زما هېواد

لیکوال: میخیایل پرېشوین

ژباړونکی: ګل جان صابر

زما مور هره ورځ سهار وختي تر لمر ختو د مخه را پورته کېږي. یوه ورځ زه هم سهار وختي را پورته شوم چې مړزو ته لومې کېږدم. مور ما ته شیدې او چای راکړل. شیدې په خاورینه کټوه کې اېشول شوې وې او د پاسه یې سور بخن پېروی ولاړ و، تر پېروې لاندې شیدې او له هغه څخه جوړ شوی چای خورا ډېر خوندور وو.

دې سباناري زما راتلونکي ژوند ته ښه لوری ورکړ: زه وروسته له دې سهار وختي پورته کېدم چې له مور سره خوندور چای وڅښم. زه ورو، ورو د سهار وختي پورته کېدو سره داسې عادت شوم چې نه مې شوای کولی تر لمر ختو پورې ویده پاتې شم.

زه وروسته په ښار کې هم وختي پورته کېدم، تل وختي، هغه وخت چې د نړۍ ټول ژوندي موجودات او نباتات را ويښېږي او په خپلو کارونو پیل کوي، لیکل کوم.

زه تل داسې فکر کوم چې: که چېرې موږ سهار وختي تر لمر ختو د مخه کار ته پورته کېدای نو د خلکو روغتیا به څومره ښه وه، څومره به خوشاله وو او څومره نېکمرغه ژوند به یې لرلو!

زه له چای خوړلو وروسته د مړزو، زرکو، بلبلو، ملخو، کوترو او پتنګانو په ښکار پسې تللم. ما په هغه وخت کې وسله نه لرله او اوس هم زما د ښکار لپاره وسله دومره ډېره په کار نه ده.

زما ښکار هغه وخت او اوس د نویو ژوو پیدا کول دي. باید داسې څه مې موندلي وای چې ما تر اوسه پورې نه دي لیدلي، کېدای شوای چې دا څيز تر اوسه پورې هېچا په خپل ژوند کې هم نه وي لیدلی.

مړزه باید په لومه کې ونیول شي، هغه بیا په خپل آواز مړز لومو ته راغواړي. ځوان بلبلان باید د مېږیانو په هګیو ماړه شي چې وروسته بیا ښې غاړې وکړي. د مېږیانو خاله باید پیدا او هغه په ډېره چالاکي  په یوه کڅوړه کې واچول شي او بیا وروسته مېږیان د یوې څانګې په مرسته د هغو له هګیو څخه بېل شي.

زما فارم لوی و او لارې مې خورا ډېرې وې.

زما ځوانو ملګرو!

موږ د خپل چاپېریال(طبیعت) څښتنان یو، هغه د لمر سره یو ځای زموږ لپاره ډېره لویه خزانه ده. د دې لپاره چې دا خزانه وساتو هغه باید را لوڅه کړو او نورو ته یې ور وښیو.

کبان په پاکو اوبو کې خوشاله وي، باید د اوبو ډنډونه پاک وساتو. په ځنګلونو،دښتو او غرونو کې ډېر ارزښتمن ځناور شته ، باید ځنګلونه، دښتې او غرونه وساتو.

کبان په اوبو، الوتونکې په هوا، ځناور په ځنګلونه، دښتو او غرونو کې اوسېږي. انسانان په خپلو هېوادونو کې ژوند کوي. د چاپېریال ساتنه د خپل هېواد د ساتلو په مانا ده.