پر خپل ځان بې باوري د کوچنیتوب دورې ته ګرځي

ژباړن: مشتاق احمد لېوال

هغه خلک چې پر خپل ځان کمزوری باور لري، په پرله پسې ډول له خپل ځان سره منفي فکرونه زمزمه کوي. پداسې حال کې چې د منفي فکرونو پر ځای مثبت پالنه کولای شي چې پر خپل ځان باور مو زیات کړي او په ژوند کې لا زیاتې بریاوې ترلاسه کړئ.

ښايي ستاسو هم کله ځانته پام شوی وي چې په یو ټولنیز موقعیت کې خبرې کول درته ستونزمنې وي،  پداسې حال کې، چې د یوې ډلې پر وړاندې یا په یو مسلکي ځای کې پر خبرو کولو باندې، چې تاسو د موضوع اړوند پر خپلې پوهې او مالوماتو ډاډمن یاست، هېڅ کله هم له ورته ستونزو سره نه مخ کېږئ.

یاپه بل عبارت، کله چې د یو داسې ټولي او ډلې پر وړاندې درېږئ، چې احساس کوئ او غواړئ چې پر نورو باندې د اغېز ښندلو داسې لارې وټاکئ تر څو مو په ټولنیز ډول مطرح کړي، نو له زیاتو ستونزو سره مخ کېږئ.

کله مو فکر کړی چې ښايي دغه ستونزه مو د کوچنیوالي په دورې پورې تړاو ولري؟ پدې دوره کې مو له تاسو سره د مور او پلار چلند څه ډول وو؟ آیا تل د دواړو یا له هغو څخه د یوه په بنسټیز ډول او آن هره ورځ د نیوکو، رټنو او مخالفت سره نه مخ کیدﺉ؟

د ارواپوهنې هغه شنونکي، چې د شخصیت په جوړېدنه کې په ژوره توګه د کوچنیوالي د دورې اغېزو ته معتقد دي، وایي: په قطعي ډول د دغو ستونزو ریښې د کوچنیوالي د دورې له ستونزو څخه مېنځته راغلي او تکرار یې د فرد په اروا او فکر کې د ثبات وجه شوې ده.

نو، مونږ باید ومنو چې له ماشوم سره د مور او پلار مخالفت او دهغه رټل به د ماشوم پر راتلونکي شخصیت باندې خپلې ژورې اغېزې پرېږدي. ګرچې ددې اغېزو څرنګوالی به مونږ ته مشخص نه وي او ځانګړو پلټنو ته اړتیا لري.

پرته له شکه چې د هرې اروایي ستونزې د رغونې لپاره لومړنۍ ګام د هغو عواملو پېژندل دي چې ددې ستونزې په جوړولو کې یې مهم رول لوبولی دی، بیا د هغو لارو چارو پېژندل، چې زمونږ په فکر او کړو وړو کې بدلون راوستلای شي.

آیا په مثبت پالنې، مثبت غږېدلو او مثبت تاکید سره کولای شو چې، پر خپل ځان د باور زیاتولو لپاره، په خپل ځان کې بدلونونه را مېنځته کړو؟

ددې سوال ځواب مثبت دی. دغه کړنلارې راسره مرسته کوي چې یو ډاډمن او تلپاتې ذهني وضعیت خپل کړو، چې په آر کې ددغو بدلونونو بنسټ شمېرل کیږي.

په خواشینۍ سره، مونږ تل خپل ځانونه تخریبوو چې په پایله کې زمونږ د ستونزو د ژوروالي او ډېروالي لامل ګرځي. دا پروسه په اوتومات ډول رامېنځته کیږي، ددې ډول یوه ساده بېلګه کیدای شي دا ټینګار وي چې: زه قهرجن او غوصه ناک یم!

نو دهغه څه په اړه، چې مونږ یې کوو، د ډېرې پوهې په لاسته راوړلو او د ګټورو لارو په ټاکلو سره کولای شو چې په خپل ژوند او کړو وړو کې بدلون راولو.

د ماشومانو دایمي مخالفت او رټل هېڅکله هم د روزنې یوه ګټوره لار نه ګڼل کیږي، بلکې ددې پر وړاندې هغه مېندې او پلرونه چې معمولا خپل ماشومان هڅوي، په آر کې د هغوی په بریالیتوب کې مرسته کوي.

پرته له شکه چې دواړه کړنلارې، رټل او هڅول، د انسان په کړو وړو اغېزه لري، خو د روزنې او تربیې تر ټولو ښه کړنلاره، د انسانانو د ښو کړو وړو هڅونه او پر بدو هغو یې سترګې پټول دي.

نو که چېرته یو چا د وړکتوب ښه دوره نه وي لرلې، اوس باید په خپله پلټنه وکړي او له خپل ځان سره مرسته وکړي او داسې شرایط ځانته برابر کړي چې پر خپلو ویناوو او کړو وړو کې د مثبت پالنې له لارې پر خپل ځان خپل باور پیاوړی کړي.

هېڅکله هم د خپلې مور او پلار رټنې له ځان سره مه تکراروﺉ، سمه ده چې دا مسله به ستاسو پر ذهن کې پرته وي خو تاسو یې تکرارولو ته اړ نه یاست.

د یو لړ داسې نویو فکرونو رامېنځته کول، چې وکولای شي ستاسو د موخو په لاسته راوړلو کې مرستندوی ثابت شي، ډېر ارزښتمن دي. تاسو باید دغه فکرونه په ورځ کې څو ځله تکرار کړئ تر څو یوې پایلې ته ورسېږئ. د ژوند په هره دوره کې مثبت پالنه د منفي پالنې په شړلو کې مهم رول لري.

فکرونه کیدای شي داسې وي:

ـ زه خوښ یم، نن زه خوښ یم، نن زه په رښتیا چې خوښ یم.

ـ زه په رښتیا چې د پام وړ یم او د هر چا په زړه کې ځای لرم.

ـ زه په حیرانوونکي ډول په خپل ټولنیز ژوند کې بریالی یم.

ژباړن: مشتاق احمد لېوال