د ماشومانو وهل اوس هم عام دي

تاند –  كه څه هم دوه څلوېښت كاله پخوا ( په ۱۹۷۹ كې ) د نړۍ څلرويشت هیوادونو موافقه سره وكړه چې په خپلو ټولنو كې به ماشومانو ته په څپېړو بنديز لګوي خو اوس هم د دنيا په ټولو ټولنو كې كه هغه پرمختللې دي ، يا وروسته پاتې، ماشومان د میندو پلرونو  يا نورو لخوا وهل كېږي.

د رويټرز اژ انس له راپور سره سم، ډاكتر ديسموند رونيان چې د امريكا د شمالي كارولينا په پوهنتون كې د اجتماعي سلوك پروفيسر دى ، ويلي دي چې دۀ او ملګرو يې د ماشومانو د وهلو په اړه په امريكا، مصر، فلپين، هند ، برازيل او چين كې څېړنه وكړه او ورمعلومه شوه چې د ماشومانو وهل او ټكول اوس هم رواج دي او اكثره مشران په دې نه پوهېږي چې دا لاره د تاوان لاره ده او د ماشوم د شخصيت په و ده كې مشكلات پيدا كوي.

  پروفيسر رونيان او ملګرو ته يې د دې څېړنې په وخت دا هم معلومه شوه چې معمولا هغه ميندې خپل ماشومان ډېر وهي چې بې تعليمه وي يا يې لږ تعليم كړى وي. دغه راز په خوارو كورنيو كې د شتمنو كورنيو په نسبت د ماشومانو د وهلو ټكولو عادت ډېر دى .

  د دغو څېړونكو په نظر كه ميندې او پلرونه په دې پوه شي چې د ماشوم په وهلو كې څومره تاوانونه دي او دغه راز كه ميندې او پلرونه د ماشوم د روزلو او تربيه كولو له مختلفو طريقو سره بلد شي، نو هغه وخت بيا دا امكان زيات دى چې د ماشومانو د وهلو عادت هېر شي.