ماشومان / لیکوال: جانباز جرار

ماشومان که د مشرق که د مغرب دي

د ژړا او د خندا انداز یې یو دی

د ژوند د هر فصل نوی اغاز همدا معصوم قشر وي، زه نپوهیږم چي موږ دې ته ولي په ډېر کم نظر ګورو، چي رښتیا سي په دې برخه کي مو ډېر لوی تاوان کړی دی، هغه دا چي دا څو لسیزي چي زموږ د وطن د بدمرغیو د پای نقطه نه پیدا کیږي او په یو و بل رنګ له یوې دورې نه بلي ته انتقال مومي لوی علت یې همدا خبره ده چي زموږ څخه د ټولني نوي او تازه فصلونه خطا سوي او په دې برخه کي مو غور نه دی کړی.

د خپلو نویو پیدا کیدونکو ماشومانو له پاره هیڅ پلان او ترتیب نه لرو، په زیاترو کورنیو او ټولنو کي مو د موشوم د حقوقو او ادبیاتو په نامه هیڅ شی وجود نه لري، د لږو ماشومانو پیدا کولو ته په کمزوري نظر کتل او له خپلو ماشومانو سره د محبت نه کول هم هغه فرهنګي خنډونه دي چي لا هم زموږ په ټولنه کي ښه په پریمانه توګه وجود لري، دا او دې ته ورته ډېري ستونزي سته چي افغان ماشومان یې بې وزله، مزدور، بې تعلیم و تربیې پاته کړي او حقوق یې پایمال سوي، په داسي بیغوره او طبعي ډول را لوی سوي او نه روزل سوي ماشومان به ستاسو په فکر د کورنۍ، ټولني او وطن له پاره سردرد نه وي؟

زما په فکر که د وطن د نوي نسل پر تهداب او روزنه فکر او کار  و نه سي، ډېر نسلونه به د څو څلویښت کلن روان ناورین پای و نه مومي، زه دا نیکمرغي او لاره اوس هم د پاچا غازي امان الله په هغه فرمان کي وینم چي د خپلي حکمرانۍ په دوران کي یې پر نوي نسل زده کړي کول جبري اعلان کړې، هغه پوهیدی چي ناپوهي لویه دښمني ده او د هیواد په کچه له فقر، بده مرغۍ او بې لارۍ څخه د خلاصون لاره یوازي همدا کیدای سي… د نوې ټولنپوهني له نظره هم په پرمختللو او صنعتي ټولنو کي ماشوم د اقتصادي سرتیري (زیربنا) حیثیت لري او په وروسته پاته ټولنو کي ورته د مزدور په سترګه کتل کیږي، موږ نه یوازي دا چي د ماشومانو نظر ته درناوی نه لرو او یا هم ورته د تفریح، روزني او شوخۍ حق نه ورکوو، بلکي درانه درانه کارونه ورباندي کوو او په زیاتو کورنیو کي ورته د مزدور په سترګه ګورو، نو که غواړو چي د ټولني د پرمختګ سوکالۍ او صنعتي کولو له پاره کار وکړو د نوي نسل ټولو حقونو او روشونو ته باید پاملرنه وسي، د ماشومانو د روزني تر ټولو بهترینه سرچینه مور او تر ټولو بهترینه دوره د معصومیت دوره ده چي له پیدایښت څخه شروع بیا تر لویوالي او بلوغ پوري رسیږي، په دا وخت کي د ماشوم ذهن ډېر صفا وي او احساسات یې لوری پیدا کوي، هغه ماشومان چي په دغه اوله دیرلسه کلنه دوره کي سم وروزل سي بیا نو نه یوازي دا چي ځیرک او تعلیم یافته  به وي، بلکي د شیطانانو له ګمراهیو سره به هم کامیابه مبارزه کوای سي او که دغسي ناپوه او نا روزل سوي د شیطان سره اشنا سي بیا نو د ښمن له کور دی او د کور له غله خو هسي هم ځان نه ساتل کیږي او د اروا پوهني له نظره یې په داسي وختونو کي بیا د سالمي روزني چانس ډېر لږ وي، هغه خبره چي وایي:  لویه مینا خبري نه سي زده کولای.

که نوي نسلونه مو د عصر له تقاضا سره سم و نه روزل سي، دا ملت به د هري بدمرغۍ د اجنډا په سر کي قرار لري…