په زړه پورې کیسه/ ژباړونکی: ګل جان صابر

لیکوال: میخاییل زوشچینکا

کله چې دوهمه نړیواله جګړه پیل شوه کولیا سکولوف تر لسو پورې حساب کولی شو. ښکاره خبره ده چې تر لسو پورې حساب کول لږ دي خو داسې کوچنیان شته چې تر لسو پورې هم حساب نه شي کولي.

د نمونې په ډول ما یوه نجلۍ، لیالیا پېژندله چې یوازې تر پنځو پورې یې حساب کولی شو. هغه هم څه ډول حساب و؟ هغې به ويل: «یو، دوه، څلور، پنځه». «دری» به یې پرېښوول. دا نو هم حساب شو! بېخې د خندا وړ ده. نه، دا به سخته وي چې داسې نجلۍ په راتلونکې کې علمي کارکوونکې او یا د ریاضي استاده شي. ډېره شونې ده چې هغه د کور مېرمن او یا هم کوم چېرې عادي کارګره شي.

زموږ کولیا لکه چې ما وویل کولای شول چې تر لسو پورې حساب وکړي. هغه د دې حساب په مرسته زموږ د کور د دروازې څخه لس ګامه وشمېرل او هلته يې د بېل په مرسته ځای ژور کړ.

کولیا ځای ژور کړ او په هغه کې یې د لرګي صنوق کېښود. په دې صندوق کې د هغه بېل، بېل څيزونه لکه د ښویېدو بوټونه، تبرګی، کوچنی اره، چاقو، چیني سویه او نور واړه ، واړه د ساعت تېري شیان وو.

هغه دا صندوق په ژور ځای کې کېښود، خاورې یې پرې ور واچولې او په پښو یې تخته کړې. په هغو د پاسه يې زیړ ریګ وشینده چې داسې مالوم نه شي چې دا ځای ژور شوی او په هغه کې یو څه پراته دي.

زه به اوس تاسو ته ووایم چې کولیا ولې هغه څه په ځمکه کې خښ کړل چې د ده په کار دي.

کولیا د خپلې مور او انا سره د کازان ښار ته ولاړل. دا ځکه چې فاشیستانو یرغل کړی و او د دوی کلي ته بېخي رانږدې شوي وو. د دې ځای ټول اوسېدونکي ورو، ورو کډه شول. نو ځکه کولیا، مور او انا هم پرېکړه وکړه چې له دې ځای څخه ولاړ شي.

هغوی د تلو په وخت کې ټول څیزونه له ځان سره نه شول وړلی نو ځکه مور ځنې څیزونه په صندوق کې کېښوول او په ځمکه کې یې خښ کړل چې فاشیستانو ته په لاس ور نشي. مور د کور د دروازې څخه دېرش ګامه وشمېرل او هلته يې صندوق خښ کړ. هغې دا دېرش ګامه ځکه وشمېرل چې د صندوق د خښېدو ځای ور ته معلوم وي. کله چې صندوق لټوي نو ټول انګړ به نه پسې پلټي، یوازې د دروازې څخه به د پالېز لوري ته دېرش ګامه وشمېري او صندوق به په آساني سره پیدا کړي. دا به هغه وخت وي چې فاشیستان له کلي څخه وشړل شي.

په همغه ورځ مور، انا او کولیا د کازان ښار ته ولاړل او هلته نږدې څلور کاله پاتې شول. کولیا هلته را لوی شو او ښوونځي ته به تلو. هغه اوس حساب تر سلو او له هغو هم پورته زده کړ.

 

په پای کې څرګنده شوه چې فاشیستان له هغه کلي شړل شوي چېرې چې کولیا پخوا هلته اوسېده. هغوی نه تنها د دوی له کلي بلکه له ټول هېواد څخه وشړل شول. هله نو کولیا د خپلې مور او انا سره بېرته خپل پلرني کلي ته راروان شول.

 

هغوی په ډېره پرېشاني د خپل کلي لور ته را روان وو. دوی له ځان سره فکر کاوه چې: « کور به مو جوړ پاتې وي؟ فاشیستانو خو به هغه نه وي سوځولی؟ هغه څه یې چې خښ کړي وو سلامت به پاتې وي؟ کېدای شي چې فاشیستانو هغه را ایستلي او له ځانه سره وړي وي؟ دا به څومره خواشینونکې وي که چېرې هغوی د ښویېدو بوټونه، اره او تبرګی وړي وي».

او دا دي کولیا خپل کور ته را ورسېد. کور جوړ دی خو لږ، لږ ځایونه یې وران شوي دي. ټول څېزونه چې په کور کې پاتې وو ورک شوي وو، فاشیستانو هغه له ځانو سره وړي وو. مور وویل: « دا پروا نه لري. موږ نور ډېر څيزونه لرو چې په ځمکه کې موخښ کړي دي». مور د دې له ویلو څخه وروسته دېرش ګامونه وشمېرل، هلته یې د بېل په مرسته ځمکه ژوره کړه او ویې لیدل چې صندوق هلته پروت  دي. کولیا په دې وخت کې خپلې مور ته وویل:

– دا ده د حساب مانا. که چېرې موږ بې له دې چې دېرش ګامونه وشمېرو صندوق خښ کړی وای اوس به نه پوهېدو چې کوم ځای وکیندو.

مور صندوق خلاص کړ، هر څه سلامت وو، ان دا چې نم هم نه و ور رسېدلی ځکه چې مور د صندوق د پاسه غوړه ټوټه غوړولې وه. مور او انا ډېرې خوشاله وې چې دا شیان ساتل شوي. هغوی د ډېرې خوشالی سندره زمزمه کوله:«سپوږمۍ ځلېږي، روښانه ځلېږي».

وروسته له دې کولیا په خپل وار بېل واخیست، لس ګامونه یې وشمېرل او خپلو ګاونډیو هلکانو ته یې چې ده ته راغلي وو وویل:

– که چېرې ما خپل څیزونه بېله دې چې لس ګامونه وشمېرم هسې یو ځای خښ کړي وای نو اوس به نه پو هېدم چې هغه چېرې دي. حساب خلکو ته ډېره ګټه رسوي. د حساب په مرسته زه اوس پوهېږم چې کوم ځای باید وکیندم.

کولیا د دې خبرو څخه وروسته په کیندلو پیل وکړ. کیندل یې ډېر وکړل خو صندوق یې پیدا نه کړ. ځمکه یې ډېره ژوره کړه خو صنوق بیا هم نه شته. کيڼ او ښي لوري ته یې لږ ځمکه وکیندله، صندوق هېچېرې هم نه شته.

هلکانو په کولیا پورې وخندل :

– لکه چې ستا حساب مرسته درسره و نکړه. کېدای شي چې فاشیستانو ستا شیان را ایستلي او له ځان سره وړي وي.

کولیا وویل:

– نه، کله یې چې زموږ لوی صندوق نه دی پیدا کړی نو دا ناشونې ده چې زما شیان به یې پیدا کړي وي. دلته یو څه غلطي شته.

کولیا بېل کېښود او کور ته د ننوتو په زینه کې خواشینی او خپه کېناست. هغه فکر کاوه، ټنډه یې په لاس پاکه کړه، نا څاپه په خندا شو او ویې ويل:

– هلکانو، ودرېږي! زه پوه شوم چې زما څيزونه چېرې دي.

د دې له ویلو وروسته کولیا یوازې پنځه ګامونه وشمېرل او بیا يې وویل:

– دا دی هغه ځای چېرې چې صندوق پروت دي.

کولیا بېل واخیست او په کیندلو یې پیل وکړ. رښتیا هم صندوق ډېر ژر په ژور ځای کې را ښکاره شو. په دې وخت کې ټولو راغلو هلکانو وویل:

– عجیبه ده. تا خپل صندوق د کور د دروازې څخه لس ګامه ليرې خښ کړی و خو هغه اوس د دروازې څخه پنځه ګامه لیرې پروت دی. ستا صندوق خو به د جګړې په وخت کې ستاسو کور ته نږدې شوی نه وي؟

کولیا وویل:

– نه، صندوق په خپله نه شي تللی. دلته خبره په بل څه کې ده. هغه وخت چې ما خپل صندوق په ځمکه کې خښاوه زه بېخي وړوکی، یوازې د پنځو کلونو وم. زما ګامونه په هغه وخت کې ډېر کوچني وو. خو اوس زه نهه کلن یم او لس کلنی ته ور نږدې کېږم، نو ځکه زما ګامونه اوس د هغه وخت په پرتله لوی دي. ما ځکه د لسو ګامونو په ځای پنځه وشمېرل. حساب د هغو خلکو سره مرسته کوي چې پوهېږې په ژوند کې څه تېرېږي. وخت مخ په وړاندې روان دی، کوچنیان لویېږي او ګامونه یې هم بدلون مومي. په ژوند کې هېڅ شی بې بدلونه نه پاتې کېږي.

کولیا خپل صندوق خلاص کړ، تول څيزونه په ځای وو. ان د اوسپنې څیزونه هم زنګ نه وو وهلي ځکه چې کولیا هغه غوړ کړي وو. د اوسپنې څېزونه باید زنګ وهلو ته پرې نښوول شي.

څه وخت وروسته د کولیا پلار هم راغی. هغه بریدګی و او د زړورتیا په مډال ویاړل شوی و. کولیا خپل پلار ټه ټوله کيسه وکړه. پلار نیکولای( د کولیا بشپړ نوم دی) د خپلې هوښیاري له امله وستایه.

وروسته له دې دوی ټول خوشاله او نېکمرغ وو، خوړل یې، څښل یې او ان نڅېدل هم.