وجدان / ژباړونکی: ګل جان صابر

لیکوال: ارکادي ګیدر

نینا کارنااوخووا د الجبر درس نه و زده کړی نو ځکه يې پرېکړه وکړه چې ښوونځي ته ولاړه نه شي. د دې لپاره چې څوک يې و نه ویني چې د ښونځي په وخت کې له خپلو کتابونو سره په ښار کې ګرزي نو ځکه په پټه ځنګل ته ولاړه. هغې خپله د کتابونو کڅوړه له سباناري سره یو ځای په بوټو کې کېښووله او په یوه ښکلي پتنګ پسې یې منډه واخیستله چې هغه را ونیسي. نجلۍ د منډو په وخت کې یو کوچنی هلک ولید چې دې ته یې په مهربانه او باوري نظر کتل.

نینا ولیدل چې د هلک په لاس کې کتاب او کتابچه دي نو ځکه پوه شوه چې خبره په څه کې ده. هغې وغوښتل چې له هلک سره ټوکه وکړي نو ځکه یې وویل:

– ای، له ښوونځي څخه تښتېدلیه! ته په دې هلکتوب کې خپل مور او پلار تېر باسې؟

هلک په حیرانتیا سره ځواب ورکړ:

– نه! زه درس ته روان وم، هلته په ځنګل کې یو لوی سپی و. هغه ما ته وغپل او ما له وېرې لاره ورکه کړه.

نینا تندی تریو کړ.

کوچنی هلک دومره خندان او مهربان و چې نینا وغوښتل هغه تر لاس ونیسي او له ځنګل څخه یې تېر کړي.

د نینا کتابونه او سباناری همغسې تر بوټو لاندې پاتې شول ځکه چې د هلک تر مخ د هغو را اخیستل له شرمه ډک کار و.

سپي په بوټو کې کتابونه او سباناری پیدا کړل، له کتابونو سره یې غرض و نکړ خو سباناری یې وخوړ.

نینا چې را وګزېدله کېناستله او ویې ژړل. هغې په دې و نه ژړل چې سباناری يې سپي خوړلی. د دې د سر له پاسه په ونو کې الوتونکو خوندورې سندرې ویلې. د نینا زړه ډېر تنګ و او خپل وجدان ډېره ځوروله.