مهربانه څېښتنه

لیکواله: ولانتینا اوسېوا

ژباړونکی: ګل جان صابر

 

وه نه وه یوه نجلۍ وه. هغې یو چرګ لرلو. چرګ به چې سهار را ویښ شو بانګونه به يې وهل:

– کو – کو ـ کو! څېښتنې، سهار مو په خیر!

چرګ به نجلۍ ته ورغی، په مښوکه به یې د هغې د لاس څخه میده شوې ډوډۍ وخوړله او د کور دېواله ته به له هغې سره کېناست. د چرګ رنګ، رنګ بڼکې به داسې ښویې وې چې تا به ویل غوړې کړې یې دي، د ورنو بڼکو ته یې د لمر وړانګو ځانګړې ښکلا ورکوله. ډېر ښکلی چرګ و.

نجلۍ یوه ورځ د خپلې ګاونډۍ چرګه ولیدله او ډېره یې خوښه شوه. هغې له خپلې ګاونډۍ څخه هیله وکړه:

– ما ته ستا چرګه راکړه زه به تا ته خپل چرګ درکړم.

چرګ چې دا واورېدل خپل تاج یې یوې خوا ته کوږ کړ، سر یې کښته واچاوه، هېڅ نه شي کولی- خپله څېښتنه یې ګاونډۍ ته ور کوي.

ګاونډۍ هم د نجلۍ غوښتنه ومنله، خپله چرګه یې ورکړه او چرګ یې واخیست. نجلۍ د چرګې سره ملګري پیل کړه. چرګه ډېره ګلالی وه او هره ورځ یې یوه، یوه هګۍ اچوله.

– کوټ ـ کوټک څيښتنې! هګی د دارو شه! نجلۍ هګی خوړلې، چرګه یې په زنګنو کېنوله. په بڼکو یې لاس ور تېراوه، اوبه او دانه یې ورکول.

یوه ورځ یوه ګاونډۍ د دوی کره ميلمنه شوه. هغې له ځان سره خپله هیلۍ هم را وستلې وه. هیلۍ د نجلۍ ډېره خوښه شوه له همدې امله یې ګاونډۍ ته وویل:

– ته ما ته هیلۍ راکړه زه به تا ته خپله چرګه درکړم.

چرګې چې دا خبرې واورېدې بڼکې یې وځړېدې، خواشینې شوه خو هېڅ نه شي کولی ځکه چې خپله څېښتنه یې بل چا ته ورکوي.

نجلۍ د هیلۍ سره ملګري پیل کړه، دواړې سیند ته ځي او لامبو وهي.

نجلۍ لامبو وهي او هیلۍ یې څنګ ته وي.

– قا – قا – قا، زما څېښتنې! وړاندې لامبو مه وهه، هلته سیند ژور دی! نجلۍ د سیند څنډې ته راځي، هیلۍ هم په دې پسې وي.

یوه ور ځ د دوی کور ته یو ګاونډی راغی. هغه خپل کوکری تر پړي نیولی و. نجلۍ چې کوکری ولید نو خپل ګاونډي ته یې وویل:

– اخ، څومره ښکلی کوکری دی! ما ته دا کوکری راکړه او ته زما هیلۍ واخله!

هیلۍ چې دا خبرې واورېدې وزرونه یې وټپول، شور ماشور یې وکړ خو هېڅ یې نه شوه کولی. ګاونډي هیلۍ په تخرګ کې ونیوله او ولاړ.

نجلۍ په کوکري لاس تېر کړ او ویې ویل:

– ما چرګ لرلو او هغه مې په چرګه بدل کړ، چرګه مې بیا په هیلۍ بدله کړه. اوس مې بیا هیلۍ په کوکري بدله کړه.

کوکري چې دا خبرې واورېدلې تر اوږدې چوکۍ لاندې پټ شو، د شپې یې دروازه په خپلو منګولو خلاصه کړه او وتښتېد.

– زه نه غواړم له داسې څېښتنې سره ملګري وکړم! هغه نه شي کولی چې ملګري وساتي.

نجلۍ چې کله سهار را ویښه شوه ـ هېڅوک یې نه لرل!