لکۍ / لیکوال: محمد اسمعیل څپه

په یو ځنکل کې یو سوی اوسېده. ګیدړه به هره ورځ راتله، د سوی د غار په شاوخوا کې به ګرځېده. ګیدړې غوښتل چې سوی وخوري. سوی ته مور ویلي وو چې له خپل غار نه لرې لاړ نه شي. سوی به له خپل غار سره نیږدې لوبې کولې کله به یې چې ګیدړه ولیده، نو ژر به غار ته ننووت او ګیدړه به خالی لاس پاتې شوه. ګیدړې ته به ډیره غوسه ورغله. یوه ورځ سهار وختي ګیدړه د سوی د غار خوا کې پټه شوه چې سوی له غاره راووځي او دا یې وخوري. خو له خپل غاره سر راوویست، یوې خوا او بلې خوا یې وکتل د ګیدړې لکۍ یې ولیده. ژر بېرته په خپل غار ننوت. ګیدړه تر ماښامه پورې ورته پټه وه خو سوی راونه ووت. ګیدړې فکر وکړ چې څنګه سوی له خپل غاره راوباسي او ویې خوري. بله ورځ د سوی غار ته ورغله، سوی ته یې غږ وکړ سویه! وه سویه! راځه چې پټیو ته لاړ شو. دهقان ګازرې ایستلې دي، د ګازرو خیرات یې کړی. سوی پوهېده چې ګیدړه ورسره چل کوي. ګیدړې چې هر څومره کوشش وکړ، سوی ورته راونه ووت. چې سوی راو نه ووت نو ګیدړه نوره هم په غوسه شوه. ګیدړې ډېر فکر وکړ او له ځان سره یې وویل: سویه! ته زما له چلونو خبر نه یې، زه به دې خوښ شم.

ګیډړه د خره کره ورغله، هغه ته یې په چل چل کې دا خبره وکړه چې سوی ستا غوږونه پټ کړي دي که زه ستا په ځای وای نو زمري ته ورتلم، ورته ویلې مې چې سوی زما غوږونه پټ کړي دي. خره د ګیدړې خبره ومنله اول سوی ته ورغی. چې د سوی غوږونه یې ولیدل نو پوره یقین یې راغي چې غوږونه د ده دي.

خره سوی ته وویل: تا زما غوږونه پټ کړي دي. سوی وارخطا شو، قسم یې وکړ چې دا ستا غوږونه نه دي خو خره ونه منله، د زمري د کور په لور روان شو. سوی ډېر خپه شو. په دې وخت کې موږک له خپل غار نه راووت. سوی یې ولید چې ډېر خپه دی. پوښتنه یې وکړه: سویه وروره! ولې داسې خپه یې سوی ورته کیسه وکړه.

موږک وویل: ته مه خپه کېږه.

سوی وویل: خر ولاړ زمري ته ورغي. که زمری راته ووايي چې غوږونه دې خره ته ورکړه نو زه به څه کوم.

موږک فکر وکړ چې سوی خو هسې هم لکۍ نه لري. که له سوی نه غوږونه پرې کړي نو څنګه بد به ښکاري. په دې وخت کې د موږک یوې خبرې ته پام شو. موږک سوی ته وویل: ته په خره باندې دعوا وکړه چې خر ستا لکۍ پټه کړې ده. سوی خوشاله شو.

خر ورغی، زمري ته یې وویل: پاچا صیب زما غوږونه سوی پټ کړي دي. زمري چې داخبره واورېده نو په غوسه شو. حکم یې وکړ چې سبا دې د ځنګل ټول حیوانات راټول شي چې د خره او د سوی په منځ کې فیصله وکړم. که سوی د خره غوږونه پټ کړي وي نو باید جزا وویني. زمري پیشو ته وویل: ورشه سوی ته ووایه چې سبا دربار ته راشي. د زمري له حکم سره سم سوی راغی. د ځنګل ټول حیوانات راټول شوي وو. ګیدړه هم راغلې وه. ګیدړې چې سوی ولیده نو ډېره خوشاله شوه چې سوی بېرته کور ته ځي نو زه به یې وخورم.

زمري له سوی نه پوښتنه وکړه: تا څنګه جرات وکړ چې زما په پاچاهي کې غلا وکړې. تا ولې د خره غوږونه پټ کړي؟

سوی ورته وویل: پاچا صیب دا زما خپل غوږونه دي.

زمري له خره څخه پوښتنه وکړه: ته څنګه پوه شوې چې دا غوږونه یې پټ کړي دي؟

خره زمري ته وویل: ګوره دی دومره وړوکی دی او دومره غټ غټ غوږونه لري. او ځینې خلک ورته خر ګوش هم وايي.

سوی په عاجزۍ سره د زمري مخ ته ور وړاندې شو، سر یې ښکته کړ، کونه یې پورته کړه، خپله وړوکۍ لکۍ یې زمری ته وښودله. د ځنګل ټول حیوانات د سوی د لکۍ په لیدو سره حیران شول. سوی زمري ته وویل: پاچا صیب خره زما لکۍ پټه کړې ده.

د ځنګل ټول ځناور حیران شول چې زمری به څه فیصله کوي. زمري وویل: زما فیصله دا ده چې سوی به خره ته غوږنه ورکوي او خر به سوی ته لکۍ ورکوي. په خره باندې خپله لګۍ ډیره ګرانه وه ځکه چې په لکۍ باندې یې له ځان نه مچان شړل نو په ژړا یې وویل: زه له غوږ نه تیر یم.

زمری له قهره وغرېد، ویې ویل: چې غوږونه دې نه وو په کار نو ما ته ولې راتلې؟

خر ورته رښتیا خبره وکړه: ما ته خو ګیدړې وویل چې ستا غوږونه سوی پټ کړي دي.

ګیدړې وویل: خر درواغ وايي. ما ورته نه دي ویلي.

خره ورته وویل: ولې تا ما ته ونه ویل چې سوی ستا غوږونه پټ کړي دي.

سوی هم شکایت وکړ چې ګيدړه هره ورځ زما د خوړلو لپاره چل جوړوي.

زمري ګیدړه بندي کړه او نور یې رخصت کړل.