دوی په خپله له خپل ماشوم سره د خپل ماشومتوب په اړه خبرې وکړي. خپل ماشوم ته د خپلو تجربو په رڼا کې د ستونزو او کړاونو څخه د خلاصون او د هغې په وړاندې استقامت او د حل ﻻر وروښيي. د خپل تېر ژوند په اړه له خپلو ماشومانو سره په خبرو کولای شو دوی ته د دې احساس ورکړو، چې تاسو هغه څوک ياست چې موږ د خپل ژوند رازونه درسره شريک کړي دي. دا زموږ کورني مسايل دي، چې يوازې ستاسو په کورنۍ پورې تړاو لري. تاسو موږ ته تر ټولو نږدې ياست. نو ځکه موږ له تاسو سره په دې اړه غږيږو تر څو په ګډه  ستاسو د ښې راتلونکي لپاره تاسې دهغه ستونزو په وړاندې هوښيار کړو، کوم چې موږ  ورسره یو وخت ﻻس او ګريوان وو.