اولادونه مو ولې د نورو په مخکې خبرې نه شي کړای؟ 

لیکوال: سراج احمد حبیبي

دا اندېښنه به ښايي د ډېرو پلرونو سره وي چې اولادونه یې ولې د نورو په مخکې د خبرو کولو جرئت نه لري او یا یې ولې د ډېرو زده کړو او عمر زیاتېدو سره سره د خبرو کولو خدای ورکړی فطري استعداد، پر ځای د دې چې وغوړیږې، ورځ تر بلې مړاوی کېږي؟

د دې کار لاملونه باید په درېیو ځایونو کې وپلټل شي.

۱ – کورنۍ                 ۲ـ ټولنه                 ۳ـ ښوونځی او پوهنځی

۱ـ په کورنۍ کې دې مور او پلار تر هر څه مخکې له ځانه وپوښتي چې ایا دوی خپل زوی/ لور ته په خپل کور کې د نظر څرګندولو حق ورکړی دی؟ که یې ورکړی دی، داسې خو نه دي شوي چې کله هغه خپل نظر څرګند کړی وي او دوی ورته په غوصه شوي وي؟

دغه راز په ځینو کارونو کې یې د هغه یا هغې سره مشوره کړې ده، که یې کړې وي، داسې خو نه دي شوي چې دوی کله مشوره ورکړې وي، خو مشورې ته یې هیڅ ارزښت نه وي ورکړل شوی او یا یې مشوره پر ځای نه وه، خو دوی ته له قناعت ورکولو پرته یې خبرې بابیزې ګڼل شوې وي؟

 یا دا چې کله دوی ماشومان وو د مېلمه په راتلو سره خو به یې د مېلمانه له کوټې څخه نه وي ویستلي او یا هغوی ته خو به یې دا نه وي ویلي چې د مېلمه په مخکې به خبرې نه کوې او مېوه یا نور د خوښې وړ څیزونه به نه غواړې په همدې توګه داسې نور ډېر ناوړه چلندونه دي چې زموږ په ټولنه کې یې ډېر پلرونه او میندې د خپلو اولادونو سره کوي؟

کله کله داسې هم کېږي چې د یوه پلار او مور په اولادونو کې یو ورور پر بل ورور ظلم شروع کړي، او یا داسې خو بېخي ډېر کېږي چې ورور دې خپله خور خبرو کولو ته پرېنږدي او د هغې پر هره خبره دې ملنډې ووهي. هغه که څه غواړي، دی دې ګوتڅنډنه ورته وکړي. له بده مرغه چې په داسې وخت کې پلار او مور هم ورور پر حق بولي.

که چېرې دا ټول کارونه شوي وي؛ اولاد ته په خپله کورنۍ کې د نظر څرګندولو حق نه وي ورکړل شوی، مشوره نه وي ورسره شوې، مشورې ته یې ارزښت نه وي ورکړل شوی، د مېلمه په راتلو سره د مېلمانه له کوټې نه ویستل شوی وي، په کور کې د بل ورور یا خور تر مستقیم یا غیر مستقیم ګواښ لاندې واقع شوی وي او داسې نور.

په دې ټولو سره د نورو په مخکې د انسان د خبرو کولو جرئت مړاوی کېږي، حتی په زده کړو او استعداد کې یې فرق راځي، روح او روان یې صدمه ویني او بالاخره د ټول ژوند نه یې خوند او نېکمرغي کډه کوي.

 مور او پلار یې که چېرته رښتیا هم غواړي چې ماشوم یې دې په راتلونکې کې ښه ژوند ولري، استعداد یې دې وغوړېږي او د نورو په مخکې دې په ډاډه زړه خپلې خبرې وکړای شي، نو بیا دې پورتني ټول موارد په نظر کې ونیسي او هیڅکله دې نه ځان ته د دې حق ورکوي چې د خپل ماشوم د خبرو کولو مسلم حقوق تر پښو لاندې کړي او نه نور ته.

۲ـ په ټولنه کې هم ډېر ماشومان د نورو همځولو او لویانو څخه ځورول کېږي. د هغوی پر قد او قامت ملنډې وهي؛ د وجود نور غړي یې تر تمسخر لاندې نیول کېږي او په لوبو کې د ګډون اجازه نه ورکول کېږي.

کله کله خو داسې هم کېږي چې د کورنۍ د نورو غړو د ګناهونو او معلولیت سزا دوی ته ورکول کېږي. مثلاً د غلا تور یې په پلار باندې چا لګولی وي، خو پېغورونه یې دلته زامنو ته ورکول کېږي. یا یې پلار ګوډ یا ړوند وي، خو په ټولنه کې یې خلک زامنو ته د ګوډ یا ړانده اولادونه وايي.

په دې صورت کې هم باید مور او پلار خپل ماشومان تر څار لاندې ونیسي، کله نا کله د خپلو اولادونو څخه د همځولو د چال چلند په باب پوښتنې وکړي. که چېرې هغوی ورسره ښه چلند کاوه، د هغوی نه هم مننه وکړي او تشویق یې کړي. او که چېرې یې ورسره بد چلند کاوه، هغوی ته هم ووایي، خو که یې هغوی خبرې بابیزې وګڼلې، نو بیا دې د هغوی د مور او پلار سره دا موضوع شریکه کړي. ځکه همدغه ناوړه چلندونه د ماشوم پر شخصیت اغېزه کوي او په راتلونکې کې د ده د پرمختګ په لاره کې ډېر خنډونه ایجادولای شي.

۳ـ ښوونځي او پوهنځي هغه ځایونه دي چې انسانان پکې روزل کېږي، خو له بده مرغه چې زموږ په ټولنه کې کله نا کله دغه روزنځایونه د چا د استعداد غوړنې پر ځای د استعداد وژنې لامل کېږي. ښوونکي يې پر ځای د دې چې د زده کوونکو سره صمیمانه او د مینې او محبت څخه ډک چلند وکړي؛ دیکتاتورانه او بې رحمه چلند کوي. وهي یې، که پوښتنه ترې وکړي ناکاموي یې او حتی په بېلابېلو سپکو الفاظو سره یې مخاطب کوي.

په دغه صورت کې هم مور او پلار باید هر وخت د ښوونځي او پوهنځي د ادارو سره په اړیکه کې وي. کله کله له خپلو اولادونو څخه د هغوی د استادانو د چال چلند په باب پوښتنه وکړي او ورته ووایي چې ایا ستاسو استادان تاسو ته په درس کې ونډه درکوي، تختې ته مو جګوي، کورنۍ دنده مو ګوري او د خپل سیمینار د وړاندې کولو لپاره وخت درکوي او داسې نور. که چېرې هغوی دا کار نه کاوه، ادارو ته یې ورشي او ورته ووایي، چې په دې ډول سره زموږ د اولادونو جرئت ضعیفه کېږي، د خبرو کولو استعداد یې مړاوی کېږي او بلاخره ژوند یې له تیارو سره مخامخ کېږي.