د چین د خلکو کیسه / ژباړونکی: ګل جان صابر

که وغواړې – غر چپه کولی شې

یوه کونډه وه چې شپه او ورځ یې کار کاوه. هغې ډېره آرزو لرله چې یوازینی زوی يې په ښوونځي کې زده کړي وکړي او ښه پوه سړی ځنې جوړ شې. هلک تر هغو چې کوچنی و ډېرې ښې زده کړې یې کولې. د هغه د کتابونو لوستل خوښېدل او کتابونه یې په ډېره ځیرتیا لوستل. مور ډېره خوشاله وه چې زوی يې کار خوښی، زیارکښ او هوښیار هلک دی.

هلک چې لږ لوی شو او یو څه تجربه یې تر لاسه کړه نو له ځان سره يې پرېکړه وکړ: «زه اوس په هر څه پوهېږم، لازمه نه ده چې نورې زده کړې وکړم». هغه وروسته له دې ټنبل شو، ښوونځي ته نه تلو او د ښوونځي په وخت کې به کوم چېرته د ګرزېدو له پاره ولاړ. د مور څخه یې دا خبره پټه کړې وه چې ده ښوونځی پرېیښی دی.

هلک یوه ورځ د ګرزېدو په وخت کې په لاره کې یوه لویه ډبره ولیده. د ډبرې د پاسه یوه ډېره سپین سرې ښځه ناسته وه او په خپل ټول توان یې د اوسپنې یو لوی سیخ په ډبره سولاوه. هلک ته د سپین سرې دا کار خندونکی ښکاره شو نو ځکه یې له هغې څخه پوښتنه وکړه:

– ته ولې دا د اوسپنې لوی سیخ په ډبره سولوې؟

سپین سرې ځواب ورکړ:

– زه غواړم چې له دې سیخ څخه نری ستن جوړه کړم.

هلک وخندل او په حیرانتیا يې وویل:

– ته غواړې چې له دومره لوی سیخ څخه ستن جوړه کړې؟ ته کولی شې چې دا کار وکړې؟ ته اوس سپین سرې یې او ستا عمر د دې کار له پاره بسنه نه کوي.

سپین سرې ځواب ورکړ:

– زما سیخ لوی دی خو زما عزم هم ډېر ځواکمن دی. زه نن دا سیخ سولوم، سبا یې بیا هم سولوم، په دې ډول به هغه ورځ راشي چې زه د دې سیخ څخه ستن جوړه کړم. بې ځایه نه وایي چې: «که وغواړې- غرهم چپه کولی شې!» او ته، زه پوهېږم چې ټنبلي کوې، نه غواړې چې زده کړې وکړې، غواړې چې  په خپله لږه هوښیارتیا بسنه وکړې. ته خپله مور هم تېر باسې. هغه خوارکی بېله ستړیا یوازې د دې له پاره کار کوي چې ته زدې کړې وکړې. ته نه شرمېږې چې بې ځایه خپل وخت تېروې!

هلک د شرمه تک سورشو. هغه سپین سرې ته درناوی وکړ او له هغې څخه یې د نصیحت له امله مننه وکړه. هلک بېرته ښوونځي ته ورغی او خپلو زده کړو ته یې دوام ورکړ.

هلک چې لوی شو لوی پوه (عالم) ځنې جوړ شو.