مکاره ګیدړه او هوښیار سوی

دودیال

د اڅک د پلار نکلونه
( له ولسی فکلورڅخه)

درېیمه برخه

و، نه و، دا زموږ د کلي په سر پورې غره کې د غوزانو، څېړیو او نښترو په ځنګل کې یو ښایسته سوی، یوه چالاکه او دوکه ماره ګیدړه او یو غټ لېوه اوسېدل. کله کله به د ځنګله په یوه ونه کې یو کونګ هم ناست و او لږ هاوخوا به څو غرڅې ګرځیدې، غرڅې بې آزاره وې  په چا یې کار نه لاره، خو دځنګله لیوه ډیر حریص او مضر و. سوی ډېر هوښیار و، لېوه او ګیدړې غوښتل چې هغه ونیسي. ډېر ځله دواړو خوارۍ کړې وې چې سوی ښکار کړي؛ خو سوی په منډه کې له دوی څخه ګړندی او ډېر بیدار و. پرون هم څو ځله غټ او لېوني لېوه سوی د ونو په خوا کې ولید، ورپسې منډه یې کړه؛ خو سوی به د لېوه په لیدو ټوپ کړ او خپل کور ته به ننوت. د لېوه سر به په ونه یا تیږه ولګېد؛ خو هېڅ به هم په لاس نه ورتلل!!

 اڅک له خندا شین شو، خور یې هم بدنیتي لېوه ته وخندل چې سر یې په تیږه لګېدلی. پلار نکل داسې وغځاو:

یوه ورځ ګیدړې په چل ول او دوکې له لرې سوی ته غږ وکړ، چې راووځه نن لېوه بېخي په ځنګل کې نشته، هغه ډېر لرې بل غره ته د خپل ماما پوښتنې ته تللی دی. سوی پوهېده چې ګیدړه ډېره مکاره ده، ډېر په احتیاط یې له خپل کور څخه سر رابهر کړ، ګوري چې لېوه ورته د یوې تیږې شاته پټ شوی دی. په بیړه بېرته ننوت او ګیدړې ته یې وویل:

 ـ زه ناروغ یم، بهر نشم راوتلی. ګیدړه او لېوه تش لاس لاړل.

دا وخت پلار اڅک ته وخندل، اڅک د ګیدړې مکارۍ په غوسه کړی و. پلار  کوزړۍ راپورته کړه د هغې له چوښتي یې اوبه وڅښلې، هغه یې بیرته ها خوا کیښوده، په ږیره یی لاس تیر کړ، کیسه یې بیا پیل کړه:

مکاره ګیدړه او بېعقل حریص لېونی لېوه دواړه کلک انډیوالان وو. لېوه ته به د ښکار کولو چلونه مکارې ګیدړې ورښودل او بیا به یې ښکار په ګډه خوړ، که د ګیدړې مکاري او چلونه نه وای، لېوه ښکار نشو کولای. هوښیار سوی به هغه وخت راووت، چې د لېوه او ګیدړې له نشتوالي به ډاډه شو او پوه به شو چې هغوی په کوم لرې ځای کې دي. سوی به که لږ څرک یا د چا د پښو ښکالو واورېده، په منډه به خپل کور ته وتښتېد او پټ به شو. یوه ورځ ګیدړې لېوه ته وویل چې ته ځان مړ واچوه، زه به سوی درته نږدې راولم. کله چې هغه نږدې راغی ورباندې برید وکړه. همغه وو، چې چلبازه ګیدړه د سوی د کور مخې ته راغله، د درواغو ژړا یې پیل کړه او سوی ته یې غږ وکړ:

… وای وای، سویه وروره، زما ګران دوست لېوه مړ شوی دی. هاغه د څېړۍ تر ونې لاندې مړ پروت دی. ته راووځه له همدې ځایه هم ښکاري. هوم هوم هوم…. او د ژړا غږ یې اورېدل کېده. سوی په احتیاط راووت، کله یې چې وړاندې د څېړۍ تر ونې لاندې وکتل، په رښتیا هم لېوه هلته پروت و. لږ وړاندې ورغی. هوښیار سوی پوهېده چې ګیدړه ډېره مکاره ده؛ نو ګیدړې ته یې وویل:

– ګیدړې خورې، خلک وایي چې لېوه مړ شي، خوله یې خلاصه پاتې کېږي، زه چې ګورم ستا د لېوه خوله پټه ده. دا وخت لېوه دغه خبرې واورېدې؛ نو ورو ورو یې خوله خلاصه کړه. سوی ښه ځیر ځیر ورته کتل. کله چې د لېوه خوله خلاصه شوه، نو سوی ګیدړې ته وویل:

– که لېوه رښتیا مړ وي؛ نو خوله یې ولې خوځېږي؟؟ او له دې سره سم یې ټوپ کړ او په منډه د خپل کور خواته وتښتېد. یوه ورځ دغه هوښیار سوی د ځنګله د بوټو په منځ کې ګرځېده چې د بوټو میوې را ټولې کړي. مکاره ګیدړه یې ولیده چې د یوې لوړې ونې بېخ ته ناسته ده. په دغې ونې کې د ښارو ځاله وه. ښارو وتلې وه چې بچېانو ته دانه راوړي. سوی ګوري چې د ونې لاندې مکاره ګیدړه د ښارو بچېانو ته لګیا ده او دوی ته وايې چې راکوز شئ، سوی ورته غوږ ونیو.ګیدړه داسې لګیا وه:

– د ښایسته ښارو بچېانو، زه ستاسې ترور یم. ستاسو مور زموږ کورته راغلی، زه یې را واستولم چې تاسې هلته بوځم. هلئ ژر شئ له ونې څخه را کوز شئ. د ښارو بچېانو له ځالې سرونه را بهر کړل، ښکته یې بدرنګه ګیدړه ولیده، بېرته ننوتل. ګیدړې بیا له ونې لاندې ورنارې کړې:

د ښایسته ښارو بچېانو زه تاسې مور ته ورولم. د ښارو بچېان حيران وو چې را کوز شي که نه؟ په درېیم ځل چې د ښارو بچېان په مور پسې ډېر خپه شوي وو او مور یې ډېر ځنډ کړی و، ويې غوښتل چې را کوز شي. دوی فکر کاوه چې رښتیا به یې مور ته ورولي؛ خو هوښیار سوی ورته غږ وکړ چې را کوز نشي، دا مکاره ګیدړه ده، تاسې خوري.کله چې ښارو له بهر څخه راغله، بچېانو یې په خوشالۍ ځانونه د ځالې سرته را ورسول او له مور څخه یې دانې واخیستې. دا وخت سوی راغی او ښارو ته یې کیسه وکړه. ښارو له سوی څخه مننه وکړه او ورته ویې ویل چې له دغې مکارې ګیدړې سره څه کول په کار دي؟ هوښیار سوی په سوچ کې شو، لږ وروسته یې چاره وسنجوله او ښارو ته یې وویل:

ـ ښارو خورې! ته خو په لرې او نږدې ځنګلونو ګرځې را ګرځې او د هرې سیمې له حالاتو خبرېږې. راځه له دغې مکارې ګیدړې څخه ځانونه بېغمه کړو. ته د ګیدړې د کور په سر پورې ونې ته ورشه، کله چې ګیدړه راووته، ورته ووایه چې په ځنګله کې یوه وژونکې ناروغي خوره شوې ده، هر څوک یې چې ونیول بېرته نه رغېږي، په دوه- دريو ورځو کې مري. د دې خبرې په اورېدو به ګیدړه وارخطا شي، بیا ورته ووایه چې علاج یې دا دی چې د غره په لوړه څوکه کې د واورې ویلې کېدونکې اوبه وڅښي؛ نو همدا یې علاج دی.په هغه سبا ګیدړه د سوی د کور له مخې تېرېدله، سوی د خپل کور له دننه غږ ورباندې وکړ:

– وای ګیدړې خورې، دا رنګ دې څومره ژېړ شوی دی، ناروغه خو به نه یې؟ ګیدړې ځواب ورکړ : نه! زه روغه جوړه یم.ګیدړه پوهېده چې سوی ډېر هوښیار دی، په دې خبره کې یې هرومرو د ګیدړې ورکولو ته لاره لټولې ده؛ نو پرته له دې چې د سوی خبره ورباندې اغېز وکړي، لاړه، کله چې خپل کورته ورسېده، ښارو د ونې په یوه ښاخ ناسته وه، ګیدړې ته یې وویل:

– وای، وای، خورې دا څنګه ژېړه شوې یې لکه کورکمن، ته خبره نه یې چې ځنګله ته یوه داسې ناروغي راغلې چې د ناروغ رنګ اول ژېړ اوړي او بیا په دوه- درېيو ورځو کې مري، ته خو زما خوږه خورلڼه یې، زړه مې درباندې خوږېږي. زه به د دغې ناروغۍ علاج در وښیم.ګیدړه ډېره وارخطا شوه، د ښارو خبره یې ومنله، دا ځکه چې مخکې سوی هم همداسې خبره ورته کړې وه، نو له ښارو څخه یې د دغې ناروغۍ د علاج پوښتنه وکړه. ښارو ورته وویل:

– خورې، که غواړې چې له دې مرګونې ناروغۍ څخه جوړه شې، بر د غره څوکې ته وخېژه او هغه اوبه چې له واورې څخه ویلې کېږي، هغه ښې ډېرې وڅښه؛ نو روغه جوړه به شې.په ګیدړې باندې د ښارو خبرې اغېزه وکړه او ویې منله. هغه سمدستي روانه شوه، له لوړو ژورو تېرېده، په غټو تیږو وختله او له ډېرو لویو پرښو تېره شوه، له څو خوړونو واوښته، ښه ستړې شوې وه، په منډه منډه یې ځان د غره هغې څوکې ته ورساوه چې هلته واوره وه. د لمر وړانګو واوره ویلې کړی وه او اوبه یې ښکته راتلې. ګیدړه یخو اوبو ته ولګېده او ښې ډېرې یې وڅښلې. په ډېرې ستومانۍ کې د واورې یخو اوبو په ګیدړې تبه راوسته، همالته ځای پرځای مړه شوه او بې آزاره مرغان یې له شره خلاص شول.

د کیسې په اوریدو اڅک ډیر وخندل، داسې ښکاریده چی په حریص لیوه اودوکه بازه ګیدړی یې زړه ښه یخ شوی و، نور نو پاڅید، خپل کتاب یی راواخیست چی د سبا لپاره خپل لوستونه ولولي. پلار د لمانځه په نیت پاڅید او جاینماز یې دقبلې په لوري اوار کړ.