د پاچا په زوی ولې نیولی زوی 

د ګروزین د خلکو کیسه

ژباړونکی: ګل جان صابر

یو وخت کې یو پاچا و چې اولاد یې نه لرلو. هغه خپلو وزیرانو او ناظرانو ته وویل چې یو هوښیار هلک پیدا کړي، هغه به په زوی ولی ونیسي او د ده وارث به شي.

وزیران او ناظران په ټول هېواد کې وګرزېدل، ډېر هلکان یې ولیدل خو یو یې هم خوښ نه شو. د پاچایي په یوه لیرې کونج کې یو وړوکی کلی پاتې و چې دوی نه و ورغلي. دوی نوموړي کلي ته راغلل او هلته یې د یوه بېوزله کور په مخ کې یو کوچنی هلک ولید.

وزیرانو او ناظرانو د هلک څخه پوښتنه وکړه:

– ستا پلار چېرې دی؟

هلک ځواب ورکړ:

– ژوند کري.

وزیران او ناظران حیران شول او ویې ویل:

– ژوند څرنګه کري؟

– په پټیو کې غنم کري. کله چې د هغو حاصل واخلي په همغه موږ ژوند کوو!

وزیرانو او ناظرانو د هلک څخه پوښتنه وکړه:

– ستا مور چېرې ده؟

هلک ځواب ورکړ:

– هغه تللې ده اوښکې په پور ورکوي.

وزیران او ناظران بیا هم حیران شول او ویې ویل:

– اوښکې څرنګه په پور ورکوي؟

– اوښکې داسې په پور ورکوي: زموږ ګاونډی مړ شوی دی، مور ورغلې ده چې په هغه وژاړي. کله چې مور مړه شي ګاونډیان به په هغې ژاړي.

وزیرانو او ناظرانو له هلک څخه وغوښتل چې دوی ته خواړه او لږ واین ور کړي خو هغه ورته وویل:

– تاسو لومړی خپل آسونه په تاکونو پورې وتړی بیا به زه واین در کړم.

وزیران او ناظران شا وخوا وګرزېدل خو د انګورو بڼونه یې پیدا نه کړل. هغوی بېرته هلک ته راغلل او هغه ته یې وویل:

– په دې شا وخوا کې د انګورو بڼونه او تاکونه نه شته.

– چې داسې ده نو موږ به واین له کومه کړو.

د وزیرانو او ناظرانو هوښیار هلک او د هغه هوښیارې خبرې خوښ شول او ویې ویل:

– داسې هوښیار هلک د دې وړ دی چې د پاچا ځایناستی( وارث) شي. هغوی هلک له کلي څخه پاچا ته راوست.