جبګي څرنګه کلی له خطره بچ کړ؟

د قفقاز د خلکو کیسه

ژباړونکی: ګل جان صابر

په یوه کلي کې یو کوچنی هلک اوسېدو چې نوم یې جبګي و. جبګي مور او پلار نه لرل او هېڅوک نه پوهېدل چې هغه له کوم ځای څخه دې کلي ته راغلی دی. هغه د خپلې هوښیاري او مهرباني له امله په ټولو کلیوالو ګران و او هر چا د خپل توان په اندازه مرسته ورسره کوله. چا به ډوډۍ ورکوله چا کالي او نور، نور څه. جبګي چې لږ لوی شو نو هغه ته یې وزې ورکړې چې ویې پیایي. جبګي وزې د هغه لوی غره په ډډه کې پولې چې په لمن کې یې کلی پروت و.

جبګي یوه ورځ وزې د پوولو لپاره د غره ډډې ته بوتلې او هلته یې ولیدل چې د غره په ډډه کې درز پیدا شوی دی.

جبګي د بلې ورځې په سهار له ځان سره یوه هګۍ یووړه او هغه یې په درز کې کېښووله. مازدیګر چې کله یې وزې بېر ته کلي ته را روانې کړې ویې لیدل چې هګۍ په درز کې لوېدلې او درز لوی شوی دی.

کوچني د دریمې ورځې په سهار یوه لویه ډبره په درز کې کېښووله. مازدیګر دا ډبره هم په درز کې لوېدلې وه.

جبګي پوه شو چې کلی له خطر سره مخامخ کېږي، که غر راولوېږي ټول کلی به لاندې کړي.

کوچني چې ماښام وزې کلي ته راوستلي نو کلیوالو ته یې په غره کې د درز د پیدا کېدو په برخه کې خبر ورکړ او خلکو ته یې ویې ویل:

– مخکې له دې چې نا وخته شي راځی چې له دې ځای څخه ولاړ شو.

کلیوالو د هغه په خبره پورې وخندل او ویې ویل:

– زموږ پلرونه او نیکونه دلته اوسېدلې او غر هېڅکله هم نه دی را ښویېدلی. زموږ کلی خو به له دې امله تر ګواښ نه وي لاندې شوی چې ته دلته راغلی یې؟

ځینو کلیوالو د هوښیار کوچني مشوره ومنله او له هغه سره یو ځای له کلي څخه بل ځای ته ولاړل.

په همغه شپه غر را وښویېد او ټول کلی یې لاندې کړ.

هغه څوک چې له جبلي کازانوک سره تلللي وو نوی کلی یې جوړ کړ او د دوی د بچوونکي په ویاړ یې هغه د کازانوک په نوم ونوماوه.

دا کلی اوس هم د باکسان د چټک سیند په غاړه آباد دی.