شتمن پلار غريب زوی | حبیب غازي زوی

يوه ورځ شتمن پلار خپل زوی له ښار څخه کلی ته په چکر بوته.
هغه غوښتل چې زوی ته وښایي چې غريب خلک څومره په ستونزو کې ژوند  کوي، دوی د دې هدف لپاره ټوله ورځ د غربيې کورنۍ په کرونده کې تيره کړه.

کله چې دوی له چکر څخه راوګرځيدل پلار له زوی څخه پوښتنه ورکړه.

– زويه! څنګه چکر خوند درکړ؟
زوي: هو پلاره! ډېر خوندور وو.

پلار: ايا! تا وليدل چې غریب خلک څنګه ژوند کوي؟
زوی: هو پلاره!

پلار د ډېر تاکيد لپاره بیا له زوی څخه وپوښتل چې ښه راته ووايه ؛ چې تا له دې  چکر څخه څه زده کړل؟

زوی ځواب ورکړ؛ مونږ يو سپی لرو، دوی څلور سپي لري. مونږ د لامبو لپاره حوض لرو، دوی سيند لري. مونږ د شپې له خوا د تياره روښانه کولو لپاره ګروپ لرو، دوی ستوري لري. مونږ خوارکي توکي بازار کې اخلو ، دوی يې دلته کري، مونږ د دفاع لپاره له ځانه ديوالونه تاو کړي، دوی د دفاع لپاره ملګري لري. مونږ د ساعت تيري لپاره ټلویزون لرو، دوی له خپلې کورنۍ سره وخت تیروی.

د هلک پلاره هک پک حيران شو، د خبرو لپاره يې څه نه لرل.

زوی يې زياته کړه:
مننه پلاره! چې پوه دې کړم؛ مونږ څومره غريب يو.

د کيسې پند: شتمن کيدل ډېر ساده دی؛ مينه، زړه سوی، ملګرتيا، يو بل ته ارزښت ورکول او کورنۍ دغه شيان زمونږ ژوند را شتمن کوي.

مطلب: شتمن کيدل روپيو پورې اړه نه لري.