د اولادونو په وړاندې د مور او پلار منفي کړنې

فیصل ځلاند

ګڼ شمير مېندې او پلرونه  د اولادونو په وړاندې دروغ وايي،  لا پې وهي، د خپلوانواو نورو وګړو غيبت کوي، نشه يې توکي کاروي، په خپلو منځو کې بې ځايه بحث، جنګ او جګړې کوي ، چې په پای کې دهمدې منفي کړنو بده اغيزه په ماشومانو پريوزي او ماشوم د مور او پلار څخه په تقليد منفي خويونه خپلوي او په ذهن کې ځاى ورکوي، چې په دې ترتيب دزياتره اولادونو دمنفي کړنو او عاداتو ذمه وار  د دوی مور او پلار وي.

په دې اړه باندې د ستر او لوړ فکر څښتن پاچاخان د لېکنې يوه برخه راخلم (( خان غفار خان په خپل کتاب زما ژوند او جدوجهد کتاب کې ليکلي، چې د اولادونو د غلطو کړنو مسول د دوی مور او پلار وي، ليکي، چې کله موږ ماشومان و، د کوره به مو هګۍ پټولې او په دکاندار به مو خرڅولې خو مور به مو په موږ پوهيده او موږ ته به يې په اړه څه نه ويل، دا د خدای ج پاک ځانګړې پيرزوينه ده، چې زه غل نه يم، کنه د هګۍ پټوونکی بله ورځ چرګه په پای کې په کورونو ډاکې اچوي))

نن راشئ او د ولس ټولو نشه يانو سره مرکه وکړئ، د دوی په دې عمل کې به د دوی والدين ګرم وي، ځنې وخت دوی په خپلو اولادونو د بازار او يا هم له دکان سګرټ، نسوار، چرس او حتا شراب راغواړي او په وړاندې يې کاروي اوکله ناکله د چرسو سګرټ په اولادونو ډکوي، دا ټول هغه څه دي چې پايله به يې د مشرانو څخه اولادونو ته په مراث پاتې کېږي.

       يوشمير پلرونه خپلو اولادونو ته د درواغو ژمنې ورکوي او په سرته رسولو يې کوم فکرنه کوي، چې په دې سره له شک پرته ماشوم درو اغجن ، وعده خلاف اوچل باز لوئيږي ، دوې فکر کوي چې دځان دخلاصون  يواځنۍ لاره دروغ ، چل اوفريب دى

      دماشومانو په وړاندې دخپلو خپلوانو سپکه اوغيبت ددې لامل ګرځي چې سبا ورځ دوئ  هم هغوئ ته په درانه او ښه نظر نه ګوري.

      دمور اوپلار له خوبه ناوخته جږيدل، اسلامي عقائدو ته پاملرنه او احترام نه درلودل، دروغ اوجنګ جګړې، کينه ،چل، دهوکه، غلا او دنيشه يې توکو کارول ټول هغه څه دي چې دمور اوپلار څخه يې ماشوم په ميراث وړي او په خپل ژوند کې يې عملي کوي .

      په زياتره کورنيو کې ښځه اوخاوند دخپلو کوچينيو اولادونو په وړاندې بې ګتې بحث اولانجې کوي . چې خبره تروهلو او ټکولو هم رسيږي، ددغسې کورنيو کوچينيان په راتلونکي کې کينه کښ، کم ذهنه ، خفه،  ناهيلى، او ازار رسوونکى لوئيږي او په ځينو وختونو کې دکور څخه دتيښتې لاره هم غوره کوي.

د ماشومانو روزل د پلار او مور تر ټولو ستر مسوليت دی، کله چې پلار او مور د اولادونو خاوندان کېږي، نو خپلې هغه  پخوانۍ تيروتنې بايد تکرار نه کړي، د بېلګې په توګه دروغ ونه وايي، دروغ، چل فريب څخه ډډه وکړي، نېشه اي توکي ونه کاروي، د اسلامي کړنو پابند اووسي، که چيرته والدين ځانونه د خپلو اولادونو په وړاندې مسول وګني، نو پورته کړنه به تعقيبوي، په راتلونکي کې به جامع ته داسې ځوانان وړاندې کړي، چې په مټ به يې ټولنه له ټولو بشري نارواو پاکه وي.